جنګي جنایتونه( نومبر)

سید سعید د ۲۰۱۹ز، کال د نومبر دمیاشتې په لومړۍ نیټه دهرات ولایت دشینډنډ ولسوالۍ په  پرمکان سیمه کې یرغلګرو دچاپې په مهال یو ښځه شهیده کړې او درې تنه کلیوال یې بندیان کړي دي.  د نومبر په ۲مه د بلخ ولایت د چاهي ولسوالۍ په مربوطاتو کې ګډو ځواکونو د چاپې په مهال دکورونو […]

سید سعید

د ۲۰۱۹ز، کال د نومبر دمیاشتې په لومړۍ نیټه دهرات ولایت دشینډنډ ولسوالۍ په  پرمکان سیمه کې یرغلګرو دچاپې په مهال یو ښځه شهیده کړې او درې تنه کلیوال یې بندیان کړي دي.

 د نومبر په ۲مه د بلخ ولایت د چاهي ولسوالۍ په مربوطاتو کې ګډو ځواکونو د چاپې په مهال دکورونو دروازې ماتې کړې، ګڼ شمېر خلک یې ځورلي، څلور تنه یې بندیان کړي او دوه نفره ملکي وګړي یې شهیدان کړي دي.

د نومبر په ۲مه دهلمند ولایت دموسی کلا ولسوالۍ د ښاره رګي په سیمه کې اشغالګرو او داخلي عسکرو دولسي وګړو پر کورونو چاپه وهلې، قیمتي توکي یې ترې وړي او دکلي ملا امام یې له دوو زده کونکو سره یو ځاي شهید کړی دی.

دنومبر په ۳مه دفاریاب ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ د چقماق په سیمه کې دحکومتي قواوو په بمبار کې یوه ښځه شهیده شوې او خلکو ته مالي تاوانونه او ښتي دي.

د نومبر په ۳مه دفراه ولایت دبالابلوک ولسوالۍ د خواجه خضر په سیمه کې د داخلي عسکرو دهاوان په ډزو کې یو سړی او یوه میرمن شهیدان شوي دي.

د نومبر په ۳مه د پکتیا ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې یرغلګرو غره ته په خاشاکو پسې تللو کلیوالو ډرون برید کړی،په دغه برید کې شپږ تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي دي.

د نومبر په ۴مه د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په  مکاوې، سیکانو او کوتیخیلو سیمو کې ګډو ځواکونو چاپې وهلې،د کورونو او مسجدونو دروازې یې په بمونو الوزولې، دخلکو شتمنۍ یې له ځان سره وړې او دوه تنه کلیوال یې شهیدان کړي دي.

 د نومبر په ۶مه د بادغیس ولایت د آب کمري ولسوالۍ د میدقل  په سیمه کې حکومتي ځواکونو پر یو کور بمبار کړی،په بمبار کې  دهمدې کور د مشر په شمول نهه تنه ښځې او ماشومان شهیدان شوي دي.

دنومبر په ۷مه د ارزګان ولایت دمرکز ترینکوټ د  لوړ درویشان د سغر په سیمه کې ګډو ځواکونو د چاپې په مهال دوه تنه ملکي وګړي شهیدان کړي او دوې میرمنې او یو ماشوم یې ټپیان کړي دي.

د نومبر په ۸مه  د کندز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ په  سرک بالا سیمه کې ګډو ځواکونو دچاپې په مهال د یوې ښځې په ګډون څلور تنه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان کړي دي.

د نومبر په ۸مه د کابل – جلال اباد پر لویه لار دلغمان قرغیو ولسوالۍ په عزیز خان کڅ سیمه کې اشغالګرو دملکي هیوادوالو درو موټروته اور بلونکي بمونه ور غوځولي چې له امله یې درې واړه موټر سوځیدلي او پنځه تنه ملکي وګړي ژوبل شوي دي.

 د نومبر په ۱۰مه د میدان وردګ ولایت په  چک ولسوالۍ کې یرغلګرو پر یو دوکان ډرون برید کړی چې له امله یې څلور تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

د نومبر په ۱۱مه دبغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په ذاکرخیلو کلي کې یرغلګرو او داخلي عسکرو دچاپې په مهال د کورونو دروازې په بمونو الوزولې،خلک یې وهلي او تهدید کړي او څلور تنه ملکي هیوادوال یې شهیدان کړي دي.

دنومبر په ۱۳مه دهلمند ولایت دمارجې ولسوالۍ او نادعلي ولسوالۍ تر منځ  د دښت په سیمه کې یرغلګرو د ملکي وګړو پر موټر ډرون برید کړی، چې له امله یې یو تن شهید او بل ټپي شوی دی.

همداراز ددې ولایت دګرشک ولسوالۍ د حاجي عبدالعزیز دپمپ په سیمه کې داشغالګرو په ډرون حمله کې دملکي خلکو یو موټر پهونښه شوی او دوه تنه ولسي وګړي پکې شهیدان شو ي دي.

د نومبر په ۱۴مه دسرپل ولایت د سیداباد ولسوالۍ په تخته سیمه کې حکومتي عسکرو دچاپې په مهال دخلکو قیمتي توکي او نغدي افغانۍ وړي او لس تنه ملکي هیوادوال یې د طالبانو سره داړیکو په تور بندیان کړي دي.

