جنګي جنایتونه (اګست)

سید سعید د روان ( ۲۰۱۶،ز) کال داګست دمیاشتي په لومړۍ نیټه د میدان وردګ ولایت مرکز کې داخلي عسکرو د محمد شفیق په نوم هغه ښوونکی وواژه،چي څه وخت وړاندي له نرخ  ولسوالۍ څخه د ولایت مرکز ته راکډه شوی وو. د اګست په ۲مه  د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ په جویبار سیمه کې […]

سید سعید

د روان ( ۲۰۱۶،ز) کال داګست دمیاشتي په لومړۍ نیټه د میدان وردګ ولایت مرکز کې داخلي عسکرو د محمد شفیق په نوم هغه ښوونکی وواژه،چي څه وخت وړاندي له نرخ  ولسوالۍ څخه د ولایت مرکز ته راکډه شوی وو.

د اګست په ۲مه  د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ په جویبار سیمه کې کورنیو عسکرو  دملکي خلکو په کورونو د هاوان ډزي کړي چي له امله یې دوې میرمني ژوبلي شوې دي.

د اګست په ۳مه دپکتیا ولایت دڅمکنو ولسوالۍ په لواړه سیمه کي د داخلي عسکرو دهاوان په ډزو کي دوه تنه ولسي هیوادوال شهیدان شوي دي.

د اګست په ۴مه دزابل ولایت د میزاني ولسوالۍ د ناوې  په سیمه کې داخلي عسکرو دملکي خلکو په کورونو دهاوان مرمۍ  وارکړي چې په  یوه کورکې یې دلګیدو  له امله یو ماشوم شهید او دوه  نور ماشومان زخمیان شوي دي.

د اګست په ۵مه دغزني ولایت دشلګر ولسوالۍ په نظر والو کلي کي د کورنیو عسکرو دهاوان په ډزو کي دوه کوچنیان شهیدان شوي او دوې ښځي ټپیاني شوي دي.

د اګست په ۷مه دبادغیس ولایت د مرغاب ولسوالۍ په مربوطاتوکې کورنیو عسکرو له خپلي پوستې ۳ کلومتره لیري  دجیخوجي  کلي په سیمه کې دملکي  خلکو کورونه په هاوانونو وویشتلي چې له امله یې  درې تنه ملکي وګړي شهیدان او شپږ تنه  نور ژوبل شوي دي.

د اګست په ۸مه  د  خوست  ولایت د سپیري ولسوالۍ اړوندغورمې اډه، بوزي او تڼیخیلو کليو باندي داخلي عسکرو چاپې وهلي،وروسته له طالبانو سره نښته رامنځته شوې او ترنښتي وروسته د عسکرو دثقیله وسلو په ډزوکي درې  تنه ولسي وګړي شهیدان شوي او شپږ تنه نور  سخت ژوبل شوي دي،دغه راز عسکرو یو شمیر عام کلیوال له ځان سره د بندیانو په توګه هم  وړي دي.

د اگست په ۱۲مه دپکتیکا ولایت د خوشامند ولسوالۍ په میناري کلي کي د یرغلګرو په بمبار کي دیارلس تنه ولسي وګړي شهیدان شوي،بمبار د ډاکټر وریښمن پر کور شوی او دنوموړي په ګډون د کورنۍ دیارلس تنه غړي یې شهیدان شوي دي.ځایې خلګو افغان اسلامي اژانس ته ویلي چي په برید کي ټول وژل شوي کسان ولسي وګړي دي چي ښځي او ماشومان هم پکي شامل دي،پکتیکا کي ولایتي منسوبینو او مامورینو هم منلې چي په یاده شوي حمله کي ټول زیان ولسي خلګو ته رسیدلی دی.

د اګست په ۱۲مه  د میدان وردګ ولایت د جلګي ولسوالۍ اړوند احمدخیلوکلي کې عسکرو د مستوخان په نوم یو تن ولسي وګړی، چي په خپله کرونده کې په کار بوخت وو،شهید کړی دی.

