د اشرف غني خونخوارانو بیا کوم کوم کلي داړلي؟

زخمي افغان د طالبانو پوځي او سیاسي بریاوو د امریکا له ګوډاګیانو لوری لودن ورک کړی او اوس د وحشي ځناورو په شان هره شپه له خپلو غارونو راوځي. په بې دفاع کلیو چاپې وهي، د کلیوالو دروازې په بمونو الوځوي. جوماتونه او مدرسې له منځه وړي، کلیوال افغانان په نیمه شپه له ښځو او […]

زخمي افغان

د طالبانو پوځي او سیاسي بریاوو د امریکا له ګوډاګیانو لوری لودن ورک کړی او اوس د وحشي ځناورو په شان هره شپه له خپلو غارونو راوځي. په بې دفاع کلیو چاپې وهي، د کلیوالو دروازې په بمونو الوځوي. جوماتونه او مدرسې له منځه وړي، کلیوال افغانان په نیمه شپه له ښځو او ماشومانو سره له کورونو باسي، کورونه یې اول لوټوي او بیا یې چې خوښه شي  په بمونو یې هم الوځوي.

د قطعه خاص، کمانډو، ضربتیانو، صفر یک، صفر دو او په نورو نومونو د قاتلو ټوپکیانو دغه عملیات اوس د هرې ورځې خبره ده. چې رسنیو یې پرې ګونګه روژه نیولې او اشرف غني درګرده د افغان اولس معصومي وینې نوشوي.

په دې لیکنه کې درسره یوازې هغه معلومات شریکوو چې په تیرو دوو شپو کې د اشرف غني ځانګړو قاتلانو په بې دفاع کلیو هجوم وروړی او لسګونه کورونه یې کنډواله کړي دي.

د شنبې په شپه ۱۲ بجې د چټک غبرګون خونخوارانو د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ په څو کلیو چاپې ووهلې. په نیمه شپه د پتمنو کلیوالو په کورونو د غلو غوندې ورواوښتل، بې وسه کلیوال، ښځې او ماشومان یې د خوب له بسترو پاڅول. له کورونه یې بهر کړل او د شنبې تر ماسپښین پورې یې د ټوپکو تر شپیلیو لاندې برمته کینولي ول. ګوډاګیو قاتلانو درې تنه عام وګړي په خپلو کورونو کې شهیدان او درې نور یې ټپيان کړل. پنځه کورونه یې لومړی لوټ او بیا په بشپړ ډول وسوځول او د کلیوالو درې تراکتورونه یې د اور په لمبو کې لولپه کړل. د اشرف غني قاتلانو په صبریو کې دا جنایت داسې مهال ترسره کړ، چې له همدې یوه شپه وړاندې د جمعې په شپه یې د پکتیاولایت د جاني خیلو ولسوالۍ د تنګي پړوخیلو د سیمې له اوسیدونکو سره کټ مټ همداسې جنایت ترسره کړی و. هلته یې هم د غازي ګل او وفادار په نوم دوه بې ګناه کلیوال چارماري او شهیدان کړي، د کلیوالو پنځه کورونه یې په بمونو الوځولي او د ۱ موټر او ۱ موټر سایکل په شمول یې د کلیوال ډیر کورني اموال سوځولي وو.

د شنبې په شپه د خوست غوندې په هلمند کې هم اشغالګرو او ګوډاګیو قاتلانو په اولس کربلا جوړه کړې وه. په دې شپه اشغالګرو او ګوډاګیانو د سنګین د  څاروان قلعه ، پوزکي ، خانانو اوبارکزیو  پر کلیو د شپې ۹ بجې له چورلکو څخه په استفاده هجوم ورووړ. ټوله شپه یې په کلیو کې زړه بوږنوونکي جنایات ترسره کړل. دیوې کورنۍ  د ۵ تنه نارینه ؤ په شمول یې ۱۱ تنه ښځي او ماشومان شهیدان دغه راز یې  ۹ تنه ماشومان ۶ ښځې اویو سړی  زخمیان کړل . بې رحمه قاتلانو په آخر کې د اولس د سر او ځان په شان له مال او جایداد سره هم خپله دښمني ثابته کړه د کلیوالو  یو مسجد ۳ کورونه ، ۲ دوکانونه  او ۸ موټر یې وسوځول او بیا له سیمې په څرخکو کې والوتل. د سنګین جنایت په داسې حال کې وشو چې تر دې چاپې څو ساعته وړاندې د هلمندپه ګرمسیر کې اشغالګرو په هوایي برید کې یو کور نړولی او یوه ښځه او یوه کوچنۍ ماشومه یې ټپیان کړي وو.

د شنبې په همدې شپه د هلمند او خوست غوندې په پکتیا کې هم د اشرف غني ځانګړو قاتلانو د اولس وژنې لوبه ګرمه ساتلې وه. د  پکتیا د اریوب ځاځي ولسوالۍ د کڅکي په کلي ځانګړو قاتلانو چاپه ووهله، کلیوال یې په واورین موسم کې په نیمه شپه له کورونو بهر کړل، کورونه یې د تلاشۍ په نوم لوټ تالان او د نغدو پیسو اوقیمتي زیوراتو په شمول یې د وطن د خویندو میندو شتمنۍ غلا کړې، وروسته یې درې تنه بې ګناه کلیوال لاستړلي له ځان سره یووړل.

دا چې د اشرف غني خروړو قاتلانو به تیره شپه ( د یک شنبې شپه)  بیا د وطن کوم کوم کلي داړلي او د اولس په وینو او غوښو به یې ژامې ټکولې وي تر اوسه یې پوره معلومات نه دي راغلي. البته تر اوسه د تیرې شپې د دوو چاپو خبر راغلی. په کونړکې تېره شپه  نهه نیمي بجې وحشي چاپه مارانو د مروروې ولسوالۍ د پیتاو په کلي داړه وهلې. درې تنه کلیوال افغانان یې په خپلو کورونوکې ویشتلي او شهیدان کړي، د ټول کلي دروازې یې ماتې کړې، له کورونو یې غلاوې هم کړې او څو موټر یې سوځولي دي.

بل خوا تېره شپه د پکتیاولایت د زرمت ولسوالۍ د کوهي په کلي هم خونخوارو قاتلانو چاپه وهلې، د خلکود کورونو دروازې یې ماتې کړي، د مدرسې یو استاد یې له ځان سره وړی او خلکو ته یې دروند مالي زیان اړولی دی.

د کلیوالو افغانانو سره دغه وړ جنایت اوس د هرې ورځې معمول دی. د کمانډو، سپشل فورس، ضربتیانو او نورو نومونو ځانګړي قاتلان د امریکایي اشغالګرو په مرسته هره شپه د وطن څو کلي هدف ګرځوي. بې ګناه وګړي وژني، ځورویې، مالونه او پیسې یې لوټوي او هر ډول زیان یې چې په وس پوره ورته رسوي یې. د دې ناتمام جنایت بل اړخ دا دی چې رسنیو او د بشر د حق، تمدن او انسانیت دعوه درانو هم پرې ځانونه کاڼه او ړانده اچولي. د دې بوږنوونکو جنایاتو خبرونه یوازې د طالبانو په رسمي پاڼه( الاماره) د کوچني خبر په ډول تیریږي او هیریږي. له الله تعالی پرته هیڅوک نشته چې د دې دربدره او هره ورځ قتلیدونکي اولس غږ واوري او یا یې هم په ماتم ور شریک شي.