کندوز کي د بشر دوستانو وحشت

سید شریف یرغلګرو ځواکونو په ډیر وحشت سره کندوز کي د بې پولو ډاکټرانو روغتون بمبار کړ،په دې روغتون کي د جګړې ملکي قربانیان او نور ناروغان تداوي کیدل، له دې ځایه نه طالب جنګیالیو د سنګر کار اخیستی  اونه  هم په دغه روغتون کي د طالبانو درملنه کیده .بس لویه ګناه یې داوه چي […]

سید شریف

یرغلګرو ځواکونو په ډیر وحشت سره کندوز کي د بې پولو ډاکټرانو روغتون بمبار کړ،په دې روغتون کي د جګړې ملکي قربانیان او نور ناروغان تداوي کیدل، له دې ځایه نه طالب جنګیالیو د سنګر کار اخیستی  اونه  هم په دغه روغتون کي د طالبانو درملنه کیده .بس لویه ګناه یې داوه چي بې له سیاسي او مذهبي ملحوظاتو یې دبشریت خدمت کاوه .

له دې پیښي وروسته د بې پولو ډاکټرانو سازمان وویل چي امریکایانو او ګډ حکومت ته یې د خپل روغتون موقعیت  ښوولی ؤ، خو پردې خبر داري سربیره بیا هم د بشر دوستۍ دعوه کونکو پر دغه روغتیایې مرکز وحشیانه حمله وکړه ،په لسهاوو ډاکټران، نرسان، ناروغان او پایوازان یې شهیدان او ټپیان کړل.

د بې پولو ډاکټرانو پر روغتون نیم ساعت برید روان ؤ، په همدغه وخت کي هم د روغتون چارواکو د امریکایې ځواکونو سره اړیکه نیولې او له دې پیښي یې خبر کړي دي، مګر ددې سره سره بیا هم برید نه دی متوقف شوی، یرغلګرو ځواکونو په پوره بې باکۍ او وحشت سره ناروغان او دمریضانو مرستندویان په نښه کړي او دخپل زړ بړاس یې ایستلی دی .

د برید پرمهال په روغتون کي ۱۵۰ تنه مریضان او پایوازان او ۸۰ تنه د روغتون عمله موجوده وه، که څه هم تراوسه لا په دغه حمله کي د قربانیانو دقیق شمیر نه دی معلوم خو څه چي په ډاګه شوي هغه داچي په یادشوې بمباري کي  ۱۹ تنه د روغتون عمله او ناروغان وژل شوي او ۴۰ تنه ژوبل شوي دي،همدا راز دد غه روغتون ۸۰ سلنه تاسیسات ویجاړ او له خاورو سره برابر  شوي دي.

کندوز کي د بمبار شوي  روغتون یو تکړه ډاکټر احسان عثماني او ډاکټر عبدالستار چي په سختو حالاتو کي یې د شپې او ورځي دمظلومو هیوادوالو خدمت کاوه هم شهیدان  شوي دي .

یرغلګرو ځواکونو یو ځل بیا ثابته کړه چي دوی ته بشري او مدني  حقوق، د سولي او جګړې  قوانین اوپه ټوله کي  بشریت کوم ارزښت نه لري،کوم څه چي ددوی د ګټو سره سر نه خوري په نښه کولو او له منځه وړلو ته یې لومړیتوب ورکوي.

دوی پر افغانستان د برید په پیل کي هم روغتونونه، ملکي هوایې ډګرونه، راډیویې سټیشنونه، مخابراتي دستګاوي، مدرسې،جوماتونه، ښوونځي او عام المنفعه تاسیسات بمبار کړل، د پوځي او ملکي اشخاصو او ځایونو فرق یې نه کاوه اود افغانستان پر مځکه یې په خورا ځوږ او شور سره  د بیاوژني او بیا نړوني پلان او ستراتیژي تطبیق کړه  .

همدا راز په عراق،لیبیا،صومالیا،یمن، فلسطین او نورو کي یې د بشر دوستۍ په نامه داسي بشر ضد کړني تکرار کړې چي دبشریت په تاریخ کي ډير کم ساري شاید ولري .

دوی ته  دبشر حقونه،د بیان ازادي، د ښځو حقونه، دماشومانو حقونه او…..هغه وخت ارزښت لري چي ګتي یې پکي نغښتي وي، که یې له یادو شوو ارزښتونو سره ګټي په ټکر کي شوې بیا یې تر هرچا وړاندي پر ضد اقدام کوي .د حقونو په نوم پورته ذکر شوي توکي او ډولونه د غربي استعمار هغه لومي دي چي ناخبره او بې ضمیره خلګ پکي ایسار وي او بیا یې د خپلو خلګو او ارزښتونو پر ضد کاروي، په تاسف دغه ډول ښکار شوي اشخاص او افراد داسلامي نړۍ د نورو خطو په څیر افغانستان کي هم کم نه دي .

د غربي ښکیلاک له لوري ښکار شوي افغانان چي ځیني یې ځانونه روڼ اندي او مدني فعالان بولي، نه یوازي داچي افغانستان کي یې  د یرغلګرو ځواکونو پر جنایتونو سترګي پټي کړي او خولې ګڼدلي دي،بلکي په ډیر اخلاص سره داشغالګرو جرمونو ا وظلمونو ته د مشروعیت او یا حد اکثر دبرات ورکولو هڅي کوي .

 پر روغتون بمبار د بشر دوستۍ  دنړیوالودعوه کونکو څیرې بربنډي کړې،دوی چي نو رهیوادونه د بشر د حقونو څخه په سرغړونه تهدیدوي افغانستان کي یې وحشت په تیره کندوز کي د بې پولو ډاکټرانو پر روغتون برید د بشر دوستانو!! وحشت او دهشت په اثبات ورساوه .