د اګست په ۱۳مه  د لوګر ولایت  دمحمد آغې ولسوالۍد زرغون شهر سیمي د دامنکوه په کلي باندي داخلي عسکرو د هاوان برید کړی، په دغه بریدکې د سیدجان په نوم د یوې کورنۍ یو ماشوم او یوه میرمن شهیدان شوي دي.

د اګست په ۱۵مه د ننګرهار ولایت د غني خیلو ولسوالۍ په ۲۸ نمبر ویالي سیمه کي د اربکیانو په ډزوکي شپږ تنه ملکي وګړي ژوبل شوي دي.

داګست په ۱۵مه د بغلان ولایت دهنه غوري ولسولۍ بازارته نژدې دحکومتي الوتکو په بمبار کي د یوې کورنۍ پنځه تنه ولسي وګړي دمیرمنو اوماشومان په ګډون شهیدان شوي دي.

د اګست په ۱۵مه د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ په سلطان خېلو کلي کي د داخلي عسکرو دهاوان په ډزو کي دمیراحمد اکا  زوی شهید شوی او وریره یې ژوبله شوې ده.

د اګست په ۱۷مه د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ په  هدیاخیلوسیمه کي اشغالګرو عسکرو د داخلي عسکرو په ملګرتیا دچاپې پر مهال اووه تنه ولسي وګړي بندیان کړي دي.

د اګست په ۱۸مه د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ په  رئیس عبدالله کلي کي اشغالګرو عسکرو د داخلي عسکرو په ملتیا د ملکي خلکو په کورونو چاپي وهلي،کورونه یې تلاشي کړي،خلګ یې وهلي او اووه تنه ولسي وګړي یې بندیان کړي دي.

د اګست په ۱۹مه  د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالۍ مرکزته نژدې د حکومتي ځواکونو په بمبار کي ډیرو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اګست په ۱۹مه  د کندز ولایت دچهارد رې ولسوالۍ په سجانیواوقریه یتیم سیمو کي د حکومتي ځواکونو په بمباریو او دثقیله وسلو په بریدونو کي دوه تنه ملکیان شهیدان شوي او یوه میرمن ټپي شوې ده.

د اګست په ۲۰ مه د میدان وردګ ولایت مرکز ته نژدې د خروټو په کلي کي د عسکرو دثقیله وسلو په ډزو کي یو سړی او میرمن یې شهیدان شوي او یو ماشوم ژوبل شوی دی.

د اګست په ۲۰مه د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ  سیسي کلي ته نژدې ځایې عسکرو په  هغو انجنیرانو،چي په سیمه کې یې د برق پايي جوړولي،حمله کړې،په حمله کي یو تن انجنیر شهید شوی او یو بل تن ژوبل شوی دی.

د اګست په ۲۰مه  د تخار ولایت  داشکمش ولسوالۍ د چشمه تلخ په سیمه کي داخلي عسکرو د ملکي خلکو په کورونو د هاوان بریدونه کړي، په دې بریدونو کي یوه میرمن او دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

داګست په ۲۲مه  د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د پیرو په کلي د داخلي عسکرو دهاوان په ډزو کي دوه تنه ولسي وګړي( محمد ایاز اکا او زوی یې) شهیدان شوي دي.

د اګست په ۲۲مه دهلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د وزیرو مانده سیمه کي یرغلګرو دچاپې پر مهال درې تنه ملکي وګړي دملا امام په شمول بندیان کړي دي.

د اګست په ۲۹مه دکندوز لایت اړوند لوی کنم سیمه کي اشغالګرو عسکرود داخلي عسکرو په ملتیا د ملکي خلکو په کورونو چاپې وهلي،د کورونو دروازې یې په بمونو الوزولي،خلګ یې وهلي،شتمنۍ یې ورڅخه لوټ کړي او په اخر کي یې دکلي د ملا امام په ګډون دیارلس تنه ولسي هیوادوال دبندیانو په توګه له ځان سره وړي دي.

د اګست په ۳۱مه دکندوز ولایت مرکز مربوط ملرغي سیمي کي د کورنیو عسکرو د دیسي توپ په ډزو کي څلور تنه ولسي وګړي شهیدان شوي،تر پیښي وروسته خلګو د حکومت پر ضد مظاهره کړې او دعاملینو دسزا غوښتنه یې کړې ده.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،خبریال ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]