د گلم جم تازه وحشت

تیره اوونۍ د گلمجمي ملېشو مؤسس او مسلکي قاتل جنرال دوستم جوزجان ته داسلامي امارت د مجاهدینو سره  دجګړې په موخه وخوځید،دمعلوماتو له مخي ددوستم ملیشو چي د خماب ولسوالۍ دبیرته نیولوهڅه یې کوله د مجاهدینو د شدید مقامت له امله له سختي ماتي سره مخ شول. د خماب د نیولو په جګړه کي د […]

تیره اوونۍ د گلمجمي ملېشو مؤسس او مسلکي قاتل جنرال دوستم جوزجان ته داسلامي امارت د مجاهدینو سره  دجګړې په موخه وخوځید،دمعلوماتو له مخي ددوستم ملیشو چي د خماب ولسوالۍ دبیرته نیولوهڅه یې کوله د مجاهدینو د شدید مقامت له امله له سختي ماتي سره مخ شول.

د خماب د نیولو په جګړه کي د دوستم په لسهاوو ملیشو ته مرګ ژوبله واوښته او په ګڼ شمیر کي وسایل او وسایط یې دغنیمت په ډول د اتلو مجاهدینو لاس ته ولویدل.

له سیمي څخه د وروستیو ورکول شوو راپورونو په اساس ګلم جمي ملیشو په خماب کي دپرله پسې شاګرځونو او زیانونو وروسته دولس سره خورا ناوړه چلند پیل کړی، د خلګو کورونه یې تلاشي کړي او تلاشۍ په پلمه یې ګیڼې،نغدي پیسې،موټر،موټر سایکلونه او نور قیمتي شیان له ځان سره وړي دي.

د دوستم په مشري د کابل ادارې وسله والو په خماب کي تر دې دمه ۲۰ تنه ولسي وګړي شهیدان کړي او یو زیات شمیر یې ټپیان کړي دي.

د مفکر لومړي مرستیال جنرال دوستم خپلو ملیشو ته امر کړی چي څو تنه عام خلګ ددې لپاره ووژني چي ګویا نور خلګ عبرت ځني واخلي او څوک بیا دمجاهدینو سره همکارۍ ته زړه ښه نه کړي.

احمق جنرال دوستم له تیرو څه کم څلورو لسیزو څخه عبرت وانه خیست هغه داچي که افغان بهادر او مجاهد ولس دحق په لاره کي له مرګ او درد څخه ډاریدلای،نو دې خاوره کي به د دوستم روسي بادارانو او داخلي ملګرو یې ماته نه وای خوړلې او دمارکسیزم- لیلنیزم منحوسه مفکوره به یې د نابودۍ په سمندر کي نه وای غرقه شوې.

همدا راز دوستم  د صلیبي یرغل د یو کمر بسته عسکر په توګه په څه باندي یوه لسیزه کي دافغان ولس په قربانیو او شهامتونو د یو مثالي جاهل په صفت سترګي پټي کړي،هغه افغان مجاهد ولس چي قهرمانیو او قربانیو ته یې د امریکا، استرالیا، شمالي انتلانتیک،بالتیک اولویدیځي اروپا اکثرو یرغلګروهیوادونو سلامي وکړه او دافغانستان له خاوري ټیټي سترګي وشړل شول .

دوستم چي په اتیا یمه لسیزه کي یې  د ببرک او نجیب په قومانده په انتهایې ظلم او بربریت افغان مجاهد ولس تسلیم نه شوای کړای، نو اوس به څنګه د مفکر ترنیکټایې لاندي افغان غیور ولس ایل کړای شي؟.

دوستم دروان کال په اوړي کي په فاریاب او سرپل کي هم عملیات وکړل، خو پای یې د ګڼو وسله والوملیشو په مرګ ژوبلي او کابل ته د دوستم په تیښته منتج شو.

مفکر، دوستم او یرغلګرو باداران به یې دافغان ولس روانه سپېڅلې مبارزه تم نه کړای شي، دوی که هرڅومره زر او زور استعمال کړي، د لوی الله په مرسته به مخ توري شي او د افغان مجاهد ولس دتابع کولوخیال پلوونه به ګور ته یوسي. ان شاء الله تعالی