نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د عزم عملیاتوپه لړکې داسلامي امارت مجاهدینو نن سهار وختي دبادغیس ولایت دغورماچ ولسوالۍ په مرکزي ودانۍ اوشاوخوا امنیتي پوستو پراخ وسلوال بریدونه پیل کړل بریدونه چې پکې سپکې اودرنې وسلې کارول کیږي اوس هم په شدت سره دوام لري دجګړې په اړه نورجزئیات به وروسته پرلیکه شيي 2015/4/24
د عزم عملیاتوپه لړکې نن سهار ۸ بجې دهلمندولایت دسنګین ولسوالۍ اړوند د څاروان قلعه د بلوزو په سیمه کې دګوډاګي پولیسوپه امنیتي پوسته پراخ وسلوال بریدترسره شو په بریدکې له سپکو اودرنو وسلو اولاسي بمونو کارواخستل شو چې دښمن ته پکې زیان واوښت وروسته په سیمه کې دښمن هاوانونه وویشتل چې په ګوډاګي عسکرو […]
دعزم دعملیاتو پيل: نن سهار وختي دعزم دعملیاتو په ترڅ کي مجاهدینو درژیم اړوند دغزني په ولایت مقام او اړوندو ادارو توغندیز بریدونه ترسره کړي دي. راپورونه وايي، چي توغندي درژیم اړوند دولایت په مقام، ښاروالۍ او نورو مهمو سیمو کي لګېدلي دي، چي تراوسه يې دتلفاتو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی. راپورونه […]
دهلمندولایت له موسی کلا ولسوالۍ نه مسؤول مجاهدین درارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : دعزم عملیاتوپه لړکې نن سهار ۷ بجې دیادي ولسوالۍ اړوند د دوآب په سیمه کې دګوډاګي عسکروپه پلي ګزمه د ۲ ویشتونکو ماینونوپه مټ زوروري چاودني ترسره شوي دچاودنوله امله ۵ تنه ګوډاګي عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته 2015/4/24
له کاپيسا ولايت نه مو خبر ترلاسه کړ چې د اله سای ولسوالۍ په مرکز، بيس او دفاعي پوستو نن د عزم عملياتو له پيل سره سم بريونه پيل شول چې تر اوسه دوام لري، په بريدونو کې ۲ تنه عسکر وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي. 2015-04-24
د عزم عملياتو په لومړي سهار ۵ بجې د کندز ولايت مرکز ته نژدې د قومندان مامي، قومندان ګل احمد، قومندان عزيز، د ترکمنو، او د عربو کلي په پوستو بريونه پيل شوي چې تر اوسه پوري دوام لري. په بريدونو کې ودانيو ته په زيان اوښتو سربېره ۱ اربکی قتل او بل ټپي شوی. […]
نن د عزم عملياتو لومړی سهار ۸ بجې د ننګرهار ولايت د پچيراګام ولسوالۍ په شاکريانو سيمه کې ۲ تنه اربکيان د تالاشي په مهال قتل شول. 2015-04-24
د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ په شاتورو سيمه کې نن د عزم عملياتو په لومړي سهار ۷ بجې د دښمن په بيس بريد ترسره شو چې دښمن ته پکې تلفات واوښتل. خبر زياته کړې نن سهار ۸ بجې د يادې ولسوالۍ په نورخيل سيمه کې هم د دښمن په بيس له دوه طرفه بريد […]
له اطلاعاتو سره سم د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ په ګمبيل سيمه کې نن سهار ۹ بجې د عزم عملياتو له پيل سره سم د دښمن په پوسته بريد وشو او ۲ تنه پکې ټپيان شول. 2015-04-24
د عزم عملياتو له پيل سره سم سهار ۹ بجې د خوست ولايت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په لاټکو سيمه کې د مزدوري اردو رينجر موټر په ماين والوزول شو چې پوره تخريب شو، چاودنې ۲ عسکر وژلي او ۳ نور يې ټپيان کړي دي. 2015-04-24
مجاهدينو د عزم عملياتو په لومړي سهار ۶ بجې د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ په اړونده سيمه کې يو تن مزدور عسکر نيولی. عسکر حکمتيار نومېږي چې د ابراهيم زوی او د شاشخيلو اوسېدونکی دی. 2015-04-24
د عزم عملياتو له پيل سره سم نن سهار ۸ بجې د بغلان ولايت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په کوږ چنار سيمه کې د پوليسو په ګزمه بريد وشو چې ۲ تنه پکې ووژل شول. 2015-04-24
مجاهدينو د ننګرهار ولايت د لعلپور ولسوالۍ په رزکي او شاهين سيمو کې د عزم عملياتو په لومړي سهار ۸ بجې د دښمن په ۲ پوستو د هاوان او دهشکې بريد وکړ چې تر ناوخته يې دوام وکړ، د تلفاتو په اړه دقيق معلومات نشته. 2015-04-24
د عزم عملياتو په لومړي سهار د ننګرهار ولايت د سرخرود ولسوالۍ په باولي سيمه کې د دښمن په پوسته بريد وشو چې ۱ پوليس پکې قتل او ۳ نور ژوبل شول. 2015-04-24
له اطلاعاتو سره سم د کابل ولايت د سروبي ولسوالۍ په اوزبين سيمه کې د عزم عملياتو په لومړي سهار ۶ بجې د مزدوري اردو په بيس بريد وشو چې له امله يې دښمن ته درنه مرګ ژوبله او مالي تلفات واوښتل. 2015-04-24