جنگي جنایتونه( اپریل)

سید سعید د روان( ۲۰۱۶،ز) کال د اپریل دمیاشتي په ۴مه نیټه د غزني ولایت دشلګر ولسوالۍ په په سیني کلي کي داخلي عسکرو یو ملکي وګړی( یوسف) په خپل کور کي شهید کړی دی. د اپریل په ۵مه افغان اسلامي اژنس خبر ورکړ چي د خوست ښار دمتون سیمي په یلګي کلي کي دځانګړو […]

سید سعید

د روان( ۲۰۱۶،ز) کال د اپریل دمیاشتي په ۴مه نیټه د غزني ولایت دشلګر ولسوالۍ په په سیني کلي کي داخلي عسکرو یو ملکي وګړی( یوسف) په خپل کور کي شهید کړی دی.

د اپریل په ۵مه افغان اسلامي اژنس خبر ورکړ چي د خوست ښار دمتون سیمي په یلګي کلي کي دځانګړو ځواکونو قوماندان مروت پر یو کور دیرغل په مهال دوې ښځي شهیداني کړي،دوې میرمني او یو سړی یې ژوبل کړی دی،قاتل (مروت) په خوست کي دهغو ملېشو چي په کمپاین ځواکونو شهرت لري قوماندان دی، دغه ملېشې دیرغلګرو له لوري رامنځته شوي او دهغوی له خوا اکمالیږي،د خوست امنیه قوماندان فیض غیرت هم یاده شوې پیښه تائید کړې ده.

د اپریل په ۷مه  د پکتیکا ولایت  په ګومل ولسوالۍ کي یرغلګرو د بې پیلوټه الوتکي په برید کي د قومي مخورو په ګډون  نولس تنه ملکي هیوادوال شهیدان کړي، د ځایې خلګو په وینا په نښه شوي کسان په ۳ موټرو کي سپاره، په سیمه کي د دوو قومونو دخپلمنځي شخړي دحل په موخه روان وو چي د پیښي ښکار شول.

د اپریل په ۷مه  د ننګرهار ولایت پچیرآګام ولسوالۍ پچیر مارکیټ ته څیرمه  اشغالګرو دملکي وګړو دسپرلۍ موټر باندي ډرون برید کړی، په دغه برید کي دیني عالم مولوي عبدالسلام او پیر قمرالدین شهیدان شوي او درې تنه نور ولسي وګړي ژوبل شوي دي.

د اپریل په ۹مه د  کندزولایت مرکز اړوند د کته خیلو په سیمه کي داخلي عسکرو دخلګو پرکورنو چاپې وهلي،  دخلګو له کورنو یې قیمتي شیان وړي او لس تنه ولسي وګړي یې بندیان کړي دي.

د اپریل په ۱۲مه د لغمان ولایت مرکز( مهترلام ) په  بسرام سیمه کي د داخلي عسکرو دهاوان یوه مرمۍ پر یو ه ښوونځی لګیدلې،دوه زده کونکي پکي شهیدان شوي او درې تنه ټپیان شوي دي.

د اپریل په ۱۲مه دکندهارولایت د خاکریز ولسوالۍ په  ساګي سیمه کي داخلي سپیشل فورس عسکرو دچاپې په مهال دسیمي ملا امام شهید کړی او دولس تنه ملکي هیوادوال یې بندیان کړي دي.

د اپریل په ۱۳مه  دکندزولایت د امام صاحب ولسوالۍ په  قطربلاق سیمه کي اربکیانو د ملکي خلکو یو سراچه ډوله موټر لومړی تلاشي کړی، تر روانیدو وروسته یې ډزي پر ې کړي، دوه تنه سپرلۍ پکي شهیدان شوي او څلور کسان ټپیان شوي دي.

د اپریل په ۱۳مه دهلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په  حیدراباد سیمه کي یرغلګرو ځواکونو د داخلي عسکرو په ملتیا دچاپې په مهال شپاړس تنه ولسي هیوادوال د بندیانو په توګه له ځان سره وړي دي.

د اپریل په ۱۴مه دزابل ولایت  مرکز(قلات) د سینک دپوستې عسکرو یو ملکي وګړی( عبدالغني) خپلي پوستې ته څېرمه شهید کړی دی.

