جنګي جنایتونه(جولای)

سید سعید: د ۲۰۱۹ز، کال د جولای دمیاشتې په لومړۍ نیټه دفراه ولایت دمرکز اړوند دهیک سیمه کې  دیرغلګرو په ډرون حمله کې څلور تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي. د جولای په ۲مه ګډو ځواکونو د لوګر ولایت دمحمداغې ولسوالۍ په  زرغون شهر سیمه کې دچاپې په مهال دوه تنه ولسي وګړي شهیدان کړي […]

سید سعید:

د ۲۰۱۹ز، کال د جولای دمیاشتې په لومړۍ نیټه دفراه ولایت دمرکز اړوند دهیک سیمه کې  دیرغلګرو په ډرون حمله کې څلور تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي.

د جولای په ۲مه ګډو ځواکونو د لوګر ولایت دمحمداغې ولسوالۍ په  زرغون شهر سیمه کې دچاپې په مهال دوه تنه ولسي وګړي شهیدان کړي او خلکو ته یې پراخ مالي زیانونه هم اړولي دي. همدارنګه یرغلګرو د څرخ ولسوالۍ آبجوش کلي باندې هم چاپه وهلې، د کورونو دروازې یې په بمونو الوزولې، درې تنه عام کلیوال یې شهیدان کړي او شپږ تنه یې بندیان کړي دي.

د جولای په ۳مه یرغلګرو او حکومتي عسکرو د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ  دګاري بازار په سیمه چاپه وهلې، کورونه  یې تلاشي کړي،  ډیر خلک یې وهلي اوځورولي او درې نوې( ۹۳) دوکانونه یې سوځولي دي.

د جولای په ۵ مه  د پکتیا ولایت دڅمکنیو ولسوالۍ په  جګ اورګوړ سیمه کې د داخلي عسکرو د ثقیله وسلو په پیرونو کې دوه ماشومان شهیدان او درې ژوبل شوي دي.

د جولای په ۵مه دهرات ولایت دشینډنډ ولسوالۍ  د کوک  په سیمه کې یرغلګرو په دوو جلا  ډرون حملو کې دوه تنه ملکي وګړي شهیدان کړي دي.

د جولای په ۵مه اشغالګرو او داخلي عسکرو د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د ګردن مسجد په محمدو کلي چاپه وهلې، پنځه تنه ولسي وګړي یې شهیدان کړي او کلیوالو ته یې پراخ مالي تاوان هم رسولی دی.

د جولای په ۶مه  د بادغیس ولایت دغورماچ ولسوالۍ  د غلیمولاغ  په سیمه کې یرغلګرو او داخلي عسکرو دچاپې په مهال دوه تنه ملکي هیوادوال شهیدان کړي دي.

د جولای په ۶مه د غزني مرکز اړوند، سپنده سیمه کې د شلګر ولسوالۍ د زاړه کلینک دوه مؤظف ډاکتران ( ډاکتر ګل احمد، او ډاکتر موسی خان) دیرغلګرو په یو ډرون حمله کې شهیدان شوي دي.

د جولای په ۷مه  د غزني مرکز اړوند پیر زاده  کلي ته څیرمه د اشغالګرو په ډرون برید کې د کلي ملا امام (مولوی احمد) او یو بل کلیوال سپین ږیری شهیدان شوي.همداراز د شلګر ولسوالۍ په  ګبرو کلي کي د اشغالګرو په یو بل ډرون برید کې د عبدالهادي په نوم یو کلیوال او دوې لوڼې یې شهیدانې شوې دي.

د جولای په ۸مه یرغلګرو د بغلان ولایت د ډنډ شهاب الدين په کتب خيلو سيمه کې پر یو کور ډرون حمله کړې، په دې برید کې د یوې کورنۍ اووه  تنه غړي شهیدان شوي دي.خلکو دشهیدانو جسدونه پلخمري ته راوړي وو او د پلخمري- مزار لار یې داعتراض په توګه د ترافیکو پر مخ تړلې وه.

د جولای په ۸مه دهرات ولایت دشینډنډ ولسوالۍ د سنګچال دکاریز دینک  سرته  د یرغلګرو په ډرون برید کې دوه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

د جولای په ۸مه  اشغالګرو او داخلي عسکرو د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ تنګي  کې دسیدانو  پر روغتون چاپه وهلې،د دوو   ډاکټرانو په ګډون یې څلور  تنه شهیدان کړي، یو متخصص ډاکټر یې بندي کړی او د یادشوي کلینیک وسایل او تجهیزات یې سوځولي دي.

د جولای په ۱۰مه د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په محب خیلو کلي کې دحکومتي قواوو دهاوان په ډزو کې  د یوه کور شپږ تنه غړي شهیدان او ټپیان شوي دي.

د جولای په ۱۰مه دفراه ولایت دبکوا ولسوالۍ مرکز ته څیرمه یرغلګرو او داخلي عسکرو په سیمه کې دملکي خلکو پر یوازیني  کلینیک چاپه وهلې، کلینیک کې طبي وسایل اوامبولانس موټر یې سوځولي او له ورڅېرمه دوکانونو یې قیمتي شیان وړي دي.

