جنګي جنایتونه( جون)

سید سعید د ۲۰۱۹ز، کال د جون دمیاشتې  په لومړۍ ڼیټه دهلمند ولایت دکجکي ولسوالۍ د ګندم ریز  په سیمه کې دیرغلګرو په ډرون برید کې څلور تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي. د جون په ۹مه  د پکتیا ولایت دزرمت ولسوالۍ په سنګي خیلو سیمه کې حکومتي عسکرو چاپه وهلې،د کورونو او جوماتونو دروازې […]

سید سعید

د ۲۰۱۹ز، کال د جون دمیاشتې  په لومړۍ ڼیټه دهلمند ولایت دکجکي ولسوالۍ د ګندم ریز  په سیمه کې دیرغلګرو په ډرون برید کې څلور تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

د جون په ۹مه  د پکتیا ولایت دزرمت ولسوالۍ په سنګي خیلو سیمه کې حکومتي عسکرو چاپه وهلې،د کورونو او جوماتونو دروازې یې په بمونو الوزولې، د ښوونځي د شاګردانو په ګډون یې درې کلیوال او یو د لېسې ساتونکی شهیدان کړي دي.

د جون په ۱۰مه دهلمند ولایت دموسی کلا ولسوالۍ د خوجداد په سیمه کې د یرغلګرو په ډرون حمله کې دوه ماشومان شهیدان او پلار یې ټپي شوی دی.

د جون په ۱۰مه   دهلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ  دمیرمندآب  په سیمه کې یرغلګرو په یو مسجد باندې ډرون حمله کړې،په دې حمله کې  مسجد ویجاړ شوی، پنځه تنه لمونځ کونکي پکې شهیدان او دوه نفره ټپیان شوي دي.

د جون په ۱۳مه د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په شیوان سیمه کې  یرغلګرو او داخلي عسکرو د۳۰۳   موټریو ه نمایندګي بمبارکړې چې له امله یې اووه  تنه مسافرین ( عبدالله د سرور اکا زوی ، میراجان  د شهزاده اکازوی ، بورجان اکا، حبیب الله د مولاداد اکا زوی ، امان الله ا ومحمد نعیم  د رحمدل  اکا زامن ،  خیرالله د مولاداد زوی  ) شهیدان شوي او دوه تنه ټپیان شوي دي. همداراز ګډو ځواکونو له سیمې څخه د یو ملاامام په ګدون درې تنه ولسي وګړي دبندیانو په توګه له ځان سره یووړل، خو دوې ورځې وروسته د نوموړو اسیرانو جسدونه په داسي حال کې وموندل شول چې دشکنجو نښې ورباندې ښکاره وې.

د جون په ۱۴مه  د لوګر ولایت  دمحمدآغې ولسوالۍ د دهنو سیمه کې ګډو ځواکونو دچاپې په مهال څلور تنه ملکي وګړي شهیدان ا وژوبل کړي او خلکو ته  یې پراخ مالي تاوانونه رسولي دي.

د جون په ۱۴مه د زابل ولایت  دمیزاني ولسوالۍ د پوټي کلي کې یرغلګرو او داخلي عسکرو دچاپې په مهال لس تنه ملکي هیوادوال شهیدان کړي، په شهیدانو کې یو تن دخاک افغان ولسوالۍ او سیدونکی و او نور دهمدې سیمې او سیدونکي وو ،چې په خپلو کروندو کې به په  کښت مشغول وو.

د جون په ۱۴مه  د غزني د خواجه عمري ولسوالۍ په دیدارات سیمه کې دحکومتي عسکرو دهاوان په ډزو کې دوه تنه ملکي وګړي( دل اغا او عبدالقهار) شهیدان شوي دي.

د جون په ۱۴مه د زابل ولایت دشاجوی ولسوالۍ د موسی زو په دارل کلي کې دیرغلګرو په ډرون حمله کې پنځه تنه ولسي هیوادوال شهیدان شوي دي.

دجون په ۱۴مه د غزني ولایت دشلګر ولسوالۍ په سردې کلي کې اشغالګرو دملکي خلکو پر کرولا موټر ډرون برید کړی،په دغه برید کې څلور تنه ملکي وګړي( جمال، ولي محمد، سیدخان او محمد یوسف) شهیدان شوي دي.

د جون په ۱۵مه د غزني ولایت دشلګر ولسوالۍ په خو شحال سیمه کې دیرغلګرو په  ډرون برید کې دوه تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي.

د جون په ۱۵مخه د غزني ولایت دشلګر ولسوالۍ په ملا ګلان اوجوی دو سیمو کې  اشغالګرو په ډرون حمله کې اووه تنه ملکي هیوادوال شهیدان کړي دي.

د جون په ۱۵مه  د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ  مرغې بازار ته نژدې سیمه کې دیرغلګرو په ډرون برید کې دوه تنه ملکي وګړي چې پر مو ټر سایکل سپاره وو، شهیدان شوي دي.

د جون په ۱۵مه د هلمند ولایت دسنګين ولسوالۍ  د سره بند په سیمه کې د یرغلګرو په ډرون برید کې پنځه تنه ملکي هیوادوال ( نعمت الله ، محمدقاسم ، کولالا،حمیدالله او جمعه ګل) شهیدان شوي دي.

د جون په ۱۵مه د غزني ولایت دشلګرولسوالۍ په خارخشه سیمه کې داشغالګرو په ډرون حمله کې درې تنه عام خلګ شهیدان شوي دي، درې واړه شهیدان د حبیب ګوډلو اوسیدونکي وو.

