نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د ننګرهار ولايت د بټي کوټ ولسوالۍ په اړونده سيمه کې بيګا شپه ناوخته د دښمن په پوسته بريد وشو چې ۱ عسکر پکې قتل او ۲ نور ژوبل شول. 2015-04-24
مجاهدينو د عزم عملياتو له پيل سره سم سهار ۷ بجې د پکتيکا ولايت د جاني خيل ولسوالۍ په خنجکو سيمه کې د دښمن په ګزمه بريد وکړ چې ۲ عسکر پکې ووژل شول، مجاهدينو ۱ کلاشنکوف او ۱ موټرسايکل غنيمت کړي. 2015-04-24
د عزم پسرلنيو عملياتو په لومړي سهار ۸ بجې د لوګر ولايت د پل علم په خدر سيمه کې د مزدوري اردو په ګزمه بريد وشو چې ۲ عسکر پکې ووژل شول او ۲ نور ټپيان شول. 2015-04-24
له کندز ولايت نه مو مسؤل مجاهدين خبروي چې د عزم عملياتو له پيل سره سم يې نن سهار ۵ بجې د خان اباد ولسوالۍ په خشکو او د سرک په پوستو بريدونه پيل کړي چې لا هم دوام لري. 2015-04-24
د خوست ولايت د دوو مندو ولسوالۍ په لال دين کلي کې د عزم عملياتو په لومړي سهار وختي ۴ نیمي بجې د مزدوري اردو په پوسته بريد وشو چې ۵ تنه عسکر پکې ووژل شول او ۴ نور ژوبل شول. 2015-04-24
نن سهار پنځه بجې دعزم پسرلني عملیات دتکبیر په ملکوتي نارو سره په ټول هیواد کي پیل شول. له پلان سره سم دهیواد په بېلابېلو سیمو کي سهار وختي ددښمن په مرکزونو، پوستو، موټريزو کاروانونو او نورو اهدافو توغنديز او وسله وال بریدونه پيل شول، چي اوس هم په شدت سره ادامه لري. راپورونه وايي، […]
له اطلاعاتو سره سم د عزم عملياتو په لومړي سهار ۹ بجې د پروان ولايت د بګرام هوايي اډه يو ځل بيا د ميزايلو تر بريد لاندې راغله، د بريد له امله د اوښتي زيان په اړه شواهد نه دي ترلاسه شوي. 2015-04-24
د عزم عملياتو په لومړي سهار ۷ بجې د بغلان ولايت د خنجان ولسوالۍ په اړونده سيمه کې په کاروان بريد وشو چې په مهال يې ۱ ټانکر وسوزول شو. 2015-04-24
مجاهدينو د عزم عملياتو په لومړي سهار ۸ بجې د پکتيا ولايت د احمدخيل ولسوالۍ په ودانۍ بريد ترسره کړ چې دښمن ته پکې تلفات واوښتل. 2015-04-24
د عزم عملياتو په لومړي سهار د خوست ولايت په باک ولسوالۍ کې د ځاځي ميدان ولسوالۍ د امنيت ۳ کارمندان د ماين په چاودنه کې وژل شوي. دغه چاودنه نن سهار ۵ بجې په چنارګي سيمه کې رامنځته شوه، چاودنې ۲ نور ټپيان کړي دي. 2015-04-24
له لغمان ولايت نه ترلاسه شوی خبر وايي مرکز مهترلام ته نژدې پلوټه سيمه کې نن سهار ۵ بجې د عزم عملياتو له پيل سره سم د دښمن په پوسته بريد وشو چې پکې ميشتو عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته. 2015-04-24
د اسلامي امارت مجاهدينو بيګا شپه د بغلان ولايت د دهنه غوري ولسوالۍ په ودانۍ او امنيه قومنداني بريد کړی چې په مهال يې ۲ عسکر وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي. 2015-04-24
له پکتيا ولايت نه مو خبر ترلاسه کړ چې د پټان ولسوالۍ په قيمتي سيمه کې نن سهار د عزم عملياتو په لومړي سهار د دښمن په پوسته بريد وشو چې پکې ۱ پوليس قتل او بل ټپي شو. 2015-04-24
د عزم عملياتو په لومړي سهار ۷ بجې د پکتيا ولايت د ګردي څېړۍ ولسوالۍ په اړونده سيمه کې د دښمن په پوسته بريد ترسره شو، په بريد کې دښمن ته د اوښتي زيان په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي. 2015-04-24
له پروان ولايت نه مو خبر ترلاسه کړ چې د سيدخيل ولسوالۍ په ودانۍ بيګا شپه ۲ بجې بريد ترسره شو او پکې مېشتو عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته. 2015-04-24