د جولای په ۱۰مه د غزني ولایت دشلګر ولسوالۍ په  باګو کلي کي یرغلګرو د ولسي خلکو پر یو سراچه ډوله موټر ډرون برید کړی، چې له امله یې درې تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي.همدارنګه په اسماعیل کابلو کلي کې د اشغالګرو په یو بل ډرون برید کې یو تنکی ځوان چې پسونه یې څرول شهی شوی دی.

د جولا ی په ۱۱مه د ارزګان ولایت د چورې ولسوالۍ  د قلعه راغ  په سیمه کې د داخلي عسکرو په ډزو کې دوه تنه کلیوال شهیدان شوي دي.

د جولای په ۱۲مه  دهرات  ولایت د پښتون زرغون ولسوالۍ  د کشميراباد په سیمه کې د سنګوري اربکیانو دثقیله وسلو په ډزو کې شپږ تنه ملکي وګړي ژوبل شوي دي.

د جولای په ۱۲مه   دفراه ولایت دګلستان ولسوالۍ د دیوال سرخ بازار په سیمه کې یرغلګرو دولسي وګړو د سپرلۍ پر  یو سراچه موټر ډرون برید کړی، چې له امله یې په موټر کې سپاره څلور تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي.

د جولای په ۱۲مه یرغلګرو او داخلي عسکرو د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ د سیاه ځنګل په سیمه کې دچاپې په مهال له ګڼو کورونو قیمتي توکي وړي، نقلیه وسایط یې سوځولي او شپږ تنه ښځې او ماشومان یې شهیدان او ټپیان کړي دي.

د جولای په ۱۳مه د پکتيا ولايت داحمد خیلو ولسوالۍ د تنګي خولې سيمه کې داخلي عسکرو دوه کلیوال شهیدان او یو تن زخمي کړی دی.

د جولای په ۱۳مه ګډو ځواکونو د میدان وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ په لاغریو، کمال خېلو، چوپان او بلندخېلو کلیو باندې چاپې وهلې،د کورونو دروازې یې په بمونو الوزولې، څاروي یې ویشتلي او دڅلورو وروڼو په ګډون یې اووه تنه ملکي وګړي شهیدان کړي دي.

د جولای په ۱۴مه  د بغلان ولایت دګذرګاه نور ولسوالۍ په  دهن جراب کلي کې اربکيانو دوه تنه عام کليوال شهیدان کړي دي.

د جولای په ۱۴مه ګډو ځواکونو د دایکندی ولایت د ګیزاب ولسوالۍ په خلچ سیمه کې دښځو او ماشومانو په ګدون ۲۳ تنه ملکي هیوادوال شهیدان کړي دي.

د جولای په ۱۵مه د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په  زرغون شهر سیمه کې داخلي عسکرود شهید اختر محمد منځني ښوونځې یو زده کونکی(همت الله) شهید کړی دی. همداراز مازدیګر مهال بیا دعسکرو د دهشکې په  پیرونو کې دوه تنه ملکي هیوادوال شهیدان او نهه تنه تپیان شوي دي.

د جولای په ۱۵مه  د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ  په مرکزي سیمه کې د داخلي عسکرو دهاوان په ډزو کې دوه تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي.

د جولای په ۱۵مه امریکایي الوتکو د لوګر ولایت مرکز اړوند کمالخیلو سیمه کې هغه مسجد بمبار کړ چې خلک پکې د قرآن کریم تفسیر ته ناست وو، په دغه بمبار کې د کمال خیلو مسجد په یو مخیزه توګه ویجاړ شوی، څلور ویشت(۲۴) تنه ملکي هیوادوال شهیدان او لس تنه پکې ټپيان شوي دي.

د جولای په ۱۵مه د جوزجان ولایت دقرقین ولسوالۍ په مربوطاتو کې اربکیانو سیمه ییز سپین ږیری دیني عالم( مولوي الله داد سخاوي) شهید کړی دی.

دجولای په ۱۶مه د بادغیس ولایت په  آبکمري ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په بمبار کې پنځه تنه ولسي وګړي شهیدان او اووه نفره ټپیان شوي دي.

د جولای په ۱۷مه اربکیانو د سمنګان ولايت دروي دوآب ولسوالۍ په روي سيمه کې یو طالب العلم او یو کروند ګر شهیدان کړي. همداراز  یوه ورځ وروسته ددې ولایت د تګاب ولسوالۍ د حاجیانو په کلي کې د داخلي عسکرو په ډزوکې یوه میرمن شهیده شوې ده.

د جولای په ۱۷مه  د هلمند ولایت دموسی کلا ولسوالۍ په میان دښت سیمه کې یرغلګرو  دملکي خلکو پر  یوه ګڼه ګوڼه ډرون برید کړی، چې  له امله یې اووه لس تنه  هیوادوال چې اکثر یې دهیواد له نورو سیمو دمزدورۍ لپاره سیمې ته راغلي وو، شهیدان شوي دي.

