جنگي جنایتونه (ډسمبر)

سید سعید د تیر(  ۲۰۱۵ز) کال د ډسمبر دمیاشتي په لومړۍ نیټه ماښام مهال  د ننګرهار ولایت د غني خیلو ولسوالۍ په  سیاه چوب سیمه کي داخلي عسکرو د ملکي خلکو په کورونو چاپه وهلې، د خلکو کورونه یې تلاشي کړي، خلک یې وهلي،څلور نفره ملکي هیوادوال یې بندیان کړي او د خلګو ځیني شیان […]

سید سعید

د تیر(  ۲۰۱۵ز) کال د ډسمبر دمیاشتي په لومړۍ نیټه ماښام مهال  د ننګرهار ولایت د غني خیلو ولسوالۍ په  سیاه چوب سیمه کي داخلي عسکرو د ملکي خلکو په کورونو چاپه وهلې، د خلکو کورونه یې تلاشي کړي، خلک یې وهلي،څلور نفره ملکي هیوادوال یې بندیان کړي او د خلګو ځیني شیان یې هم له ځان سره وړي دي.

د ډسمبر په ۳مه دزابل ولایت د شینکۍ ولسوالۍ په ډب  سیمه کي د داخلي عسکرو دهاوان په یوه مرمۍ چي  دسیلاني اکا په کور لګیدلې دنوموړي میرمن شهیده شوې ده.

د ډسمبر په ۴مه  د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ په اوتړیو کلي کي دکورنیو عسکرو په یو توغندیز برید کي لس تنه ولسي هیوادوال شهیدان او اته  تنه ټپیان شوي دي، په شهیدانو او زخمیانو کي ماشومان هم شامل دي.د عیني شاهدانو په ویناپیښه په داسي حال کي رامنځته شوې چي خلګ د مسجد مخته راټول شوي وو، اور ته یې ځانونه ګرمول چي د اردو د عسکرو له قرار ګاه څخه هاوان راغلی د خلګو په منځ کي ولګید او له امله یې پورته ذکر شوې مرګ ژوبله ولسي خلګو ته واوښته. خلګو د همدې پیښي په غبرګون کي د کابل – کندهار لویه لار تر څو ساعتونو پوري د ترافیکو پر مخ تړلې وه،د حکومت پرضد یې شعارونه ورکول او د خپلو خلګو دوژنکو د محاکمې غوښتنه یې کوله. دمیدان وردګ ولایتي چارواکو هم دغه پیښه تائید کړې ده.

د ډسمبر په ۵مه د کندزولایت د چهاردرې ولسوالۍ په مربوطاتو کي اربکیانو یو ملکي وګړی شهید کړی او یو بل تن ټپي کړی دی.

د ډسمبر په ۱۲مه دهلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ د هدرې په سیمه کي په یو کور کي د داخلي عسکرو دهاوان د یو ې مرمۍ د لګیدو له امله یوځوان، یوه میرمن اودوه تنه ماشومان شهیدان شوي دي.

د ډسمبر په ۱۴مه د کندز ولایت د دښت ارچي ولسوالۍ  د کلباد په سیمه کي اشغالګرو او داخلي عسکرو دولسي خلګو په کورونود چاپې په مهال یو ملکي وګړی ( دلدار) شهید کړی دی.

د ډسمبر په ۱۴مه  د غزني ولا یت ددیک ولسوالۍ په شیراکلا کي اشغالګرو د داخلي عسکرو په ملتیا دشپې مهال  دخلګو په کورنو چاپه وهلې، د ځایې اوسیدونکو په وینا یرغلګرو او کورنیو عسکرویې کورونه په خورا وحشیانه ډول تلاشي کړي، وروسته یې په سیمه کي پر یو جومات بمبار کړی،د مسجد امام ( مولوي نصر الله )، یو تن کلیوال (محمد عمر جان) او څلور تنه د مدرسې زده کونکي یې شهیدان کړي دي.

د ډسمبر په ۱۵مه سهار چي خلګو د یادوو شوو شهیدانو جنازې د همدې ولسوالۍ د تاسن کلي هدیرې ته دتدفین لپاره انتقال کړي،  داخلي  عسکرو د جنازو پرمراسمو برید کړی، د حاجي محمد شاه خان په نوم یو ګډونوال  یې شهید کړی او حاجي محمد شریف او محمد نبي یې ژوبل کړي دي.

د  دسمبر په ۱۶مه یرغلګرو ځواکونو دشپنیو علیماتو په لړ کي دهلمند ولایت د خانشین ولسوالۍ په  قلعه نو سیمه کي  د یوې چاپې په مهال څلور تنه ولسي هیوادوال شهیدان کړي دي.

د ډسمبر په ۱۶مه  د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ په  چهاردهي سیمه کي یرغلګرو پوځیانو د ملکي خلګو پرکورنو د چاپې پرمهال خلګ وهلي،ځورولي،یو تن ولسي وګړی یې شهید کړی او دوه کسان یې ټپیان کړي چي همدغه ژوبل کړي کسان یې د ځان سره د بندیانو په توګه هم وړي دي.

د ډسمبر په ۲۲مه  د جوزجان ولایت د فیض اباد ولسوالۍ په  کوکلداش کلي کي اربکیانو یوه پنځوس کلنه میرمن او زوی یې شهیدان کړي دي.

د ډسمبر په ۲۲مه  د ننګرهارولایت د غني خیلو ولسوالۍ د ډاګي په سیمه کي کورنیو عسکرو دعلمیاتو په مهال د خلګو کورونه تلاشي کړي، خلګ یې وهلي ا واخر کي یې دوه تنه ولسي وګړي بندیان کړي دي.

د ډسمبر په ۲۸ مه دهلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ بازار ته څیرمه په چیناري سیمه کي یرغلګرو د داخلي عسکرو په ملتیا چاپه وهلې، یوتن کلیوال یې  زخمي کړی اویو عام وګړی او په سیمه کي دیو  روغتون دوه تنه ډاکتران یې د بندیانو په توګه له ځان سره وړي دي.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،خبریال ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]