جنګي جنایتونه( اکتوبر)

سید سعید د ۲۰۱۹ز،کال داکتوبر د میاشتې په لومړۍ نیټه د بغلان ولایت دپلخمري په  چشمه شیر سیمه کې د داخلي عسکرو په ډزو کې اته تنه ماشومان شهیدان او ژوبل شوي دي. د اکتوبر په لومړۍ نیټه دجوزجان ولایت په خانقاه،آقچه او فیض اباد ولسوالیو کې دګډو ځواکونو په عملیاتو کې یوولس تنه ملکي […]

سید سعید

د ۲۰۱۹ز،کال داکتوبر د میاشتې په لومړۍ نیټه د بغلان ولایت دپلخمري په  چشمه شیر سیمه کې د داخلي عسکرو په ډزو کې اته تنه ماشومان شهیدان او ژوبل شوي دي.

د اکتوبر په لومړۍ نیټه دجوزجان ولایت په خانقاه،آقچه او فیض اباد ولسوالیو کې دګډو ځواکونو په عملیاتو کې یوولس تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي،خانقاه کې اووه تنه شهیدان او ټپیان،اقچه کې یو سړی شهید او یوه میرمن ټپي او فیض اباد کې یو تن شهید او لور یې ژوبله شوې، همدارنګه په دې عملیاتو کې دولسي خلکو څوارلس کورونه ویجاړ شوي او خلکو ته پراخ مالي زیان هم او ښتی دی.

د اکتوبر په لومړۍ نیټه د غزني ولایت په شلګر ولسوالۍ کې حکومتي ځواکونو په نورالمدارس مدرسه او مستوفي کلي چاپه وهلې، د مدرسې کتابخانه، داسیدو کوټې او د غنمو ګودامونه یې تخریب کړي او دڅلورو کورونو دروازې یې په بمونو الوزولې دي.

داکتوبر په لومړۍ نیټه د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ د افغانیه درې په باقرخیلو کلي کې د داخلي عسکرو دتوپچي په ډزو کې شپږ تنه ماشومان او ښځې شهیدان او دوه تنه ټپیان شوي دي.

داکتوبر په ۲مه د غزني ولایت د ګیرو ولسوالۍ په دیسي کلي  کې دیرغلګرو په بمبار کې درې تنه ولسي وګړي شهیدان شوي،  همداراز دهمدې ولسوالۍ په پارچه سیمه کې دیرغلګرو په ډرون برید کې محمد حضرت چې د ښوونځي استاد و، شهید شوی دی.

داکتوبر په ۲مه د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ په  قیاق سیمه کې دحکومتي قواوو دهاوان په ډزو کې شپږ تنه ولسي وګړي شهیدان او ژوبل شوي دي.

د اکتوبر په ۳مه  دهلمند ولایت دواشیر ولسوالۍ د ملغوزار په سیمه کې دیرغلګرو په ډرون حمله کې دوه تنه ولسي وګړي چې په موټر کې سپاره وو، شهیدان شو ي دي.

 

داکتوبر په ۴مه د غور ولایت د چهارسدې ولسوالۍ په قلعه ګوهر کې دحکومتي قواوو دتوپچي په ډزو کې دوې ښځې شهیدانې او  یوه ژوبله شوې ده.

داکتوبر په ۸مه ګډو ځواکونو د پکتیکا ولایت د خوشامند ولسوالۍ په وطوخیل او حاجي نورمحمد نظام خیل کلیو باندې دچاپې په مهال یوه مدرسه او دوه کورونه ویجاړ کړي او څلور تنه ولسي وګړي یې شهیدان کړي دي.

داکتوبر په ۹مه د ارزګان لایت دچهارچینو ولسوالۍ د دوان په سیمه کې ګډو ځواکونو دچاپې په مهال دوه تنه ملکي وګړي شهیدان کړي او دخلکو نقلیه وسایط یې سوځولي دي.

داکتوبر په ۹مه دهلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ  دنهرسراج  دپوپلزو په سیمه کې دیرغلګرو په بمبا رکې دوه تنه لسي وګړي شهیدان او یو بل تن ژوبل شوی دی.

داکتوبر په ۹مه د بدخشان ولایت د وردج ولسوالۍ په  سترب کلي کې ګډو ځواکونو دچاپې په مهال یوولس کورونه نړولي،  درې تنه ښځې او ماشومان یې شهیدان، یوولس تنه  ټپیان کړي او شپږ تنه  ولسي هیوادوال یې بندیان کړي دي.

داکتوبر په ۱۰مه  د کندﺯ ولايت د چهاردرې ولسوالۍ په  نهرصوفي سيمه کې ګډو ځواکونو دچاپې په مهال یو مسجد او دوه کورونه ویجاړ کړي، دشولو درمند یې سوځولی او څلور تنه ملکي وګړي یې بندیان کړي دي.

د اکتوبر په ۱۱مه  د کاپیسا ولایت د اله سای ولسوالۍ دوکراجیو سیمه کې ګډو ځواکونو دچاپې په مهال دوه تنه ولسي وګړي شهیدان کړي دي.

داکتوبر په ۱۱مه  د پکتیکا ولایت دمټاخان ولسوالۍ سیدو کلا کې داخلي عسکرو دوه تنه ملکي وګړي شهیدان کړي دي.

