• تاریخ : چهارشنبه, ۹ غبرګولی , ۱۴۰۳
  • برابر با : Wednesday - 29 - May - 2024
  • ساعت :

    عزم عملیات

    ۱۳۹۴-۰۲-۰۴

    بغلان : پلخمري کې په ۲ پوستو بريد وشو

    د بغلان ولايت په پلخمري ولسوالۍ کې د چشمه شير په سيمه کې بيګا ماخستن ۸ بجې د دښمن په پوسته بريد ترسره شو چې له امله يې ۱ پوليس قتل او بل ټپي شو. په بريد کې مجاهدينو ۱ کلاشنکوف غنيمت کړی. 2015-04-24

    ۱۳۹۴-۰۲-۰۴

    پروان : شينوارو کې په پوسته او ګزمه بريدونه شوي

    له پروان ولايت نه مو خبر ترلاسه کړ چې د شينوارو ولسوالۍ په درازګرد کې د عزم عملياتو په لومړي سهار د دښمن په پوسته او ګزمه بريدونه شوي چې له امله يې دښمن ته تلفات اوښتي. 2015-04-24

    ۱۳۹۴-۰۲-۰۴

    غزني : مقر کې ماينونو ۴ ټانګونه تخريب او ۸ عسکر وژلي

    د غزني ولايت په مقر ولسوالۍ کې د دښمن ۸ تنه عسکر د ماينونو په چاودنو کې ووژل شول. خبر وايي تېره ورځ ماښام ۷ بجې بيا د شبې تر ۱۰ بجو پوري په ګداخيلو کې ۴ ماينونه او په ستارخيل او انعام خيل سيمو کې د دښمن په عملياتي قوه ۳ ماينونه انفجار شول […]

    ۱۳۹۴-۰۲-۰۴

    سيداباد ولسوالۍ ودانۍ په ميزايلو وويشتل شوه

    له اطلاعاتو سره سم د ميدان وردګ ولايت د سيداباد ولسوالۍ په ودانۍ نن سهار ۵ بجې د عزم عملياتو په لومړي سهار ميزايل وار شول چې په منځ کې يې ولګېدل، د دښمن د تلفاتو په اړه شواهد نه دي ترلاسه شوي. 2015-04-24

    ۱۳۹۴-۰۲-۰۴

    ننګرهار : غني خيل کې ۳ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

    د عزم عملياتو په لومړي سهار وختي د ننګرهار ولايت د غني خيل ولسوالۍ په مارکوباراز سيمه کې د دښمن په ګزمه بريد وشو چې په ترڅ کې يې ۱ عسکر قتل او ۲ نور ټپيان شول. 2015-04-24

    ۱۳۹۴-۰۲-۰۴

    بلخ مرکز ته څېرمه هوايي اډه په ميزايلو وويشتل شوه

    مجاهدينو د عزم عملياتو په لړ کې د بلخ ولايت مرکز ته څېرمه د ګوړي مار په هوايي اډه نن سهار ۸ نيمي بجې ميزايل وتوغول چې په ټاکلي هدف ولګېدل. 2015-04-24

    ۱۳۹۴-۰۲-۰۴

    کونړ : څوکۍ کې په پوسته بريد شوی

    د عزم عملياتو په لومړي سهار ۸ بجې د کونړ ولايت د څوکۍ ولسوالۍ په پولچکو سيمه کې د دښمن په پوسته بريد وشو چې پکې مېشتو عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته. 2015-04-24

    ۱۳۹۴-۰۲-۰۴

    کاپيسا : نجراب کې ۳ پوستې فتحه او ۶ تر بريد لاندې دي

    له کاپيسا ولايت نه راکړل شوی خبر وايي د عزم عملياتو په لومړي سهار ۵ بجې د نجراب ولسوالۍ په افغانيه سيمه کې د دښمن په ۹ پوستو بريدونه پيل شول چې له بريد سره سم ۳ پوستې فتحه شوې او نوري لا هم تر بريد لاندې دي. 2015-04-24

