د درنو وسلو کارول دملکي زیانونو لوی علت 

میوند سادات ګډ حکومت په پیل کي ویرغلګرو ځواکونو ته د یو لړ امتیازاتو پر ورکړي  سربیره داخلي قواوو ته د ثقیله وسلو د استعمال امر  هم وکړ، په تېرو شپږو میاشتو کي دکورنیو عسکرود درنو وسلو په بریدونو کي ولسي وګړو ته ډیر زیات دسر زیانونه اوښتي دي،آن په یوه حمله کي پنځوس تنه […]

میوند سادات

ګډ حکومت په پیل کي ویرغلګرو ځواکونو ته د یو لړ امتیازاتو پر ورکړي  سربیره داخلي قواوو ته د ثقیله وسلو د استعمال امر  هم وکړ، په تېرو شپږو میاشتو کي دکورنیو عسکرود درنو وسلو په بریدونو کي ولسي وګړو ته ډیر زیات دسر زیانونه اوښتي دي،آن په یوه حمله کي پنځوس تنه ملکي وګړي شهیدان شوي او تر سل نفره ډیر  ټپیان شوي دي.

په دې وروستیو کي دحکومتي ځواکونو د توپخانې په ډزو کي د هیواد په مختلفو سیمو کي د ښځو اوکوچنیانو په ګډون ډیر ولسي هیوادوال  شهیدان شوي او ژوبل شوي دي .

 بي بي سي دولسي خلګو له خولې لیکي چي دجون په ۱۳مه   د هرات ولایت  دشنډنډ ولسوالۍ په زوال سیمه کي د داخلي عسکرو په ډزو کي نهه تنه ولسي وګړي وژل شوي او پنځلس نفره ژوبل شوي دي .

 دهرات  د والي ویاند احسان الله حیات وایې چي  دغه پیښه د حکومتي عسکرو او طالبانو ترمنځ جګړې په جریان کي رامنځته شوې اوتراوسه  دامعلومه نه ده چي ولسي خلګو ته زیان د کوم لوري له خوا اوښتی دی،خو دهرات ولایتي شوری پخواني غړي تور محمد ظریفي ویلي چي امنیتي ځواکونو بې له څېړني د خلګو پر کورونو هاوانونه اورولي دي ، د پیښي په غبرګون کي ولسي وګړي د شینډنډ ولسوالۍ مخ ته را غونډ شوي وو،دوی  د« مرګ بر اردو» شعارونه ورکول او ددغي  فاجعې د عاملینو دژر ترژره محاکمې غوښتنه یې کوله، دوی  واضح وویل چي ولسي خلګ د اردو د هاوانونه له امله وژل شوي دي .

دجون په ۱۴مه د غزني ولایت د قره باغ  ولسوالۍ کي د داخلي عسکرو دهاوان په ډزو کي دوې ښځي شهیداني شوې او د یوې ښځي په شمول درې کسان ژوبل شوي دي،د غزني مرستیال والي محمد علي احمدې دغه پیښه تائیدوي خو وایې چي تراوسه لا معلومه نه ده چي دطالبانو که ددوی د ځواکونو په ډزو کي ملکي خلګو ته زیان اوښتی دی،افغان اسلامي اژانس د قره باغ ولسوالۍ دشاغولو سیمي له یو اوسیدونکي (رحیم الله ) له قوله لیکي چي تېره شپه په سیمه کي د طالبانو او ملي اردو ترمنځ  نښته رامنځته شوه چي جنګ ختم شو د ملي اردو له خواپر سیمه توغندي وار شول چي له امله یې  ولسي  وګړو ته مرګ ژوبله  واوښتله .د غزني دولایتي شوری غړی عصمت الله جامرادوال هم مني چي د اردو په ډزوکي ولسي خلګو ته زیان اوښتی دی .

تېره اونۍ هم   د غزني ولایت د مرکز مربوط په نوغي کلي  کي داردو توپخانې په برید کي اووه تنه مليک هیوادوال شهیدان شول،پیښه داسي وه چي  د کورنیو عسکروهاوانونه پر یو کور چي دواده مراسم پکي دایر وو ولګیدل چي له کبله یې  اووه تنه ملکي هیوادوال ( احمد دشیرمحمدزوی، ذکی الله او رفیع الله د علم الدین زامن، میرزاخان د عبدالرحمن زوی، امیرمحمد دشیرآغا زوی، سميع الله او اخترمحمد) شهیدا ن شوي او دوه تنه نور ژوبل شوي دي .

 دروان (۲۰۱۵) کال په لومړۍ شپه  یوازي دهلمند ولایت په یوه ولسوالۍ کي د داخلي عسکرو په یوه برید کي یو سلو پنځوس تنه ولسي هیوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته ، پیښه داسي وه چي دسنګین والسوالۍ دساروان کلاپه باینزو سیمه کي دداخلي عسکروله خوا توغول شوي  توغندي  دمحمد اکاپرکور چي دزوی واده یې ؤ، و لګیدلې ، دځایې خلګو په ویناپه دغه بریدکي شپږ پنځوس  تنه ولسي هیوادوال چي زیاتره یې ښځي او ماشومان دي شهیدان شوي او تر سلو تنو ډیر ټپیان شوي دي .

دهلمند حکومتي چاراکوهم  منلې چي  دغه توغندویې بریدددوی  له لوري شوی  دی .

رسنیو پرون داسي راپورونه ورکړل چي لوی درستیز جنرال قدم شاه شهیم په شمال کي امنیتي ځواکونو ته ویلي چي «تاسي کولای شئ چي دمخالفینو پر ضد په خلاص لاس مځکني او هوایې  بریدونه وکړئ،پرتاسي د درنو وسلو دکارولو بندیز نشته،د شپنیو عملیاتو محدودیت نشته،تاسي د زنداني کیدو ډار لیري کړئ ، فکر مه کوئ چي له تاسو به څوک پوښتنه وکړي اوتاسي د مخالفینو پر ضد دهر ډول اقدام اجازه لرئ » .

وعسکرو ته  په اصطلاح د مخالفینو پر ضدد هر ډول قدام اجازه به دولسي مرګ ژوبلي ګراف نور هم لوړ کړي،ځکه داردو خورا غوښنه برخه  په نشه یې توکو او اخلاقي فساد روږدي  کسان تشکیلوي،نو ودغه ډو ل ځواک ته به د مخالفینو د ټکولو په نوم دولس وژني او ځوروني نوره هم پراخه زمینه برابره نه شي ؟!

زیاتره خلګ په دې باور دي چي  دملي اردو په نوم ځواک په واقعیت کي ملي اردو نه دی،ځکه دا څه رنګه ملي اردو دی چي  ولسي خلګ وژني اوملت ځوروي،د پورته ذکر شوو پیښو څخه پرته داسي راپورونه په وار وار خپاره شوي چي داردو عسکرو بې موجبه ولسي خلګ وژلي، بندیان کړي،لوټلي او ځورولي دي .

ګډحکومت د شنډنډ او قره باغ د وروستیو ملکي زیانونو په اړه داسي څرګنده کړه چي ګواتر اوسه لامعلومه نه ده چي ملکیانو ته زیان د کوم لوري له خوا رسیدلی، خو په  یادوو شوو پیښو کي ولسي خلګو په ډاګه کړه چي زیان د حکومتي عسکرو له خوا ورته رسیدلی دی، په تېره  شنډنډکي خو ملکي وګړو  دولسي مرګ ژوبلي په غبرګون کي داردو پر ضد مظاهره هم وکړه .