د جون په ۱۶مه دبادغیس ولایت د مرغاب ولسوالۍ د ښامیریانو په سیمه کې دحکومتي عسکرو دهاوان په ډزو کې یو سړی او دوه ماشومان شهیدان او د یوې میرمنې په ګ‌ډون یو شمېر نور ماشومان ژوبل شوي دي.

دجون په ۱۶مه دفاریاب ولایت د جمعه بازار ولسوالۍ  په مربوطاتو کې دګډو ځواکونو په عملیاتو کې څلور تنه ملکي وګړي شهیدان او دوه ویشت تنه ټپیان شوي دي.همداراز په دې عملیاتو کې دخلکو کورونو او مالونو ته هم لوی زیان اوښتی دی.

د جون په ۱۶مه  د فاریاب ولایت دګرزیوان ولسوالۍ د یوخن په سیمه کې دحکومتي قواوو په بمبار کې دوه ماشومان شهیدان او څلور  میرمنې ټپیانې شوې دي.

د جون په ۱۶مه  دهرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ  له سیاګرد څخه تر ګذرې پوري لاره کې اربکیانو پنځه تنه ولسي وګړي شهیدان کړي، په دغه سیمه کې له یوې ا ونۍ راهیسې داربکیانو له خوا دوولس تنه ولسي هیوادوال شهیدان شوي او پنځه دیرش کورنۍ له سیمې څخه ګډې کولو ته مجبورې شوې دي.

د جون په ۲۰مه دفراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ دګراني په سیمه کې د یرغلګرو په ډرون حمله کې یو کور ویجاړ او درې تنه ولسي وګړي چې سره وروڼه وو، شهیدان شوي دي.

د جون په ۱۶مه د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په مقرب خیلو سیمه کې حکومتي قواوو دولسي وګړو دسپرلۍ یو موټر په نښه کړی، په موټر کې څلور تنه نارینه او دوې میرمنې شهیدان شوي دي.

د جون په ۱۷مه  د غور ولایت  د فیروزکوه په امروتک سیمه کې دحکومتي ځواکونو په بمبا رکې څلور تنه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي او خلکو ته مالي تاوان هم او ښتی دی.

د جون په ۱۸مه  د پکتیکا ولایت د یحی خیل ولسوالۍ د ګلوالو په کلي کې دحکومتي عسکرو په ډزو کې دوې ماشومې نجونې شهیدانې شوې دي.

د جون په ۱۹مه د نیمروز ولایت د دلارام ولسوالۍ د څاګۍ په سیمه کې ګډو ځواکونو د ډاکټرخان اغا پرکلي چاپه وهلې،له کورونو یې قیمتي شیان وړي او د ډاکټر خان اغا په ګډون یې څلور تنه ملکي هیوادوال دبندیانو په توګه له ځان سره وړي دي.

د جون په ۱۹مه دفراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ  د نصرالله کلا  په سیمه کې حکومتي ځواکونو چاپه وهلې، دوه ملکي وګړي یې شهیدان کړي، له کورنو یې قیمتي توکي وړي او دخلکو شپږ عرادې موټر یې سوځولي دي.

د جون په ۱۹مه د زابل ولایت دشهرصفا ولسوالۍ د مریم مانده په سیمه کې ګډو ځواکونو دچاپې په مهال یو  ۸۰ کلن سپین ږیری( زمان شاه اکا) شهیدکړی، کوټه او دوکان یې ورنړولي دي.

د جون په ۲۰مه د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ  د بهارک په سیمه کې  یرغلګرو او داخلي عسکرو دچاپې په مهال په سیمه کې دعبدالله بن مسعود رضی الله تعالی عنه په نوم مدرسه سوځولې او خلکو ته یې مالي زیانونه رسولي دي.

د جون په ۲۴مه دهلمند ولایت دسنګین ولسوالۍ  د څاروان قلعه د بارګزو په سیمه کې دیرغلګرو په بمبار کې څلور تنه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.

د جون په ۲۸مه  د فاریاب ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ د خشت پل او چماق په سیموکې د ګډو ځواکونو په بمبار کې ګڼ کورونه زیانمن شوي او یو ملکي سړی شهید شوی دی.

د جون په ۲۹مه یرغلګرو او داخلي عسکرو د میدان وردګو ولایت دچک ولسوالۍ د نیک پایکول درې په  چهلګزیانو کې  په یوه ديني مدرسه چاپه وهلې، دمدرسې اووه تنه تنکي زده کونکي یې شهیدان کړي، دمدرسې ودانۍ یې تخریب کړې، او څلور تنه ولسي وګړي یې بندیان کړي دي.

د جون په ۳۰مه د کندزولایت دامام صاحب ولسوالي قرغان تیپې سیمې ته څېرمه د داخلي عسکرو د هاوان په  برید کې اته تنه ولسي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.

د جون په ۳۰مه دفاریاب ولایت د شیرین  تګاب ولسوالۍ د رحمت اباد په سیمه کې ګډو ځواکونو دملکي خلکو پر کورونو چاپه وهلې،درې تنه ملکي وګړي یې شهیدان او ژوبل کړي او خلکو ته یې مالي زیانونه هم اړولي دي.

د جون په ۳۰مه ګډو ځواکونو د زابل ولایت د شهرصفا ولسوالۍ  د لغړي پرکلي چاپه وهلې، د ملکي خلکو ګڼ نقلیه وسایط او دیرش شمسیانې یې له منځه وړي او د یوې ماشومې په شمول یې څلور تنه شهیدان او زخمیان کړي دي.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،خبریال ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]