جنګي جنایتونه( سپټمبر)

سید سعید د ۲۰۱۹ز، کال د سپټمبر د میاشتې په لومړۍ نیټه د فارياب ولايت د ګرزيوان ولسوالۍ مرکز ته څېرمه دحکومتي ځواکونو په بمبار کې دښځو او ماشومانو په ګډون دوولس تنه ملکي وګړي شهیدان او اته نفره ټپیان شوي دي.د فاریاب د ولایتي شوری غړي صبغت الله سیلاب هم ذکر شوې ولسي مرګ […]

سید سعید

د ۲۰۱۹ز، کال د سپټمبر د میاشتې په لومړۍ نیټه د فارياب ولايت د ګرزيوان ولسوالۍ مرکز ته څېرمه دحکومتي ځواکونو په بمبار کې دښځو او ماشومانو په ګډون دوولس تنه ملکي وګړي شهیدان او اته نفره ټپیان شوي دي.د فاریاب د ولایتي شوری غړي صبغت الله سیلاب هم ذکر شوې ولسي مرګ ژوبله تائید کړې ده.

د سپټمبر په لومړۍ نیټه دهلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ په  انځرشالي سیمه کې دیرغلګرو په ډرون حمله کې دوه تنه ملکي وګړي چې پر موټر سایکل سپاره وو، شهیدان شوي دي.

د سپټمبر په لومړۍ نیټه دارزګان ولایت د چهارچینو ولسوالۍ په ساخر سیمه کې اشغالګرو او داخلي عسکرو پر یو مسجد چاپه وهلې، دملا امام په ګډون یې شپږ تنه طالب العلمان شهیدان کړي دي. همداراز د همدې ولسوالۍ په خایکلان سیمه کې  هم دیرغلکرو په بمبا رکې دوه تنه سپین ږیري شهیدان شوي دي.

د سپټمبر په لومړۍ نیټه د ميدان وردګ ولایت د سيد اباد ولسوالۍ د تنګي په امير کلا سيمه کې اشغالګرو دملکي خلکو پر کورونو بمبار کړی،په دې هوایې برید کې دوولس تنه ماشومان شهیدان او ټپیان شوي دي.

د سپټمبر په ۲مه د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ په  شفچان سیمه کې یرغلګرو پر یو مسجد ډرون برید کړی، چې له امله یې جومات او درې تنه ولسي هیوادوال شهیدان شوي دي.

دسپټمبر په ۳مه دهرات ولایت دشینډنډ ولسوالۍ د قلعه رحمدل په سیمه کې دحکومتي قواوو د ډیسي توپ په ډزو کې درې میرمنې شهیدانې شوې او دوه سړي ټپیان شوي دي.

د سپټمبر په ۴مه د ننګرهار ولايت د جلال اباد ښار  د درېيمې ناحيې په عربانو کلي کې دصفر ۲ قطعې عسکرو څلور تنه ملکي وګړي:( قاضي قادر، جهانزيب زاخېلوال، صبور زاخېلوال او بهادر زاخېلوال) په خپل کور کې شهیدان کړي دي.

د سپټمبر په ۴مه د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ په بازار باندې دصفر یک عسکرو چاپه وهلې، پنځه دوکانونه یې وران کړي او شپږ تنه ولسي وګړي یې شهیدان کړي دي.

د سپټمبر په ۵مه د ارزګان ولایت دچهارچینو ولسوالۍ په سیګزي او زمبوري سیمو کې د یرغلګرو او داخلي عسکرو په چاپه او بمبار کې شپږ ویشت تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي او درې کورونه ویجاړ شوي دي.

د سپټمبر په ۵مه د ارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ  د شیخي ، نیکروز،  بادینزو  او شیخانو په سیمو کې یرغلګرو بمبار کړي، په دغه بمبار کې یوولس تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي.

د سپټمبر په ۶مه د بدخشان ولایت د وردج ولسوالۍ په مربوطاتو کې یرغلګرو پر یو کور بمبار کړی، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ شپږ تنه هیوادوال شهیدان شوي دي.

د سپټمبر په ۶مه دارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ دحاجي محمدنبي خان  پر اډه یرغلګرو او داخلي عسکرو چاپه وهلې، نولس دوکانونه او دملکي خلکو لسګونه نقلیه وسایط یې سوځولي دي.

د سپټمبر په ۶مه د زابل ولایت دشاجوی ولسوالۍ په  بازار کې دیرغلګرو په هوایې حمله کې شپږ تنه ملکي وګړي چې د یو دوکان مخې ته ناست وو، شهیدان شوي دي.

د سپټمبر په ۷مه د کندزولایت مرکز چرخاب اوشورابي قشلاق سیمو کې دحکومتي ځواکونو دتوپچي په بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په شمول لس تنه ملکي وګړي شهیدان او ژوبل شوي دي.

د سپټمبر په ۷مه  د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په  دولت خان سیمه کې دیرغلګرو په بمبار کې دوه تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي.

