جنګي جنایتونه( مئ)

سید سعید د ۲۰۱۹ز،کال دمئ دمیاشتې  په لومړۍ( ۱) نیټه د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ  مرکز کې د داخلي عسکرو په ډزو کې یوه میرمن شهیده شوې ده. دمئ په ۱مه د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ  باقرخیلو ته نژدې شش کلا کې دحکومتي عسکرو دهاوان په ډزوکې  یوه میرمن او دوې نجونې […]

سید سعید

د ۲۰۱۹ز،کال دمئ دمیاشتې  په لومړۍ( ۱) نیټه د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ  مرکز کې د داخلي عسکرو په ډزو کې یوه میرمن شهیده شوې ده.

دمئ په ۱مه د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ  باقرخیلو ته نژدې شش کلا کې دحکومتي عسکرو دهاوان په ډزوکې  یوه میرمن او دوې نجونې شهیدانې شوې او اووه تنه ماشومان او ښځې ټپیان شوي دي.

دمئ په ۲مه  د غزني ولایت د ده یک ولسوالې په  نیاز کلا اوسرأنداز کلا  باندې یرغلګرو او داخلي عسکرو چاپه وهلې، یوولس تنه ملکي هیوادوال یې شهیدان کړي او  دخلکو له کورونو یې قیمتي توکي او پیسې وړي دي.

 دمئ په ۴مه  د سرپل ولایت د سنګچارک ولسوالۍ د  لنګربابا قوزي  په سیمه کې دکورنیو عسکرو په ډزو کې یو ملکي وګړی شهید شوی دی.

دمئ په ۵مه  د فراه ولایت دبکوا ولسوالۍ  داشکین ، پلوشي او سپین کاریز او د نیمروز ولایت ددلارام ولسوالۍ  د شاګیو او دوراهي  سیمو کې یرغلګرو بمبار کړی، په دغه بمبارکې اتیا( ۸۰) تنه ولسي هیوادوال د ښځو او ماشومانو په شمول شهیدان او ټپیان شوي او خلکو ته خورا ډير مالي زیانونه رسیدلي دي.

دمئ په ۵مه دلوګر ولایتي شورای خبر ورکړ چې یرغلګرو دهمدې ولایت د محمد اغې ولسوالۍ په  پادخواب سیمه کې شپږ  تنه ملکي وګړي شهیدان کړي دي.

 دمئ په ۵مه د زابل  ولایت  د خاک افغان ولسوالۍ د ځنګلي په سیمه  کې دطالبانو او اربکیانو ترمنځ تر نښتې وروسته داربکیانو له لوري څلور تنه ملکي وګړي شهیدان او ګڼ نور بندیان شوي دي.

د مئ په ۶مه دهلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ د قاسم بازار په سیمه کې دیرغلګرو او داخلي عسکرو په ګډه چاپه کې دوه تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي دي.

د مئ په ۸مه د فاریاب ولایت د جمعه بازار ولسوالۍ د دښت بز په سیمه کې دیرغلګرو په  ډرون حمله کې دوې میرمنې او درې ماشومان شهیدان شوي دي.

دمئ په ۸مه د ننګرهار ولایت  د چپرهار ولسوالۍ په شيخ کلا سيمه کې  ګډو ځواکونو دچاپې په مهال  څلور تنه ښوونکي او دوه محصلین شهیدان کړي او ګڼ کورونه یې تخریب کړي دي.

د مئ په ۹مه  دهلمند دسنګين ولسوالۍ د مالمند په سيمه کې اشغالګرو او داخلي کمانډویانو چاپه وهلې، دخلکو کورونه یې تلاشي کړي، ۲۵دوکانونه  او ۲ دتیلو پمپونه یې سوځولي دي.

 دمئ په ۹مه  د هلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ  د آب پاشک مانده په سیمه کې  دیرغلګرو په ډرون بریدکې دوه تنه کلیوال شهیدان شوي دي.

د مئ۱۱مه د پکتیکا ولایت دبرمل ولسوالۍ لمن بازار ته څیرمه یرغلګرو دملکي وګړو دسپرلۍ پر موټر ډرون حمله کړې، چې له امله یې په موټر کې سپاره پنځلس تنه ولسي هیوادواول شهیدان شوي دي.

د مئ په ۱۱مه د بغلان ولایت دپلخمري ولسوالۍ په  خروټو کلي کې ګډو ځواکونو دچاپې په مهال یو ډاکټر او یو زده کونکی شهیدان کړي او خلکو ته یې مالي تاوانونه رسولي  دي.

دمئ په ۱۱مه  د غزني ولایت د شلګر ولسوالۍ په دلیل اوخاني کلیو باندی دیرغلګرو او داخلي عسکرو په  چاپه کې شپږ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

دمئ په ۱۳مه ګډوځواکونو د میدان وردګو ولایت ددایمرداد ولسوالۍ ( موکه، کونج، دادوخیل، احمدخیل، سپين دیوال، قولزنګي او کوډي) کلیو چاپې وهلې، خلکو ته یې پراخ مالي تاوانونه رسولي او په پای کې یې په سیمه کې د یوې مدرسې اووه تنه حافظان او دوه خادمان شهیدان کړي او یو شمېر کلیوال یې بندیان کړي دي.