داکتوبر په ۱۱مه د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ په ارنکارو سیمه کې ګډو ځواکونو پر یوه دیني مدرسه چاپه وهلې، څلور تنه زد کونکي او دوه نفره استادان یې دبندیانو په توګه له ځان سره بیولي دي.

د اکتوبر په ۱۲مه د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ په تاسن کلي کې یرغلګرو او داخلي عسکرو دچاپې په مهال څلور تنه ملکي هیوادوال شهیدان کړي او دوه نفره یې ژوبل کړي دي.

داکتوبر په ۱۳مه  دزابل ولایت دشاجوی ولسوالۍ په بازار باندې دحکومتي ځواکونو دهاوان په بریدکې شپږ تنه ولسي وګړي شهیدان ا وټپیان شوي دي.

داکتوبر په ۱۳مه دهلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ  دتعمریانو د بلاک  په سیمه کې دحکومتي ځواکونو دهاوان په برید کې شپږ تنه ښځې او کوچنیان ټپیان شوي دي. همدارنګه د آبي ژرندو  په سیمه کې دیرغلګرو په بمبا ر کې یوه میرمن شهیده شوې ده.

د اکتوبر په ۱۳مه  دمیدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د سیبکې پربازار ګډو ځواکونو د چاپې په مهال دګڼو دوکانونو دروازې ماتې کړې او قیمتي توکي یې ځني وړې دي.

داکتوبر په ۱۳مه د بدخشان ولایت د وردج ولسوالۍ په باشند کلي کې دیرغلګرو او حکومتي ځواکونو په بمبار کې پنځلس کورونه ویجاړ او دښځو او ماشومانو په ګډون دیارلس تنه ولسي وګړي شهیدان او شل تنه ټپیان شوي دي.

د اکتوبر په ۱۵مه د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ په صدمرده او سنګ کلا سیمو کې اشغالګرو او داخلي عسکرو اووه تنه ملکي وګړي شهیدان کړي، پنځه تنه یې بندیان کړي او لس کورونه یې تخریب کړي دي.

د اکتوبر په ۱۷مه د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ په سیړانو سیمه کې د ګډو ځواکونو په بمبار کې پنځه تنه ښځې او ماشومان شهیدان او ټپیان شوي دي.

داکتوبر په ۱۸مه د زابل ولایت مرکز قلات بازار ته څیرمه د نمرو په سیمه کې د یرغلګرو په ډرون برید کې دوه تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

داکتوبر په ۱۷مه د غزني ولایت د قرباغ ولسوالۍ په  بادرګۍ کلي کې ګډو ځواکونو دچاپې په مهال یو مسجد ورا ن کړی او خلکو ته یې زیات مالي زیانونه رسولي دي..

داکتوبر په ۱۹مه د زابل ولایت د مرکز قلات  بازار  د مالک خان جامع مسجد ته څیرمه  دیرغلګروپه  ډرون برید کې دوه تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

د اکتوبر په ۲۰مه د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ په  مراڼیو کلي کې ګډو ځواکونو دچاپې په مهال څلور تنه ولسي وګړي شهیدان کړي، ګڼ نور یې  وهلي او شکنجه کړي او له کورونو یې نغدي پیسې او قیمتي توکي وړي دي.

داکتوبر په ۲۰مه دکندهار ولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ د لوړ باغتو دتنګي  په سیمه کې ګډو ځواکونو دچاپې په مهال دوه ملا امامان او دوه نور کلیوال د بندیانو په توګه له ځان سره بیولي دي.

داکتوبر په ۲۰مه ګډو ځواکونو د غزني ولایت د ګیرو ولسوالۍ د موسی خیلو کلي کې دوه تنه ولسي وګړي شهیدان کړي دي.

داکتوبر په ۲۱مه د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ بازرګان ته نژدې زیارت  سیمه کې دحکومتي ځواکونو دهاوان  په بریدونو کې څلور تنې ښځې شهیدانې او یوولس تنه میرمنې او کوچنیان ټپیان شوي دي.

د اکتوبر په ۲۲مه د پکتیکا ولایت د ډیلي ولسوالۍ مربوطاتو کې دیرغلګرو په ډرون حمله کې دوه تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي.

داکتوبر په ۲۲مه د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په کلالګو سیمه کې دیرغلګرو په ډرون برید کې دوه تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

داکتوبر په ۲۴مه د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ په السنګ سیمه کې داخلي عسکرو دچاپې په مهال دوه تنه ملکي وګړي( پلار او زوی) شهیدان کړي دي.

داکتوپر په ۲۷مه دهلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ د مالګیر د دښت په سیمه کې  د یرغلګرو په ډرن حمله کې درې تنه ولسي وګړي شهیدان شو ي دي.

داکتوبر په ۲۷مه د کابل ولایت دموسهي ولسوالۍ په عبدالرؤف کلاسیمه کې د صفریک عسکرو دوه تنه ولسي وګړي( پلار ا وزوی) شهیدان کړي او دځایې مدرسې پنځه تنه زد کونکي یې بندیان کړي دي.

د اکتوبر په ۲۷مه  دحکومتي ځواکونو دتوپچي په ډزوکې د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په ملالي غونډۍ کلي کې دوه  ماشومان او یوه ښځه شهیدان شوي دي.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،خبریال ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]