په سنګین کې د بیلدوزرو عملیات

خالد افغان زوی څه کم یوه نیمه میاشت کیږي،چې د حاکم رژیم لخوا په هلمند کې د ذوالفقار په نامه عملیات پیل شوي،ددې عملیاتو لپاره چې هلمند ته کوم ځواکونه او امکانات لیږدول شوي، ښایي په لویو لارو ډیرو خلکو لیدلي وي،دې عملیاتو ته تر ټانګونو زیات، بیلدوزرونه ،سکواټورونه او نور درانه ماشینونه لیږل شوي […]

خالد افغان زوی

څه کم یوه نیمه میاشت کیږي،چې د حاکم رژیم لخوا په هلمند کې د ذوالفقار په نامه عملیات پیل شوي،ددې عملیاتو لپاره چې هلمند ته کوم ځواکونه او امکانات لیږدول شوي، ښایي په لویو لارو ډیرو خلکو لیدلي وي،دې عملیاتو ته تر ټانګونو زیات، بیلدوزرونه ،سکواټورونه او نور درانه ماشینونه لیږل شوي دي،ددې ماشینونو په لیږلو شاید خلکو فکر کړی وي، چې واکمن حکومت په هلمند کې د بیارغونې ستر عملیات پیل کړي، خو خبر به نه وي چې په هلمند په خاص ډول سنګین کې بیارغونه نه بلکې منظمه بیاړنګونه پيل شوې ده .

هو کې درنو هیوادوالو ! دا نه دروغ دي او نه تبلیغ بلکې د هلمند له سنګینه مستند حال دی، سنګین تخریبیږي او داسې په منظم او ارادي ډول تخریبیږي لکه پيړۍ وړاندې چې د هلمند تاریخي ښار بست تخریب شوی و، د ویجاړ شوي بست باستان ګناه خو دا وه چې د افغان ویاړلي امپراطور محمود غزنوي د اوړي پلازمېنه وه نوځکه د علاء الدین جهان سوز د حسد او کینې په لمبو کې لولپه شو.

دا چې اوس زرغون سنګین د عمدي تخریب له انتقامي عملیاتو سره مخ دی ګناه یي څه ده ؟

د سنګین ګناه هم معلومه ده، د سنګین اولس په تیرو دیارلسو کلونو کې د خپل دیني او ملي حریم ټینګه دفاع کړې، د سنګین په زابورونو کې په سلګونو پرنګي یرغلګراو دهغوی ګوډاګیان خسف شوي دي، سنګین د ګڼو اروپایي او امریکایي یرغلګرو ککرۍ خوړلې ، سنګین په حقیقت کې ددرست کفر او درست یرغلګر غرب بدي کړې ده ، نو خود به ورڅخه د کفر او غرب لاسپوڅي داسې ناځوانمردانه انتقام اخلي ، اوپه درنو ماشینونو، بیلدوزرونو او چاودنو به یې د منظم تخریب یا بیاړنګونې عملیات پيلوي .

په سنګین د پيل شویو عملیاتو چې د ذوالفقار عملیاتو نوم ورکړل شوی په لومړۍ دړکه کې ددې ولسوالۍ د مالمند ښارګوټی په بشپړ ډول ویجاړ او له خاورو سره خاورې شو،دغه ښارګوټی د جګړو له سیمې ډیر لرې عامو خلکو چې له خپلو اصلي سیمو راکوچیدلي و، جوړ کړی و،خارجي او داخلي ظالمانو نه یوازې ددغه ښارګوټي له اموالو ډک سلګونه دوکانونه ړنګ او له منځه یوړل بلکې د یوه محلي تجار د موټرو مکمل بارګین یي هم له لسګونو موټرو سره وسوځاوه .

د مالمند له تباهۍ وروسته د تخریب او بیاړنګونې لښکر د سنګین د بازار په لاندې خوا کې تخریبي عملیات پیل کړل او د سرک دواړو خو اته یې د خلکو د کورونو، باغونه، نهرونو، فصلونو او دهرډول ولاړو ودانیو او میوه دارو ونو په له منځه وړلو پیل وکړ .

د سنګین عام اوسیدونکي وایي چې دې عملیاتو ته هسې په نامه د پوځي یا تصفیوي عملیاتو نوم ورکړل شوی دی، طالبان چې دسنګین په کومو سیمو کې دي تراوسه هغې یوې سیمې ته عسکر نه دي داخل شوي، ددوی عملیات یوازې د سرک په دواړو غاړو د خلکو د کورونو او شتمنیو له منځه وړل او یو مخیز تخریب دی ، چې تراوسه ښه په درز کې روان دی .

د سنګین ولسوالۍ له بازار لاندې د شکر شیلې، چرخکیانو مانده، ګارې، حاجي امین شیله،پنج پینه او داسې نورې هغه سیمې دي چې په سخته بي رحمۍ نړول شوي او په اصطلاح زمین سوخته عملیات په کې پیاده شوي دي، ددې کلیو د خلکو کورونه، شنه باغونه او کښتونه په بیلډوزرو هوار شوي دي .

د سنګین اوسیدونکي وایي چې د بازار دښکته خوا له تخریب وروسته اوس د بازار لوړې خواته د څاروان کلا په خوا هم دغه تخریب پیل شوی دی ، د څاروان کلا د غاړګۍ او سورۍ ګارې په سیمو له تیرو دوو ورځو راهیسې حکومتي قوا ولاړه ده او لسګونه بیلډوزر او شیول ماشینونه د خلکو د کورونو په نړولو لګیا دي، په تیرو دوو ورځو کې طالبانو په دې سیمه کې پنځه حکومتي بیلډوزر چې د کورونو په تخریب بوخت و له منځه وړي ، خو حکومتي میډیا په طالبانو تور پورې کړی چې د بیارغونې آلات او ماشینونه له منځه وړي، په داسې حال کې چې په سنګین کې دغه د بیا رغونې ماشین آلات په بیاړنګونه مصروف دي او محلي خلک مجبور دي چې د خپل کور او ګوډلې د ساتلو لپاره وروستۍ هڅې وکړي .

داچې ولې حکومتي عسکرو په سنګین کې په داسې یومخیز تخریب لاس پورې کړی تراوسه پورې واضحه نه ده، خو داسې ویل کیږي چې په تیر کال کې د سنګین په عملیاتو کې طالبانو د څاروان کلا سیمه نیولې او اوس د کجکي او سنګین ترمنځ یوازینۍ لاره هم د طالبانو په ولکه کې ده ، حکومتي قواوې چې له طالبانو سره د جګړې توان نلري د اولسي خلکو د کورونو په نړولو او له عامو خلکو په انتقام اخیستلو یي پیل کړی دی .

د بیلډوزر ، سکواتور او لوډر غوندې هغه ماشین الات چې په نوره نړۍ کې د ودانیزو چارو لپاره ترې استفاده کیږي ، دغه ماشینونه په سنګین کې په عامه تخریب بوخت دي، شپه او ورځ د خلکو کورونه، کښتونه ، ویالې او باغونه له منځه وړي ، خو نړیوال او مطبوعات یي په پټه خوله ننداره کوي.

د سنګین زمین سوخته فاجعه د خپل ډول تر ټولو بیساري فاجعه ده چې باید په وړاندې یي پرته له سیاسي تبعیضه داعتراض غږ پورته شي کنه د خاموشه پاته کیدلو په صورت کې د الله تعالی او راتلونکي نسل په وړاندې مختوري یو .