حکومت د طالبانو غچ له ملکي وګړو څخه اخلي 

سید سعید په تېرو دروو میاشتو کي ګډ حکومت د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کي په مختلفو نومونو عملیات شروع کړل،د بیلګې په توګه په هلمند کي د ذوالفقار او په غزني کي د خنجر په نوم عملیات یاد ولای شو، د ذوالفقار عملیات تر پنځوس ورځو پوري وغځیدل او دخنجر عملیاتو اووه لس ورځي […]

سید سعید

په تېرو دروو میاشتو کي ګډ حکومت د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کي په مختلفو نومونو عملیات شروع کړل،د بیلګې په توګه په هلمند کي د ذوالفقار او په غزني کي د خنجر په نوم عملیات یاد ولای شو، د ذوالفقار عملیات تر پنځوس ورځو پوري وغځیدل او دخنجر عملیاتو اووه لس ورځي جریان درلود.

په دې عملیاتو کي د جګړې دواړو غاړو یو بل ته ددرنو تلفاتو اړولوراپورونه ورکول او د ګڼو سیمو دلاندي کولو دعوې یې کولې، خو وروسته په یادوو شوو دواړو محاذونو کي حکومت ومنل چي ځواکونه یې پر شا شوي او طالبانو بیاد هلمند د سنګین ولسوالۍ او د غزني د ناوې ولسوالۍ د ساتلو تر څنګ د ګنو نورو سیمو دنیولو راپورونه هم ورکړل، دلته موږ د ښکېلو غاړو د تلفاتو، لاسته راوړنو او بایلونو په اړه بحث نه کوو، صرف دولسي وګړو هغو زیانونو ته لنډه کتنه کوو چي دوی یې د عیني شاهدانو په توګه ګواهي ورکوي .

د سنګین ولسوالۍ قومي مشرانو او دهلمند سره تړاو لرونکود ولسي جرګې ځینو غړو شکایت وکړ چي دحکومت له لوري په  ذوالفقار عملیاتو کي ملکي خلګو ته ډیر زیات زیانونه رسیدلي دي، دوی له رسنیو سره خبرو کي وویل چي دهلمند ولایت په سنګین  ولسوالۍ کي دکورنیو عسکرود‌ذوالفقار په نوم عملیاتوکي دسلهاوو ملکي خلګو کورونه نړول شوي دي ،دسنګین ولسوالۍ په کښته خوا کي دلس کیلومتره په اوږدو کي دخلکو کورونه په بلډوزونو ویجاړشوي او دوی یواځي خپل ځانونه ایستلي نور یې دکورونو ټول  شیان تر خارو لاندي شوي دي.

ولسي خلګو دحکومت له لوري دورانو شوو کورونوشمېر اوموقعیت په لاندي ډول  بیان کړی.

دحاجي نعمت الله ، پیروزو ،حاجي ظاهر شیله، چمنان ، حاجي عبدالرحمن کلي ، احمدزو،دحاجي میرا جان کلي ،حاجي شاغاسي اکا کلي ،حاجي محمد ګل کلي،حاجي خدایداد کلي ،حاجي ګل شیله ،حاجي حمید اکا شیله ،حاجي ګل بابا شیله ،حاجي دراني شیله ، شکر شیله ، حاجي رحم الدین کلي ،حاجي ملاصمد کلي ،حاجي لالي اغا کلي،سره موسی جان کلي ، بریښناکوټ څخه  لاندي دوه کلي  اوپه ځینو نورو سیمو اوکلیوکي حکومتي عسکرودولسي خلګوپنځلس سوه(۱۵۰۰)  کورونه په بلډوزرونو ویجاړ کړي دي.

دسیمه ییزو خلګو په وینا چي تر کابل اوکندهاره یې منډي ترړي کړي، مرکزي حکومت یې  دورسره شوي ظلم څخه خبر کړی خوپه خبره یې چي تر اوسه یې ږغ نه دی اوریدل شوی .

دروان ( ۲۰۱۵،ز) کال د فبروري  دمیاشتي په لومړۍ نیټه دفاریاب ولایت دقیصار ولسوالي په نهرین سیمه کي وروسته له هغه چي دطالبانو اوداخلي عسکرو تر منځ نښته وشوه ، کورنیو عسکرودولسي خلګو پر کورونو حمله کړې ، دیوې ښځي اوماشوم په شمول یې څلور تنه  شهیدان کړي  او دملکي هیوادوالودوه سوه ( ۲۰۰) کورونه  یې  سوځولي دي .