د نومبر په ۱۴مه دهلمند ولایت دسنګین اوګرشک ولسوالۍ  ترمنځ دانجران په سیمه کې ګډو ځواکونو دچاپې په مهال دوه تنه ملکي وګړي شهیدان کړي دي.

د نومبر په ۱۴مه حکومتي عسکرو د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ په  عبدالرؤف کلا  کې دملکي خلکو پر موټر  ډزې کړې چې له امله یې دوه تنه ملکي وګړي شهیدان او دوه تنه  ټپیان شوي دي.

 د نومبر په ۱۵مه دفراه ولایت د قلعه ګاه ولسوالۍ په کوشي کلي کې یرغلګرو پر یو ټریکټر ډرون حمله کړې، ټریکټر ویجاړ شوی او چلونکی یې شهید شوی دی.

دنومبر په ۱۷مه یرغلګرو او د اخلي عسکرو دفاریاب ولایت د خواجه موسی ولسوالۍ په مرکزي سیمه کې پر یو سیمه ایزکلینک چاپه وهلې،یو ټپي او پایواز یې بندیان کړي او درې تنه کلیوال یې شهیدان کړي دي.

د نومبر په ۱۹مه د پکتیاولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې دیرغلګرو په ډرون برید کې درې تنه ځوانان شهیدان شوي دي.

د نومبر په ۱۹مه د غزني ولایت د خوګیاڼیو ولسوالۍ په  سرې کلا سیمه کې دداخلي عسکرو دهاوان په ډزو کې یو سړی او یو ماشوم شهیدان شوي دي.

د نومبر په ۲۰مه اشغالګرو او داخلي عسکرو د کندهار ولایت دخاکریز ولسوالۍ د لام د اټلي او اومکي  پر کلیو دچاپې په مهال پنځه تنه ولسي وګړي شهیدان کړي او خلکو ته یې مالي تاوانونه رسولي دي.

د نومبر په ۲۲مه د کاپیسا ولایت د اله سای ولسوالۍ په مرکزي سیمه کې دحکومتي قواوو دهاوان په برید کې پنځه تنه ولسي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.

د نومبر په ۲۴مه د ننګرهار ولايت د شيرزادو ولسوالۍ په مرکيخيل سيمه کې حکومتي ځواکونو دچاپې په مهال یو ملکي وګړی شهید کړی دی.

د نومبر په ۲۴مه د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ په قلا جالي کلي کې داشغالګرو په ډرون حمله کې یو ملکي وګړی شهید شوی دی.

د نومبر په ۲۴مه د غزني ولايت د ده يک ولسوالۍ په مربوطاتو کې دګډو ځواکونو په عملیاتو کې دوه تنه ملکي وګړي شهیدان شوي او شپږ تنه ولسي وګړي یې بندیان کړي دي.

د نومبر په ۲۵مه د غزني ولايت د دهيک ولسوالۍ په مهتر کوډلو سیمه  کې یرغلګرو دولسي وګړو پر موټر ډرون حمله کړې چې له امله یې دوه تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي دي.

د نومبر په ۲۶مه دکندهار ولایت د میوند ولسوالۍ د سره بغل په سیمه کې یرغلګرو او داخلي عسکرو دچاپې په مهال یو سپین ږیری شهید کړی،دوې حجرې او یو مسجد یې نړولي او خلکو ته یې مالي تاوانونه اړولي دي.

د نومبر په ۲۶مه د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ په  پل فولاد سیمه کې د داخلي عسکرو په ډزو کې دوه تنه ولس وګړي شهیدان شوي دي.

د نومبر په ۲۸مه یرغلګرو د خوست په مرکز کې دولسي وګړو د سپرلۍ پرموټر چې ناروغ یې روغتون ته انتقالول، حمله کړې، چې له امله یې یو ماشوم، دوې میرمنې او دوه نارینه شهیدان شوي دي.

د نومبر په ۲۸مه ګډو ځواکونو دهلمند ولایت دواشیر ولسوالۍ د زنوو په سیمه کې چاپه وهلې، یو ملا امام یې شهید کړی او دوه تنه ملکي وګړي یې بندیان کړي دي.

د نومبر په ۲۸مه  د بدخشان ولایت د وردج ولسوالۍ په  برابرا کلي کې دحکومتي عسکرو دهاوان په ډزو کې یو کور تخریب او څلور تنه پکې شهیدان او ټپیان شوي دي.

د نومبر په ۲۸مه یرغلګرو د پکتیکا په مرکز کې په یو ملکي وګړي ډرون حمله کړې چې له امله یې نوموړی شهید شوی دی.

د نومبر په ۲۹مه د کندز ولایت د ګل تیپې ولسوالۍ په  چم تيپه کې یرغلګرو او داخلي عسکرو دچاپې په مهال شل(۲۰) تنه ملکي هیوادوال بندیان کړي او خلکو ته یې پراخ مالي زیان اړولی دی.

د نومبر په ۳۰مه ګډو ځواکونو د غزني ولایت د شلګر ولسوالۍ د زکوړو په کلینک، شمس العلوم مدرسه او دملکي وګړو پر څو کورونو چاپه وهلې، دمدرسې اطاقونه یې تخریب کړي او دخلکو له کورونو یې نغدي افغانۍ او قیمتي توکي وړي دي.

د نومبر په ۳۰مه د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ د قره غویلي په سیمه کې دګډو ځواکونو په بمبار کې ځني کورونه زیانمن شوي او خلکو ته مالي تاوانونه رسیدلي دي.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،خبریال ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]