یرغلګرو یو ځل بیا ګڼي کورنۍ د غم پر ټغر کښېنولې

  میوند سادات   د عیني شاهدانو په وینا پرون د خوست ولایت د علیشیرو ولسوالۍ په بټي سیمه کي د یرغلګرو ځواکونو د ډرون په برید کي زموږ پنځه دیرش تنه ولسي هیوادوال شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شول،یاده شوې پیښه  هغه مهال رامنځته شوه چي په سیمه کي  یو قومي مشر  وفات […]

 
میوند سادات
 
د عیني شاهدانو په وینا پرون د خوست ولایت د علیشیرو ولسوالۍ په بټي سیمه کي د یرغلګرو ځواکونو د ډرون په برید کي زموږ پنځه دیرش تنه ولسي هیوادوال شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شول،یاده شوې پیښه  هغه مهال رامنځته شوه چي په سیمه کي  یو قومي مشر  وفات شوی ؤ،تر دفن کیدلو وروسته یې  خلګ پلي اوموټرو کي خپلو کورنو ته په لاره ووچي پر دوو موټرو باندي  د یرغلګرو د بې پیلوټه الوتکي  د برید په پایله کي دغه غمیزه رامنځته شوه.
بله غم لړلې پیښه داده چي  دعلیشیرو له پیښي څخه وروسته  د غزني ولایت د مرکز مربوط په نوغي کلي باندي داخلي عسکرو هاوانونه اورولي،هاوانونه په سیمه کي د رحمت الله پرکور لګیدلي، د نوموړي په کور کي د واده مراسم ووچي له همدې امله یې پراخه مرګ ژوبله رامنځته کړې ده ،وروستي راپورونه ښیې چي دتوپخانې په یاد شوي برید کي اووه تنه ملکي هیوادوال ( احمد دشیرمحمدزوی، ذکی الله او رفیع الله د علم الدین زامن، میرزاخان د عبدالرحمن زوی، امیرمحمد دشیرآغا زوی، سميع الله او اخترمحمد) شهیدا ن شوي او دوه تنه نور ژوبل شوي دي .
ګډ حکومت  د خپل کار پیل د امریکا سره  په هغه امنیتي تړون وکړ چي د چارو شنونکي یې د جګړې د اوږدیدوعمده لامل ګڼي، څو ورستي وروسته یې دفاع وزارت اعلان وکړ چي بهرینانو څخه یې  د شپنیو چاپو محدودیت لیري کړی او افغان عسکرو ته یې  په کلیواو بانډو کي دثقیله وسلو د کارولو اجازه ورکړې ده.
یرغلګرو د ګډ حکومت له اجازې څخه په ګټ اخیستنه د افغان وژني لړۍ بیا ګړندۍ کړه په غوربند کي یې ولسي وګړي شهیدان کړل، په  غزني کي یې ښځي اوماشومان د خپل تن په وینو رنګ کړل او په برکي برک کي  یې ملکي هیوادوال شهیدان او ټپیان کړل .
همدا راز د داخلي عسکرو د توپخانې په ډزو کي په مختلفو ولایتونو کي ولسي وګړي شهیدان اوژوبل شول،د بېلګې  په توګه دروان کال په لومړۍ شپهدهلمند ولایت دسنګین والسوالۍ دساروان کلاپه باینزو سیمه کي دداخلي عسکرو د هاوان مرمۍ پر داسي  یو کور ولګیدلې چي واده پکي ؤ، په دغه بریدکي شپږ پنځوس  تنه ولسي هیوادوال چي زیاتره یې ښځي او ماشومان وو شهیدان شوي او تر سلو تنو ډیر ټپیان شوي دي .دهلمند حکومتي چاراکو هم دغه پیښه تائید کړه .
اشغالګروپه څه باندي یوه لسیزه کي  دپورته ذکر شوو پیښو په شان په ځلونو زموږ یو غم په غمونو رابدل کړی  او خوښۍ  یې په غمونو اوماتمونو رااړولي دي،نیواکګر او ملګري هیوادونه یې تر نورو ډیر د بشر دوستۍ او انساني خواخوږۍ نارې وهي، حتی په ځینو مواردو کي خو یې په اصطلاح د بشري حقونو څخه تخلف پر ازادو هیوادونو دپوځي برید مجوز ګرځولی دی،خو خپله بیا تر هرچا ډیر بشري حقونه تر پښو لاندي کوي، دوی لکه څومره چي د ښځو، ماشومانو او په ټوله کي د بشر د حقونو چیغي وهي، هومره  ډیر د بشر پر حقونو تیري کوي، که دنورو هیوادنو له وحشي کړنو څخه یې صرف نظر وکړو په افغانستان کي خویې د ۲۰۰۱څخه تراوسه پوري د وحشت او بربریت  تور بهیر له هیڅ افغان څخه هم  پټ نه دی .