دمئ په ۱۴مه  د ننګرهار ولایت دخوګیاڼیو ولسوالۍ په  ګنګه خیلو سیمه کې یرغلګرو او داخلي عسکرو دچاپې په مهال درې تنه ولسي وکړي شهیدان او پنځه تنه بندیان کړي دي.

 دمئ په ۱۶مه دهلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ  ددیوالک په سیمه کې د یرغلګرو په ډرون حمله کې پنځه تنه ولسي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.

دمئ په ۱۸مه  د ننګرهار ولایت دخوګیاڼیو ولسوالۍ دټټنګ په لوی کلي  باندې ګډو ځواکونو چاپه وهلې، د کلیوالو کورونه یې په  بمونو الوزولي، قیمتي شیان او پیسې یې ترې وړي او په اخر کې یې دوه تنه ملکي وګړي( اشرف او زمری) شهیدان کړي دي.

د مئ په ۱۸مه   دفاریاب ولایت دچهلګزي ولسوالۍ  مرکز کې یرغلګرو  یو ملکي کلینک بمبارکړی چې له امله یې کلینیک او طبي وسایلو ته زیان او ښتی دی.

دمئ په ۱۸مه  د هلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ د قلعه  ګز د طاق مسجد په سیمه کې ګډو ځواکونو د چاپې په مهال اته تنه ملکي وګړي شهیدان کړي دي.

دمئ په ۱۸مه  د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ په توپیر سیمه کې داشغالګرو په ډرون حمله کې درې تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

د مئ په ۱۹مه  د کندهار ولایت شاوليکوټ ولسوالۍ البک کاریز سیمه کې اشغالګرو او داخلي عسکرو دچاپې په مهال اووه تنه ولسي وګړي شهیدان  او دوه کسان ژوبل کړي دي.

دمئ په ۱۹مه  د فراه ولایت دفراه رود ولسوالۍ په تپه سادات، عبدالله خیلو، تودنک او نو آباد سیمو کې داشغالګرو په ډرون بریدونو کې پنځه تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

دمئ په ۱۹مه  د هلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ د سیدانو په سیمه کې  اشغالګرو او حکومتي عسکرو  د خلکو په کورونو چاپه وهلې،د ګڼو کورونو دروازې يې ماتې کړې، خلک يې سخت وهلي، له کورونو څخه يې قیمتې توکي وړي او وروسته یې پرسیمه بمبار کړی چې له امله یې شپږ تنه کوچنیان او ښځې شهیدان شوي او لس تنه ټپیان شوي دي.

دمئ په ۱۹مه دهرات ولایت دشینډنډ ولسوالۍ د پشتکوه  او کل  په سیمه کې ګډو ځواکونو دچاپې په مهال دوه تنه ولسي وګړي شهیدان کړي دي.

دمئ په ۲۰مه ګډو ځواکونو د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ په توکرک دره،عمرخیلو بازار او دادل تنګي کې دچاپې په مهال پنځه تنه ملکي وګړي شهیدان کړي او دخلکو ګڼ نقلیه وسایط یې سوځولي دي.

دمئ په ۲۰مه  د میدان وردګ ولایت دسیداباد ولسوالۍ د تنګې درې په جوی زرین سیمه کې دیرغلګرو په ډرون برید کې درې تنه ماشومان چې غره ته دلرګیو راوړلو لپاره تللي وو،شهیدان شوي دي

دمئ په ۲۰مه دغزني ولایت د ده یک ولسوالۍ بالای، سلیمانزو، شهاب الدین کلا، کریم داد کلا او عباد کلا باندې ګډو ځواکونو چاپې وهلې،ګډو ځواکونو دلته هم دخپل معمول سره سم د خلکو کورونه په بمونو الوزولي، د صالح محمد، عبدالمنان، پیر محمد او محمد انور په نوم څلور تنه کلیوال یې شهیدان کړي او نولس تنه ولسي وګړي یې بندیان کړي دي.

دمئ په ۲۳مه دفراه ولایت دشیبکوه ولسوالۍ  په  کین کلي کې یرغلګرو  د  یوې خیریه مؤسسې (ٍEHSAN)  چې  د C.H.A( coordination of humanitarian assistance)   ادارې اړوند مؤسسه ده، مرکز بمبار کړی، چې له امله یې دمؤسسې همدغه مرکز له ټولو لوازماتوسره ویجاړ شوی او ماشومانو ته د غذا ورکوني  پروژې مدیر عبدالحمید او یوتن کارمند یې (عبدالرحیم) شهیدان شوي دي.

د مئ په ۲۴مه هلمند ولایت  دموسی قلعه ولسوالۍ دجنجالې په سیمه کې د اشغالګرو په ډرون حمله کې څلور تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

دمئ په ۲۴مه  دهلمند ولایت دسنګین ولسوالۍ سره بند سیمه کې دیرغلګرو په  ډرون حمله کې درې تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي.

