نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
سید سعید دروان (۲۰۱۵) کال دسپټمبر دمیاشتي په لومړۍ نیټه د ميدان وردګ ولايت دسیداباد ولسوالۍ په اتړیو کلي کي دکورنیو عسکرو دهاوان مرمۍ د (ګل جان)په کورکې لګيدلي، په یاده شوې پیښه کي دنوموړي کور تخریب شوی، دوې لورګاني یې شهیداني شوې او یوه وریره او زوم یې ټپیان شوي دي . دسپټمبر په […]
سید سعید
دروان (۲۰۱۵) کال دسپټمبر دمیاشتي په لومړۍ نیټه د ميدان وردګ ولايت دسیداباد ولسوالۍ په اتړیو کلي کي دکورنیو عسکرو دهاوان مرمۍ د (ګل جان)په کورکې لګيدلي، په یاده شوې پیښه کي دنوموړي کور تخریب شوی، دوې لورګاني یې شهیداني شوې او یوه وریره او زوم یې ټپیان شوي دي .
دسپټمبر په لومړۍ نیټه ماښام دفراه ولایت د ګلستان ولسوالۍ په بغال سیمه کي د کورنیو عسکرو دهاوان په ډزو کي یو ماشوم شهید شوی دی .
دسپټمبر په ۲مه شپه دهلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د توغي په سیمه کې دکورنیو عسکرو ډیسي توپ دحاجي شاه ولي په جامع مسجد لګیدلی،په دغه حادثه کي د جومات یوه برخه تخریب شوې او پنځه تنه لمونځ کونکي پکي ټپیان شوي دي .
د سپټمبر په ۲مه دکاپساولايت د تګاب ولسوالۍ په سه پدراوشاه خيلوکليوکي دداخلي عسکرو دهاوان په ډزو کي یوه ښځه او درې ماشومان ژوبل شوي دي .
دسپټمبر په ۳مه داروزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ په زرتالي سیمه کي د کورنیو عسکرو په ډزو کي در ې تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي او دوه تنه ټپیان شوي دي .
دسپټمبر په ۵مه د غزني ولایت د شلګر ولسوالۍ په مربوطاتو کي اربکیانو یو ملا امام شهید کړی دی .
دسپټمبر په ۶مه رسنیو خبر ورکړ چي دلوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د زرغون ښار په سیمه کي د کورنیو عسکرو په علیماتو او هوایې ډزو کي اووه تنې ښځي،پنځه ماشومان شهیدان شوي او پنځلس تنه ولسي هیوادوال ژوبل شوي دي .
دسپټمبر په ۶مه دهلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ له غره سره داخلي عسکرو دوه تنه ملکي وګړي( محمدخان ولد حاجي اسماعیل او صمدجان ولد حاجي اختر) شهیدان کړي دي .
دسپټمبر په ۷مه یرغلګرو ځواکونو دشپنیو عملیاتو په لړ کي دکندهارولایت د خاکریز ولسوالۍ په ساګۍ سیمه چاپه وهلې،د ولسي خلګو اته عرادې موټر سایکلونه یې سوځولي او لس تنه ملکي وګړي چي زیاتره یې بزګران دي د بندیانو په توګه له ځان سره وړي دي .
دسپټمبر په ۱۰مه دپکتیا ولایت د پټان ولسوالۍ په نوي کلي کي دهستوګني پر سیمه د داخلي عسکرو دهاوان مرمۍ لګیدلي، یو ملکي وګړی پکي شهید شوی او درې میرمني ژوبلي شوي دي .
دسپټمبر په ۱۵مه د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ په ګوډلو سيمه کي د ځایې عسکرو د هاوان یوه مرمۍ پر یو کور لګیدلې،یوه میرمن پکي شهیده شوې او یوه بله ټپي شوې ده .
دسپټمبر په ۱۵مه دبادغیس ولایت د سنګ آتش ولسوالۍ د آب کمري دپدي په سیمه کې د کورنیو عسکرو په یو هوایې برید کي یوه میرمن شهیده شوې او درې سړي ټپیان شوي دي .
دسپټمبر په ۱۶مه د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په ګلداد خېلو سمه کي د کورنیو عسکرو د هاوان په ډزو کي دوه تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي .
دسپټمبر په ۱۷مه شپه د غزني ولايت د شلګر ولسوالۍ په منار کلي کې اربکیان د یو ملکي وګړي( ملتان) کور ته ورغلي، نوموړی یې له کوره ایستلی او په ابراهيم خيل سيمه کي یې شهید کړی دی .
د سپټمبر په ۱۷مه دکندهار ولایت د میوند ولسوالۍ په ریګن سیمه کي داخلي عسکرو د څو ورځینو عملیاتو وروسته د یادي شوې سیمي بازار ، دخلګو کورونه، دوه عرادي تراکتوران اویوسراچه موټر سوځولي او دخلګو له کرونو یې قیمتي شیان او نغدي پیسې وړي دي .
دسپټمبر په ۱۸مه د ننګرهار ولایت د سرخ رود ولسوالۍ په شمپشور سیمه کي د داخلي عسکرو په ډزوکي دوه ولسي وګړي ژوبل شوي دي .
دسپټمبر په ۱۹ مه د غزني ولايت د ده يک ولسوالۍ په عالم کلا باندي اربکیانود هاوانونوبرید کړی، د برید په ترڅ کي یوه مرمۍ د حاجي رحيم الله په کور لګيد لې،دوه ماشومان یې پکي شهیدان شوي او څلور ژوبل شوي دي .
دسپټمبر په ۲۰ مه د پکتيا ولايت د پټان ولسوالۍ په مربوطاتو کي د کورنیو عسکرو په ډزو کي یو ملکي وګړی شهید شوی دی .
دسپټمبر په ۲۳مه دفراه ولایت د فراه رود ولسوالۍ په بازارکې داخلي عسکرواتیا تنه ملکي هیوادوال چي سپین ږیري او ملا امامان هم پکي شامل دي له کورونو اومسجدونوڅخه را ایستلي او دبندیانو په توګه یې له ځان سره بیولي دي .
دسپټمبر په ۲۳مه د کونړ ولايت د دانګام ولسوالۍ په مناګي سيمه کي د داخلي عسکرو د ثقیله وسلو په ډزوکي دوه ماشومان ژوبل شوي او خلګو ته مالي زیانونه رسیدلي دي .
مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،خبریال ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.