د مړو سوځول نه توجیه کیدونکی جرم دی 

میوند سادات پرون داسي راپورونه خپاره شول چي دکندها ر ولایت په بولدک ولسوالۍ کي دسرحدي لیوا مربوط عسکرو دطالبانو مړي سوځولي دي،د پیښي په اړه ویل شوي  چي  د یادي شوي ولسوالۍ دناوې په سیمه کي دطالبانو او سرحدي عسکرو ترمنځ دنښتي په ترڅ کي دوه تنه طالب جنګیالي وژل شوي ،ترجګړې وروسته  سرحدي […]

میوند سادات

پرون داسي راپورونه خپاره شول چي دکندها ر ولایت په بولدک ولسوالۍ کي دسرحدي لیوا مربوط عسکرو دطالبانو مړي سوځولي دي،د پیښي په اړه ویل شوي  چي  د یادي شوي ولسوالۍ دناوې په سیمه کي دطالبانو او سرحدي عسکرو ترمنځ دنښتي په ترڅ کي دوه تنه طالب جنګیالي وژل شوي ،ترجګړې وروسته  سرحدي عسکرو وژل شوي طالب جنګیالي د بولدک ولسوالۍ مرکز ته وړي او هلته یې سوځولي دي .

دسرحدي لیوا مشري دکندها ر امنیه قوماندان جنرا ل رازق کوي ، دنوموړی  په اړه  دبشر ي حقونو ګڼو سازمانونو  داسي اسناد او شواهد وړاندي کړي چي ښیې دغه بې سواده جنرال خپله او بانډ یې په اختطافونو، قاچاق ،غصب،بې محاکمې وژنو،سیاسي بندیانو ته په  حکومتي او شخصي زندانونوکي په مختلفو ډولونو شکنجه ورکولو او ډول ډول بشر ضد کړنو کي ښکېل دی،خو دبشري حقونو د ټولنو داعتراضونو سره سره رازق نه یوازي داچي له واکه لیري شوی او محاکمه شوی نه دی بلکي ورځ تربلي یې واک زیات شوی او لوړو پوسټونو ته ترفیع شوی دی .

رازق په کندهار کي د کرزي د مافیایې رژیم پیاوړې مهره وه،حتی والي ویسا یې په وړاندي خوله نشوای چوله ولای ، ویسا دکندها ر رسمي والي  یادیده خو  عملي چاري ټولي رزاق ترې یرغمل کړي وې رازق  دولا یتي ماڼۍ څخه بهر   دویسا څخه دمشورې اخیستلو ضرورت هم نه احساساوه اوټولي نظامي او ملکي چاري د رازق په خوښه او فرمایش ترسره کیدلې.

داشرف غني په راتګ سره دکندهار د مظلومو خلګو سره د ډیرو هیلو په سر کي یوه  لویه هیله داوه چي  غني به په کندها رکي  درازق بې سرحده او بې مسؤلیته راج ته د پای ټکي کښېږدي،  په ډيري خواشینۍ سره چي غني دکندهار ادارې له ملکي چارو څخه د رازق لاس په نسبي ډول لنډ کړ خو په  پوځي برخه کي یې چي ولس یې زیات له همدې لاري ځور ولی او ترې کړیږي  هماغسي بې مسؤلیته پرېښود،غني دولس سره دکړو ژمنو پر خلاف دجنوب  په څېر  دهیوادپه شمال او نورو برخو کي هم  نه یوزاي داچي   د رازق   په شان بې مسؤلیته واکمنان  له واکه ګوښه نه کړل ،بلکي درزاق،عطا نور او جنرال دوستم  غوندي بې مسؤلیته،په ظلم ،فساد او وژنو کي ریکارډ ماتونکو کسانودواک پرګدۍ یې نور هم د پیاوړیتا میخونه  وویشتل .

 په جنوب لویدیځه حوزه کي چي جنرال  رازق څومره  جرمونه او جنایتونه کړي که کره  اسناد او ارقام یې راټول شي یو ضخیم کتاب به ځني جوړ شي، خو دډیموکراسي اومطرح روشنګرۍ په قاموس کي دغه ډول جنایتکار ان اتلان بلل کیږي او له وحشي کړنو یې دفاع کیږي.دوی  په شعاري ډول بشري حقونه یادوي  خو که کړني یې مطالعه  شي سړی به وایې چي دغه خلګ دبشري حقونو په نوم  څه پیژني هم نه  .

په ۲۰۰۷ کال کي یو اسټرالیایې خبریال چي دامریکایې پوځیانو سره ملګری ؤ یو ه ویډیو خپره کړه په ویډیو کي ښکاري چي  یرغلګر عسکر دکندهار د شاولي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کي دافغانانو مړي سوځوي،که څه هم دیرغلګرو ځواکونو او داخلي عسکرو د جنایتونو ډیره زیاته برخه نه رسنیزه کیږي اوکه کومه حصه یې رسنیزه  هم شي  خلګ چنداني غوږ نه په ګروي خوهماغه مهال دیرغلګرو پوځیانو دغه کرغیړن عمل په لویه کچه وغندل شو .

د  جنرال رازق هم  د یرغلګرو  وحشي پوځیانو په پیروي دافغان ولس په ځورولو،بندي کولو او وژلو  زړه نه سړيږي  تر وژلو وروسته یې مړي سوځوي، په موټرو پسي یې کشوي  او په مختلفو شکلونویې سپکاوی کوي . د مړو سپکاوی  هغه ستر جرم دی چي په هیڅ ډول نه توجیه کیدی شي او نه یې هم عاملین بري کیدی شي داچي د مفکر تر نیکټایې لاندي دغه ډول جرمونه تکراریږي  دا بیا بیل بحث غواړي .