داپریل په ۱۶مه یرغلګرو ځواکونو د داخلي عسکرو په ملتیا د شپنیو عملیاتو په لړ کي د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ په مربوطاتو کي لس تنه ولسي وګړي شهیدان کړي او دوه تنه یې بندیان کړ ي دي،د عیني شاهدانو په وینا اشغالګرو او کورني عسکرو په یوه کور کي اووه تنه ملکي وګړي دښځو او ماشومانو په ګډون له خوبه راویښ کړي او بیا یې پیر کړي چي ټول شهیدان شوي دي،همداراز بهرینو او کورنیو عسکرو په دغو عملیاتوکي  ددوو نورو کورونو درې تنه ولسي ګړي هم شهیدان کړي دي.

د اپریل په ۱۶مه دفراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په ګراني سیمه کي اربکیانو دخپل قوماندان دوژني په غچ کي یو دولس کلن ماشوم( ناصر جان) شهید کړی دی.

داپریل په ۱۷مه یرغلګرو ځواکونو دشپنیو عملیاتو په لړ کي دکندهارولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ د ویاني  اولنډي کاریز په سیموکي دخلګو پرکورونو چاپې وهلې،د خلګو نقلیه وسایط یې سوځولي او دوه تنه ولسي وګړي یې  دبندیانو په توګه له ځان سره وړي دي.

د اپریل په ۲۰مه  دکندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ کي داخلي عسکرو د ملکي خلکوپه کورونو د درنو وسلوپه  بریدونو کي دوې ښځي شهیداني کړي او شپږ تنه ماشومان او میرمني یې ټپیاني کړي دي.

د اپریل په ۲۰مه  دبدخشان ولایت دیمګان ولسوالۍ په مرکز کي داخلي ځواکونو دخلګو پرکورنو بمباري او د توپچي ډزي کړي،په یادشوو حملو کي څلور کورونه ویجاړ شوي،یوه ښځه او دوه ماشومان شهیدان شوي او دوې میرمني ټپیاني شوي دي.

داپریل په ۲۰مه د کندز ولایت د چاردرې ولسوالۍ په نهرصوفي سیمه کي د داخلي عسکرو دلویو وسلو په ډزوکي یو ملکي وګړی شهید شوی او بل ژوبل شوی دی.

د اپریل په ۲۰مه دفاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ په جرقلعه سیمه کي د کورنیو عسکرو د ډیسي توپ دلګیدو له امله یو لس کلن ماشوم شهید شوی دی.

داپریل په ۲۱مه  د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ په نو رکلي کي د اخلي عسکرو دشپنیو عملیاتو په مهال د یوه کور درې تنه غړي شهیدان کړي او یوه نجلۍ یې ژوبله کړې ده، همدارنګه کورنیو عسکرو په دغو عملیاتو کي اته تنه ولسي وګړي بندیان کړي هم دي.عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چي عسکرو یې کورونه تلاشي کړي،دوی یې سخت وهلي،ځیني کلیوال یې شهیدان او بندیان کړي او بیا له سیمي تللي دي.د صبریو ولسوال اغا جان هم  د کورنیو عسکرو له خوا دغه کړنه تائید کړې ده.

د اپریل په ۲۲مه  د جوزجان ولایت په اقچه اومردیان ولسوالیوکي دجنرال دوستم وسله والو دخلګو له  کورونو څخه دتلاشیو په مهال قیمتي شیان وړي،خلګ یې وهلي،په وهلو کي یې ددرو تنو ماشومانو لاسونه مات کړي او پنځه تنه ولسي وګړي یې بندیان کړي دي.

د اپریل په ۲۴مه د پکتیا ولایت په  سید کرم ولسوالۍ کي اربکیانو د مسک کاريز په ښوونځي کي یو ښوونکی (خيالي مرجان) شهید کړی دی.

د اپریل په ۲۹مه  دغزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ په  ضابط کلي کي اربکیانو یوشپیته کلن سپین ږیری (محب الله) شهید کړی دی.

داپریل په ۳۰مه د هلمند ولايت وياند عمر ځواک رسنيو ته ويلي، چي د هلمند په سويل کي دامنیتي عسکرو په یو توغندیز برید کي دوه ماشومان شهیدان شوي دي.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک ،خبریال  ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]