د سپټمبر په ۷مه  د میدان وردګ ولایت د نرخ  ولسوالۍ حیات پله ته نژدې یرغلګرو د ملکي خلکو د سپرلۍ پر موټر هوایې برید کړی، چې له امله یې موټر ویجاړ او پکې سپاره درې تنه  ولسي وګړي شهیدان شوي دي.

د سپټمبر په ۱۰مه د غزني ولایت د ګیرو ولسوالۍ ده سي کلي باندې ګډو ځواکونو چاپه وهلې، ددوو ملا امامانو په ګډون یې پنځه تنه ولسي وګړي شهیدان او دوه تنه ژوبل کړي، همدرنګه ګډو ځواکونو په دې چاپه کې  دوه مسجدونه، یوه مدرسه او دوه کورونه  ویجاړ کړي دي.

د سپټمبر په ۱۲مه د بغلان ولایت د پلخمري ولسوالۍ په  احمد زیو کلي باندې یرغلګرو او داخلي عسکرو دچاپې په مهال دوه ملکي وګړي شهیدان کړي او لس تنه نور یې بنیدیان کړي دي.

د سپټمبر په ۱۳مه د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالۍ په  دینار کلي کې  دګډو ځواکونو په توغندیز برید کې یو کور زیانمن شوی او یو ملکي وګړی پکې شهید شوی دی.

د سپټمبر په ۱۳مه دهرات ولایت د رباط  سنګي ولسوالۍ د  ګنج  په  سیمه کې دحکومتي ځواکونو په ډزو کې دوه ماشومان شهیدان او درې تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د سپټمبر په ۱۳مه  اشغالګرو او داخلي عسکرو د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ په عظیم الدین چمبر، سره کلا او اربیګ کلا باندې چاپې وهلې، ګډو ځواکونو په اربیک کلا کې یو باب مسجد سوځولی،د کورونو دروازې یې په بمونو الوزولې،نغدې پیسې او قیمتي شیان یې ترې وړي او دولسي خلکو پنځلس عرادې نقلیه وسائط یې سوځولي دي.

دسپټمبر په ۱۶مه دکندهار ولایت دشاولیکوټ ولسوالۍ د میان په سیمه کې یرغلګرو او داخلي عسکرو دچاپې په مهال یوه میرمن شهیده او بله ژوبله کړې او درې تنه کلیوال یې د بندیانو په توګه له ځان سره وړي دي. همداراز په دې چاپه کې ګډو ځواکونو دولسي خلکو دوه کورونه منفجر کړي او دخلکو نقلیه وسایط یې سوځولي دي.

د سپټمبر په ۱۹مه د لوګر ولایت مرکز اړوند کمالخیلو سیمه کې یرغلګرو پر یو مسجد بمبار کړی،کومو خلکو چې تر بمبار وروسته د شهیدانو د رایستلو هڅه کړې،پر هغوی هم بمبار شوی، په دواړو حملو کې اووه تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي.

دسپټمبر په ۱۹مه دهلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ د نري مانده په سیمه کې په یو هوایې برید کې دوه ماشومان شهیدان شوي دي.

 د سپټمبر په ۱۹مه د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ د وزیرو د تور اوټ په سیمه کې یرغلګرو او حکومتي عسکرو د چلغوزیو په راټولونکو کاریګرو بمبار کړی، دننګرهار دولایتي شوری غړي اجمل عمر په وینا په دغه بمبار کې څلوریښت  تنه ملکي هیوادوال شهیدان او دیرش نور ژوبل شوي دي.

د سپټمبر په ۲۲مه ماښام مهال دهلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ دکونجک او شواروز سیمو کې دیرغلګرو او حکومتي عسکرو په چاپه او بمبار کې درو نوي( ۹۳) تنه ولسي هیوادوال چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي شهیدان او ټپیان شوي دي،حکومت ویلي چې په دې عملیاتو کې یې طالبانو ته لوی زیان اړولی، خو د ولسي وګړو، قومي مشرانو او دهلمند دولایتي شوری د غړو په وینا برید د واده په مراسمو شوی چې له امله یې ټول زیان ملکي وګړو ته رسیدلی دی، همداراز په دې عملیاتو کې دواده دمراسمو درې موټر او شپږ کورونه ویجاړ شوي دي.

د سپټمبر په ۲۴مه اشغالګرو او داخلي عسکرو د غزني ولایت د شلګر ولسوالۍ په  جوی چهار کلي چاپه وهلې، دوه مسجدونه او یو کور یې ویجاړ کړي،د دوو ښځو په شمول یې څلور تنه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان  کړي دي.

د سپټمبر په ۲۸مه  د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ په ده حاجی کلي کې دیرغلګرو په ډرون حمله کې شپږ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

د سپټمبر په ۲۹مه دغور ولایت  د چهارسدي ولسوالۍ د قلعه ګوهر په سیمه کې د حکومتي ځواکونو په بمبار کې یو مسجد ویجاړ شوی او خلکو تهمالي زیانونه اوښتي دي.

د سپټمبر په ۳۰مه د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ د ګاډو کلي کې دحکومتي ځواکونو دهاوان په ډزو کې څلور تنه ملکي وګړي شهیدان او ژوبل شوي دي.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،خبریال ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]