جنګي جنایتونه (جنوري)

سید سعید دروان( ۲۰۱۷ز) کال دجنوري دمیاشتي  په ۳مه  نیټه د غزني ولایت دقره باغ ولسوالۍ په  ارباب کلا سیمه کي داخلي عسکرو یو محصل(سیدرحمان د عبدالرحمان زوی) شهید کړی،د شهید دوارثانو په وینا نوموړی خپل کورته په رختصۍ راغلي ؤ،څلور ورځي وړاندي عسکرو  ونیو او اوس یې جسد په داسي حالت کي پیدا شو […]

سید سعید

دروان( ۲۰۱۷ز) کال دجنوري دمیاشتي  په ۳مه  نیټه د غزني ولایت دقره باغ ولسوالۍ په  ارباب کلا سیمه کي داخلي عسکرو یو محصل(سیدرحمان د عبدالرحمان زوی) شهید کړی،د شهید دوارثانو په وینا نوموړی خپل کورته په رختصۍ راغلي ؤ،څلور ورځي وړاندي عسکرو  ونیو او اوس یې جسد په داسي حالت کي پیدا شو چي د شکنجو نښي ورباندي ښکاري.

د جنوري په ۳مه دکندهارولایت د میوند ولسوالۍ د بندتیمور دمکتب  په سیمه کي یرغلګرو ځواکونو د داخلي عسکرو په ملتیا چاپه وهلې،دوه تنه ولسي وګړي یې شهیدان کړ ي اودوه تنه یې ټپیان کړي دي.

د جنوري په ۵مه دزابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ د  موسي زو غونډۍ  سیمه  کي داخلي عسکرو یو سپین ږیری( عبدالسلام کاکا) شهید کړی دی،همدارنګه تردې پیښي دوې ورځي وړاندي هم عسکرو په سیمه کي یو لس کلن ماشوم دشیرمحمد زوی شهید کړی دی .

د جنوري په ۵مه د ننګرهار ولایت د پچیر اګام ولسوالۍ په پاس صبر لنډه خېلو سیمه کي د کورنیو عسکرو د هاوان په ډزوکي دوه ماشومان شهیدان او یو تن ژوبل شوی دی.

د جنوري په ۷مه د لغمان ولایت مرکز مهترلام په بسرام سیمه کي دځایې عسکرو په ډزوکي یو ملکي وګړی شهید شوی دی.

دجنوري په ۷مه رسنیو خبر ورکړ چي: د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کي دداخلي عسکرو دعملیاتو له امله په سلهاوو کورنۍ کډي کولو ته مجبوري شوي دي،د قومي مشر نجیب الله رحیمي په قول ۴۵۰ کورنۍ دژمي په سړه هوایې کي له خپلو کورونو وتلي او ترشنه اسمان لاندي سختي شپې تېروي.

دجنوري په ۹مه د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په مربوطاتو کي د داخلي عسکرو په ډزوکي  یو ملکي وګړی  شهید شوی او درې تنه ټپیان شوي دي.

دجنوري په ۱۱مه خبر ورکول شو چي دنیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ په خیراباد سیمه کي داخلي عسکرو دعملیاتو په مهال لس تنه ملکي هیوادوال ژوبل کړي او درې تنه ماشومان یې  شهیدان کړي،دخلګو نقلیه وسایط یې سوځولي او کورونه یې په بلدوزورنو وران کړي دي.

د جنوري په ۱۲مه، شپې مهال د ننګرهار ولایت د غني خیلو ولسوالۍ  په ۲۶ نمبرویالي سیمه کي یرغلګرو دداخلي عسکرو په ملتیا چاپه وهلې،د تلاشي په مهال یې د یو ملکي هیوادوال(حاجي حضرت اکا) په کور کي څلور تنه ماشومان او درې تنه مېلمانه شهیدان کړي او دهمدغه کور شپږ تنه غړي یې بندیان کړي دي.

د جنوري په ۱۲مه دفراه ولایت د مرکز مربوط په کوره ګز سیمه کي کورنیوعسکر و دطالبانو سره د همکارۍ په شک څلور ویشت تنه ولسي وګړي بندیان کړ ي دي.

د جنوري په ۱۲مه  د کاپيساولایت د نجراب ولسوالۍ په افغانیه سیمه کي دکورنیو عسکرو  دثقیله وسلو په ډزوکي دوه تنه ولسي وګړ ي شهیدان شوي او درې تنه ژوبل شوي دي.

د جنوري په ۱۲مه د بدخشان ولایت مرکزفیض اباد اتمي حوزې مربوط په  خمبیل سیمه کي اربکیانو یوې دیني مدرسې ته اور ورته کړی،په پیښه کي قران کریمونه،کتابونه او نور درسي توکي سوځول شوي دي.

د جنوري په ۱۵مه دکندز ولایت دخان اباد ولسوالۍ داخلي عسکرو درې تنه استادان او دوه زده کونکي بندیان کړي دي.

د جنوري په ۱۶مه  د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ له  څلورم فار م سیمي څخه داخلي عسکرو دهاوان پیرونه کړي،دهاوان یوه ګولۍ په شینوارو کلاکي پر یو کور لګیدلې او له امله یې  یوه ښځه شهیده شوې ده.

دجنوري په ۱۷مه د کندهار ولايت په  نيش ولسوالۍ کي اربکی قومندان نيازو یوې مدرسې ته ورغلی،یو طالب العلم یې په وهلو کي شهید کړی دی.

دجنوري په ۲۰مه  د فراه ولایت مرکز  اړوند سور کلي کي پولیسو له خپل موټر څخه ماشومانوته بم ور غورځولی،دوه ماشومان یې شهیدان کړي او یو یې  ټپي کړی دی،د وژل شوو ماشومانو اکا عبدالروف ویلي چي دروو واړو ماشومانو پسونه څرول چي د پیښي ښکار شوي دي،نوموړي دخپلو کوچنیانو د قاتل دمحاکمې غوښتنه کړې او دغه عمل یې نه توجیه کیدونکی جرم بللی دی.

دجنوري په ۲۲مه  د اروزګان ولایت  د ملکي روغتون رئيس(توخي) رسنیو ته وویل چې د چورې ولسوالۍ څخه څوارلس تنه ټپيان روغتون ته ور وړل شوي دي،نوموړي وویل چي دغه ټپي شوي ولسي وګړي د تېري جمعې په ورځ دهوایې ځواکونو په بمباریو کي ژوبل شوي دي او څرګنده نه ده چي په دغه پیښه کي به څومره  ولسي وګړي وژل شوي وي.

د جنوري په ۲۶مه دهلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ د سلام بازار  په سیمه کي اشغالګرو دکورنیو عسکرو په مرسته دچاپې په مهال درې تنه ولسي وګړي شهیدان کړي او دوه تنه یې ټپیان کړي دي.

د جنوري په ۲۹مه  د کنړولایت د سرکاڼو ولسوالۍ  د دې په کلي کي د داخلي عسکرو د هاوان په پیرونو کي د ښایسته ګل په نوم یو ملکي وګړي میرمن او یو ماشوم ژوبل شوي او یوبل ماشوم یې شهید شوی دی.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،خبریال ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]