په ۲۴مه دپکتیکا ولایت دارګون ولسوالۍ په پیرکوتي سیمه کې دګډو ځواکونو په چاپه کې پنځه تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي.

دمئ په ۲۴مه د ننګرهارولایت شیرازدو ولسوالۍ د طوطو سیمې په ګرخیلو او صده خیلو کلیو کې ګډو ځواکونو دچاپو په مهال دوه کورونه، دوه مسجدونه ویجاړ کړي او شپږ تنه ملکي وګړي يې شهیدان کړي دي.

دمئ په ۲۵مه د هلمند ولایت دکجکي ولسوالۍ د زمینداور په کاریز سیمه کې یرغلګرو په یوه محبس بمبار کړی چې له امله یې پنځه تنه اسیر عسکر چې له طالبانو سره بندیان وو له منځه تللي دي.

 دمئ په ۲۵مه دفاریاب ولایت ددولت اباد ولسوالۍ د  قوزبای قلعه  په سیمه کې دحکومتي ځواکونو دهاوان په ډزو کې  یوه ښځه اودرې  نارینه شهیدان شوي دي.

دمئ په ۲۶مه دهلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ د قلعه ګز د دښت په سیمه کې  دیرغلګرو په ډرون حمله کې درې تنه ولسي وګړي د روژه مات په مهال شهیدان شوي دي.

دمئ په ۲۶مه  د پکتیا ولایت مرکز ګردېز په  ابراهیم خېلو سیمه داخلي عسکرو د رحیم الدین په نوم یو ښوونکی شهید کړی دی.

دمئ په ۲۷مه  دهلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ د زمبولي او دادم خان سیمو کې دګډو ځواکونو په بمبار کې پنځه تنه ولسي وګړي شهیدان او دوه کسان ټپیان شوي دي.

دمئ په ۲۷مه  د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ د تنګي درې پرګلاب خیلو اوسپین ورسک کلیو  ګډو ځواکونو چاپه وهلې، د سپين ورسک او کوټ کلي دوه جوماتونه یې ویجاړ کړي، دوه تنه ملکي وګړي یې شهیدان او درې نفره ټپیان کړي دي.

دمئ په ۲۷مه د پکتیکا ولایت دبرمل ولسوالۍ په ماستو سیمه کې پنځه تنه قومي مشران( قومي مشر کلام خان، قومي مشر ماشوم خان، قومي مشر ضمیرخان، قومي مشرشیرګل او قومي مشر ولي خان) چې د زیړوک ولسوالۍ ورژانه کلي اوسیدونکي وو دیرغلګرو په هوایې برید کې شهیدان شوي دي.

دمئ په ۲۷مه د هلمند ولایت دسنګین ولسوالۍ  دمانده په سیمه کې  دیرغلګرو په  ډرون حمله کې پنځه نفره ملکي هیوادوال شهیدان شوي دي.

د مئ په ۲۷مه د پکتیا ولایت دجانې خیلو ولسوالۍ په ورګوړه کلي باندې یرغلګرو او داخلي عسکرو چاپه وهلې،خلکو ته یې مالي تاوانونه رسولي او یولس تنه ملکي وګړي یې شهیدان کړي دي.

د مئ په ۲۷مه   د پکتیکا ولایت  دبرمل ولسوالۍ د میامیو په سیمه کې ګډو ځواکونو چاپه وهلې، د ګڼو کورونو دروازې يې ماتې کړې، مالونه يې لوټ کړي، او دښځو او ماشومانو په ګډون یې اتلس تنه ملکي هیوادوال یو-یو مخامخ ویشتلي او شهیدان کړي دي

دمئ په ۲۸مه دهلمند ولایت دکجکي ولسوالۍ  د چهلګزي  په سیمه کې  یرغلګرو پر یو دکان ډرون برید کړی، په دغه برید کې په دکان کې ناست لس تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي دي.

دمئ په ۲۸مه ګډو ځواکونو د غزني دشلګرولسوالۍ د ملنګو په کلي کې دچاپې په مهال درې تنه ولسي وګړي شهیدان کړي دي.

دمئ په ۲۹مه دهلمند ولایت دنوزاد ولسوالۍ  د انګرک  په سیمه کې دیرغلګرو په ډرون حمله کې دوه تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

دمئ په ۳۱مه د هلمندولایت دګرشک ولسوالۍ دنهرسراج   دیخچال په سیمه کې یرغلګرو دخیاطۍ پر یو دکان ډرون حمله کړې، چې له امله یې څلور تنه شهیدان او دوه نفره ټپیان شوي دي.

دمئ په ۳۱مه یرغلګرو او حکومتي ځواکونو دهلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ  دچورچهارراهي په سیمه کې دملکي خلکوپرکورنو او بازار چاپه وهلې، دکورونو او دوکانونو دروازې یې ماتي کړي، کتابفروشۍ،دخوراکي توکو او جامو۶۲  دوکانونه  یې له چور کولو وروسته ویجاړ اوسوځولي دي، دولسي خلکو ۲۰ عرادې موټر سایکلونه یې سوځولي او په اخر کې یې یو ملکي سړی او ماشوم شهیدان کړي دي.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،خبریال ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]