کندوز کي بمبارۍ او ملکي زیانونه 

  میوند سادات یرغلګرو ځواکونو او ګډ حکومت کندوز کي په هوایې او مځکنیو بریدونو کي ولسي خلګو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي،د عیني شاهدانو په وینا بمباریو کي د هستوګني ولسي سیمي بمبار شوي، مسافر وړونکي موټر په نښه شوي، په کورونو او دوکانونو کي خلګ په نښه شوي او د سر […]

 

میوند سادات

یرغلګرو ځواکونو او ګډ حکومت کندوز کي په هوایې او مځکنیو بریدونو کي ولسي خلګو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي،د عیني شاهدانو په وینا بمباریو کي د هستوګني ولسي سیمي بمبار شوي، مسافر وړونکي موټر په نښه شوي، په کورونو او دوکانونو کي خلګ په نښه شوي او د سر او مال درانه تاوانونه ورته رسیدلي دي .

ګډ حکومت دعوه کوله چي داسي پیاوړی پوځ یې روزلی او هسي غښتلي پولیس یې تربیه کړي چي په هروخت او هرځای کي  له ځانه دفاع  کولای شي،خو دمیزان په ۶مه  چي طالبانو د کندوز ستر ښار و نیو،ګډ حکومت  دخپل پوځ دپیاوړتیاپرادعاوو سربیره د کندوز د بیرته نیولو لپاره د یرغلګرو ځواکونو څخه مرسته وغوښته.

یرغلګرو ځواکونو چي تیر کال یې افغانستان کي د خپلو عملیاتو پای اعلان کړی ؤ، دکندوز په جګړه کي یې یو ځل بیا په خپل مستقیم ګډون سره روښانه کړه چي ددوی اکثر اعلانونه نمایشي او دخلګو د غولولولپاره وي او بل داچي دوی د کوم قانون او پریکړي په رعایتولو مکلف نه دي، هر هغه تجاوز چي ددوی ګټي ایجابوي په هرځای او صورت کي یې  د ترسره کولو حق ځان ته ورکوي.

په هر صورت یرغلګرو ځواکونوظاهرا دګډ حکومت په غوښتنه پرکندوز هوایې بریدونه پیل کړل او په مځکنیو عملیاتو کي یې هم د داخلي عسکروسره  برخه واخیسته .

اشرف غني ولس ته ډاډورکړ چي کندوز کي به په هوایې بریدنو کي ملکي خلګو ته هیڅ زیان ونه رسیږي او په پوره دقت سره به عملیات ترسره کیږي،خویو عیني شاهد بي بي سي راډیو سره خبرو کي وویل چي دملکي وګړودوې سراچې، یو ه کرولا او یوه مازدا موټر یې ولیدل چي بمبار کي لولپه شوي وو، خلګ یې سوځیدلي پراته وو او همدا شان دې سوځیدلو موټرو ته  څیرمه کور هم بمبار شوی ؤ، نوموړي وویل چي خلګ له هوایې بریدونو څخه ډير په عذاب دي ،کوم وخت چي الوتکي راشي خلګ ډیر بیریږي،  ماشومان لوی لوی چیغي وهي په مځکه او دیوال پوري نښتي وي .

یو بل عیني شاهد وویل چي د ښار هغه برخي چي طالبان پرې واکمن دي د ضروري توکو دوکانونه پرانیستي  دي، خلګ تر کور او دوکانونو پوري ځي راځي، داړتیا وړ شیان رانیسي، خو په کومه برخه کي چي حکومتي عسکر وي هسي چي څوک وویني ډزي پرې کوي، چي دهمدې ډزو له امله  یو شمېرملکي وګړ و ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

د اکتوبر په ۲مه یرغلګر ځواکونو کندوز کي د پولې ډاکټرانو پرروغتون برید وکړ،ویل کیږي چي د برید پر مهال په دغه روغتون کي ۸۰ تنه دکلینیک عمله او ۱۵۰ تنه مریضان او پایوازان موجود وو، په دغه حمله کي چي تراوسه یې لا ددقیقي مرګ ژوبلي ارقام نه دي خپاره شوي، د ډاکټرانو، نرسانو، ناروغانو او پایوازانو په ګډون د۱۹ تنو د وژل کیدو او ۴۰ نفرو د ټپي کیدو پخلی شوی دی، د ځاني زیانونو سر بیره یادشوی روغتون ۸۰ سلنه وران شوی او لولپه شوی دی .

د بې پولي ډاګټرانو پردغه هسپتال حمله ملګرو ملتونو او یو شمېر سازمانونو غندلې او له بشري حقونو سر غړونه یې بللې ده .

داشغالګرو ځواکونو له لوري دملکي تلفاتو تیرو پیښو ا وشاهدو ته په پام سره که کندوز کي د بې پولي ډاکټرانو پر روغتون غوندي لوی برید او ډير زیان په کومه اطرافي سیمه کي رامنځته شوی وای او ټول زیان یې ولسي خلګو ته رسیدلی وای، که ولسي خلګو هرڅومره نارې وهلي وای او شواهد یې وړاندي کړي وای یرغلګرو به بیا هم ټول قربانیان طالبان بللی او که له ډیري ناچارۍ څخه یې په ترسره کړې حمله کي  د ملکیانو مرګ ژوبله منلې وای بیا به یې هرو مرو ویل چي طالبانو د خلګو له کورنو ډزي ورباندي کړي او دوی مجبورا ځوابي حمله پرې کړې ده .

د هستوګني پر سیمو د ډله ییزي وژني وسلې کارول که په هر نوم وي د جینوا دکنوانسیون مخالفت او بربنډ جنګي جنایت دی،امریکا چي له یوې خوایې د جینوا کنوانسیون لاسلیک کړی او له بلي خوا ددې تعاهد نامې مخالفت کوي، نړیواله محاکمه که د نړیوالو سره د مور میرې چلند ونه کړي امریکا باید د محاکمې میز ته راکش کړي او د کړو جرمونو سزا ورکړي .

اټکل دی چي د کندوز ښار کي په سلهاوو ملکي هیوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خوتر اوسه لاڅیړني نه دي شوې چي د کندوز په جګړه کي په  تیره هوایې بریدونو کي ولسي خلګو ته څومره زیانونه اوښتي او څومره خلګ  وژل شوي او ژوبل شوي دي .