    ۱۳۹۴-۰۲-۰۴

    کندز : قله زال کې ۵ اربکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    د کندز ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې له اربکيانو سره نښته شوې. نښته بيګا شپه ۱ بجه په ظلم اباد سيمه کې رامنځته شوه چې د سهار تر ۴ بجو يې دوام وکړ، په نښته کې ۲ اربکيان وژل شوي او ۳ نور ټپيان شوي دي. 2015-04-24

    ۱۳۹۴-۰۲-۰۴

    خوست : موسی خيل ولسوالۍ تر بريد لاندې ده

    له خوست ولايت نه ترلاسه شوی خبر وايي د عزم عملياتو په لومړي سهار ۵ بجې د موسی خيلو ولسوالۍ په ودانۍ بريد پيل شو چې تر اوسه پوري دوام لري. په اړه به يې نور معلومات وروسته په ليکه شي. 2015-04-24

    ۱۳۹۴-۰۲-۰۴

    ننګرهار : مهمندره کې په پوسته بريد شوی

    د عزم عملياتو په لومړي سهار شاوخوا ۵ بجې د ننګرهار ولايت د مهمندرې ولسوالۍ په ګاړي سيمه کې د دښمن په پوسته بريد وشو چې پکې مېشتو عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته. 2015-04-24

    ۱۳۹۴-۰۲-۰۴

    سرپل : مرکزته څیرمه یواربکی قومندان قتل شو

    دسرپل ولایت له مرکز نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین خبرراکوي چې : تېره ورځ دهمدي ولایت مرکز اړوند د آی آدرنګ په سیمه کې دهمدي سیمي داربکیانو مشر قومندان – فاروق – دمجاهدینوله لوري دوسلوال بریدپه پایله کې ځای پرځای قتل شو 2015/4/24

    ۱۳۹۴-۰۲-۰۴

    سرپل : کوهستان کې یوه مهمه سیمه فتح شوي جګړه دوام لري

    دعزم پسرلني عملیاتو په لمړي ورځ نن سهار وختي دیادي ولسوالۍ په مرکز او دګنجي په سیمه کې په ګوډاګي دښمن پراخ وسلوال بریدونه ترسره شول بریدونه چې پکې له سپکو اودرنو وسلو کاراخستل کیږي اوس هم په شدت سره دوام لري په بریدونوکې دښمن ته ددرني مرګ ژوبلي اوښتو سربیره یوه مهمه سیمه – […]

    ۱۳۹۴-۰۲-۰۴

    زابل : شاجوی کې په ګوډاګي عسکرو وسلوال بریدترسره شو

    دزابل ولایت له شاجوی ولسوالۍ نه ولسوالۍ نه په رارسیدلي خبرکې مسؤول مجاهدین وایې چې : نن سهار دعزم عملیاتوپه لړکې دیادي ولسوالۍ اړوند د داودخیلو غونډۍ په سیمه کې دګوډاګي دښمن په پلي عسکرو وسلوال بریدترسره شو دبریدپه پایله کې دښمن ددرنوتلفاتو په لیدلوسره په تېښته بریالی شو 2015/4/24

    ۱۳۹۴-۰۲-۰۴

    هلمند: موسی کلاکې یوپولیس له مجاهدینوسره یوځای شو

    دهلمندولایت له موسی کلا ولسوالۍ نه په رارسیدلي خبرکې مسؤول مجاهدین وایې چې : نن سهار ۷ بجې دیادي ولسوالۍ دبازار په مربوطاتوکې دهمدي ولسوالۍ دتخته پل اوسیدونکی یوتن پولیس – لالی د فتح محمد زوی – دحقایقوپه درک کولو له اسلامي امارت سره یوځای شو نوموړي له ځان سره کلاشنکوف اوچانټه هم ترمجاهدینوپوري راورسول […]

    go Up