دمارچ په ۱۷مه دکندهارولایت  د میوند ولسوالۍ په  سره بغل اومیوندکلي کي   داخلي عسکرو او اربکیانودطالبانو سره تر جګړې وروسته دوه تنه ولسي وګړي شهیدان کړي ، دعیني شاهدانو په ویناعسکرو دخلګوشل عرادې موټر سایکلونه، پنځه موټران، دبرمو ماشینان اوګڼي برقي شمسیاني له ځان سره وړي دي .

دمارچ په ۲۶مه د لوګر د څرخ او د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسیدونکو رسنیو ته ویلي چي :  ملي اردو، پولیس او اربکیان یې  دعملیاتوپه نامه ځور وي، بندیانوي اوله کورونو یې قیمتي شیان او دښځو ګېڼې وړي، دوی  له دولته غوښتي چي ژر تر ژره دي دخلګو دځورولومخه ونیسي .

دمارچ په ۲۹ مه د غزني په ښار کي ولسي خلګودوالي ددفتر مخ  ته مظاهره وکړه ، خلګووویل چي: ددغه ولايت  په اندړو او ده يک ولسواليو کي دداخلي عسکروپه عملیاتوکي تر دې دمه تراویا تنه زیات ملکي وګړي شهیدان او ژوبل شوي دي ،دولسي خلګو همدغه ادعا دغزني ولایتي چارواکو هم منلې ده.

داپریل په ۲۷ مه رسنیو خبر ورکړ چي : دغزني ولایت په مقر ، ګیلان او ناوه ولسوالیو کي د داخلي ځواکونو دخنجر په نوم عملیاتو کي ولسي خلګو ته پراخ زیانونه رسیدلي دي، په خبر کي دملکي وګړو له خولې ویل شوي چي: داردوعسکر،پولیس او اربکیان یې له کورونو څخه ښځي ،ماشومان او بوډاګان په زوره  باسي، دکور قیمتي شیان له ځان سره خپلو پوستو ته وړي او بیا دخلګوکورونه  ورنړوي،په خبر کي دعیني شاهدانو له قوله ویل شوي چي په دغو عملیاتو کي دولسي خلګو په لسهاوو کورونه ویجاړ شوي اوخلګ یې له طالبانو سره د همکارۍ په تور  له خپلو سیموڅخه شړل شوي دي .

دمئ په ۲۰ مه د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ خلګو ویلي چي : د ګډ حکومت په عملیاتو کي چي د تېرو شلو ورځو راهیسي په سیمه کي روان دي تردې دمه  لس تنه ولسي وګړي شهیدان شوي او اته ویشت تنه ژوبل شوي دي،دوی وایې چي  عسکر د طالبانو سره د مخامخ کیدلو توان نه لري له خپلو پوستو څخه پر ولس میشتو سیمو دهاوان مرمۍ اوروي چي په پایله کي یې پورته ذکر شوي ملکي زیانونه رامنځته شوي دي .

ملکي وګړي وایې چي : « د حکومتي ځواکونو په طالبانو وس نه رسیږي،خوپه  ولسي خلګو بیا پوره غښتلي دي، عسکر د طالبانو سره د مخامخ جګړې زړه نشي کولای،چي  طالبان  بریدونه ورباندي وکړي،دوی د خلګو پر کورونو د سپکو او درنو وسلو ډزو ته زور ورکړي اوکوم وخت چي د تلفاتو سره مخ شي د طالبانو غچ له ملکي خلګو څخه اخلي » .

د ملکي وګړو په نښه کول، کورونه ورانول او فصلونه له منځه وړل  د جینوا د کنوانسیون ښکاره مخالفت او جوت جنګي جنایت دی، د ګډ حکومت مشرانو ته پکار ده چي تر هرڅه  ژر  خپل وسله وال ځواکونه او بانډونه د ولس له ځورونو څخه را وګرځوي او ککړو جنرالانو او پوځیانو ته سزا ورکړي، کنه دولس د غچ اخیستني توپان به یې واکمني د لاډیرو ستونزو او ننګونو سره مخ کړي .