ډرون د بشر وژني پرمختللې وسله 

سید سعید په افغانستان کي دامریکا او ملګرو یرغلګرو ځواکونو په هوایې بریدونو،مخامخ ډزواو شپنیوچاپو کي په سلهاوو زره افغانان شهیدان  اوژوبل شوي دي، د یرغلګرو د b52،f16او کروز راکټونو په بریدونو کي په یو ځایې توګه په  ارزګان، ننګرهار، پکتیا، کندوز،هلمند،لوګر، کندهار،هرات،فراه،کونړ او…. کي په سلهاوو تنه ولسي وګړي د ښځو او کوچنیانو په […]

سید سعید

په افغانستان کي دامریکا او ملګرو یرغلګرو ځواکونو په هوایې بریدونو،مخامخ ډزواو شپنیوچاپو کي په سلهاوو زره افغانان شهیدان  اوژوبل شوي دي، د یرغلګرو د b52،f16او کروز راکټونو په بریدونو کي په یو ځایې توګه په  ارزګان، ننګرهار، پکتیا، کندوز،هلمند،لوګر، کندهار،هرات،فراه،کونړ او…. کي په سلهاوو تنه ولسي وګړي د ښځو او کوچنیانو په ګډون شهیدان او ټپیان شوي دي .

 په دې وروستیو کلونو کي نیواکګر ځواکونه دنورو الوتکو په پرتله دکم مصرف په وجه د بې پیلوټه طیارو څخه ډیر کار اخلي، خو د ډرون بریدونو اکثره قربانیان  بیاملکیان وي .

د هیواد په ګوټ ګوټ کي په ځلونود بې پیلوټه  الوتکو په حملو کي ملکي وګړي شهیدان شوي او کورونه یې وران شوي دي .

 په امریکاکي  بروکینګر موسسې په خپل وروستیي څېړنیز راپور کي لیکلي چي  په یوه شپه او ورځ کي د افغانستان پراسمان شل بې پیلوټه الوتکي الوت کوي .

د بروکینګر په یادشوی راپور کي راغلي چي په افغانستان او پاکستان کي د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په هرو لسو قربانیانو کي فقط یو تن یې  د القاعده او طالبانو سره تړاو لرونکی وي  نور نهه واړه ولسي وګړي وي .

د امریکا چاپ (مک کلاچی) ورځپاڼي تېر کال په خپل راپور کي ولیکل چي د امریکا دبې پیلوټه الوتکوپه  حملو کي په سلهاوو داسي خلګ وژل شوي چي د طالبانو سره یې هیڅ تړاو نه درلود، ورځپاڼه کاږي چي که امریکایې قوماندانان کوم کس  جدي خطر وګڼي، نوددوی په نظر ضرور دا نه ده چي ددغه کس په اړه د اسنادوپه  راغونډو لو لاس پوري شي، بلکي مهمه داده چي تر هرڅه دمخه همدغه خطر له منځه یووړل شي .

په  روان (۲۰۱۵) میلادي کال کي چي امریکاپه افغانستان کي  رسما د خپل پوځي ماموریت پای ته رسیدل اعلان کړي، د بې پیلوته الوتکو په بریدونو کي یې په تېرو څلورو میاشتو کي لاندي ذکر شوي ملکي وګړي د ژوند له خوږو بې برخي شوي  او کورونه یې ویجاړ شوي دي .البته  دا سهي ده چي دتېرو کلونو په نسبت سږ کال د یرغلګرو په هوایې بریدونو کي کمښت راغلی دی، خو لکه څنګه چي دوی د خپل نظامي ماموریت پای اعلان کړی هماغسي نه ده اوس هم اشغالګر عسکر د افغانانو پرکورونو چاپې اچوي،خلګ بندیانوي او هوایې بریدونه کوي .

دجنوري په ۶مه د کونړ ولايت د ماڼوګي ولسوالۍ په شوړيک سيمه کي دیرغلګروپه ډرون حمله کي دوه تنه ولسي وګړي ( سلطان سيد او د هغه زوی ) شهيدان شوي دي .

دجنوري په ۱۷ مه دننګرهارولایت  د لعل پورې ولسوالۍ په چکنورسیمه کي دیرغلګرودبې پیلوټه الوتکي په بریدکي درې تنه ولسي وګړي شهیدان شو ي دي .

دجنوري په ۱۹ مه دننګرهار ولايت دخوګياڼو ولسوالۍ  د وزيرو په ميرزاخيل سیمه کي یرغلګروځواکونو بمبار کړی ، په  دغه بمبار کي دوې ښځي ،یو ماشوم اودوه سړي شهیدان شوي دي .

دفبروري په ۸ مه دننګرها رولایت داچین ولسوالۍ باندر سیمه کي دیرغلګرودبې پیلوټه الوتکي په برید کي دوه تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي .

دفبروري په ۱۲مه د ننګرهار ولايت د نازيان ولسوالۍ په سپيني ژی سيمه کي دیرغلګرودډرون په برید کي دوه تنه ولسي وګړي شهیدان شو ي دي .

دفبروري په ۱۷مه د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ  په قيلغو مياګانو کلي کي اشغالګرو بمبار کړی ، دعیني شاهدانو په ویناپه دغه حمله کي درې تنه ملکي هیوادوال ( دل اغا ولد لعل زمان، نقيب الله ولد سيدملا او نياز محمد ولد ميرزا)  شهيدان شوي دي .

داپریل په ۳۰ مه د کندز ولايت د امام صاحب ولسوالۍ په کلتيپه سيمه کي دیرغلګرو ځواکونو په بمبار کي شپږ تنه ملکي هیوادوال دښځو او کوچنیانو په ګډون ژوبل شوي او دخلګو کورونو ته  زیانونه اوښتي دي .

په غرب کي د پوځي چارو زیاتره  پوهان او تحقیقاتي مرکزونه  دې پایلي ته رسیدلي چي ډرون حملو د وسله والو په پرتله ډیر زیات زیان  ملکیانو ته رسولی دی، دغه وژنکې وسله د ټآکل شوو اهدافو په له منځه وړلو کي چنداني موثره نه ده واقع شوې، ځکه په وار وار داسي شوي چي په غرونو کي دلرګیو راټولونکي  ملکي وګړي د وسله والو په ګومان په نښه شوي دي،اوهمدا راز په فصلونو کي بېلچه په لاس بې شمېره ګروند ګرو د بې پیلوټه الوتکو په حملو کي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی،په ټوله کي دا اوس یوه منل شوی واقعیت دی چي  دبې پیلوټه الوتکو په زیاتره بریدونو کي ولسي وګړي او د استوګني سیمي په نښه شوي دي .

د پوځي چارو شنونکو،د جګړې د قوانینو مدافعینو او دبشري حقونو سازمانونه ته په کار ده،چي نور  دانسان وژني ددغي پرمختللې وسلې (بې پیلوټه الوتکي) د کارولو پر ضد اوږده چوپتیا ماته کړي، ددغي وژنکي وسلې په اړه کنفرانسونه دایر کړي، ویناوي او لیکني وکړي او دکارونکو پر ضد یې پرله پسې لاریونونه  وکړي، ترڅو ددغه بې رحمه او ړندې بلا له وژونکو منګولو څخه  انسانیت په تېره دښځو، ماشومانو او بې دفاع خلګو ژوند وژغورل شي .