د جولای په ۱۷مه دهلمند ولایت د کجکې ولسوالۍ  دګندم ریز  په سیمه کې  د یرغلګرو په ډرون حمله کې اته تنه ولسي وګړي،چې له میدان وردګ ولایت څخه دمزدورۍ لپاره سیمې ته راغلي وو، شهیدان شوي دي.

د جولای په ۱۸مه د کابل  ولایت دموسهي ولسوالۍ  په شتک کلې کې حکومتي عسکرو د چاپې په مهال دوه تنه ملکي وګړي شهیدان کړي او نهه تنه یې د بندیانو په توګه له ځان سره وړي دي.

د جولای په ۱۸مه  د ننګرهار ولایت دسرخرود ولسوالۍ په  کاکوخیلو او کړسو سیمو کې حکومتي عسکرو دچاپې په مهال درې تنه ملکي وګړي شهیدان او درې تنه بندیان کړي دي.

د جولای په ۱۹مه  د بادغیس ولایت دمرغاب ولسوالۍ په اکازو سیمه کې د اشغالګرو په بمبار کې دوې ښځې او درې ماشومان شهیدان شوي دي.همدارنګه دیادې شوې ولسوالۍ په  خوجه سیمه کې هم پر یو کور  د بمبار په ترڅ کې یوه ښځه شهیده او یو سړی ټپي شوی دی.

د جولای په ۲۰مه د فاریاب ولایت د شیرین تګاب ولسوالۍ په کوه صیاد سیمه کې داخلي عسکرو دملکي خلکو یو سرای سوځولی، یو ملکي وګړی یې شهید کړی او یو بل تن یې ژوبل کړی دی.

د جولای په ۲۰مه د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ په چمتلي سیمه کې حکومتي عسکرو دچاپې په مهال دوه کلیوال چې سره وروڼه وو،شهیدان کړي دي.

د جولای په ۲۱مه اشغالګرو  د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ د دشت خاک په سیمه کې د کوچیانو په یوه کېږدۍ بمبار کړی چې له امله یې د دغي کورنۍ پنځه ښځې او څلور ماشومان شهیدان شوي او شپږ تنه ټپیان شوي دي. دجولای په ۲۱مه د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ په خان اباد سیمه کې د داخلي عسکرو دهاوان په ډزو کې دوې میرمنې شهیدانې شوې دي.

د جولای په ۲۳مه   د بادغیس ولایت دمرغاب ولسوالۍ  د جوی ګنج  په سیمه کې  د یرغلګرو په بمبار کې دولسي وګړو دوه کورونه زیانمن شوي، یو ملکي وګړی( معلم  عبدالوهاب)  پکې  شهید  او دوه ماشومان زخمیان شوي دي.

د جولای په ۲۳مه  د بلخ ولایت دچمتال ولسوالۍ په اسیاخان سیمه کې د اشغالګرو په ډرون حمله کې یوه ښځه او یو سړی شهیدان شوي او کور یې ویجاړ شوی دی.

د جولای په ۲۵مه ګډو ځواکونو د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ په کنډه لغو، لغرجو، مروردار او لوګرو کلیو باندې چاپې وهلې، دوه  مسجدونه یې وران کړي او درې  تنه عام کلیوال یې شهیدان کړي دي.

د جولای په ۲۶مه  یرغلګرو او داخلي عسکرو دفراه ولایت د پشتکوه ولسوالۍ د کاریزک  په سیمه کې څو کورونه،یوه  مدرسه او یو مسجد تخریب کړي او خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.

دجولای په ۲۷مه دبادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ د ریګي په سیمه کې یرغلګرو دملکي خلکو دسپرلۍ پر یو  موټر برید کړی چې له امله یې په  موټر کې سپاره څلور تنه ولسي هیوادوال شهیدان شوي دي.

د جولای په ۲۸مه د پروان ولایت د سیاګرد ولسوالۍ په قمچاق او دشتک سیمو کې حکومتي ځواکونو د ملکي خلکو په ګڼو کورونو، مسجد او مدرسه چاپه وهلې، مدرسه، جومات او ځیني کورونو یې په بمونو الوزولي،اووه لس تنه ملکي هیوادوال یې شهیدان او یو نامعلوم شمېر یې ټپیان کړي دي، همداراز له سیمې څخه د وتلو په مهال یې دیرش تنه عام کلیوال د بندیانو په توګه له ځان سره بېولي دي.

د جولای په ۲۸مه  دفراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په مربوطاتو کې دداخلي عسکرو دهاوان په ډزو کې درې ماشومان شهیدان اودوه ټپیان شوي دي.

دجولای په ۲۹مه د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په پیوو سیمه کې د داخلي عسکرو دډیسي توپ په ډزو کې درې تنه ملکي وګړي شهیدان او زخمیان شوي.همداراز په ورته وخت کې یرغلګرو دولسي خلکو پر  یو سراچه موټر ډرون حمله کړې چې له امله یې درې تنه عام کلیوال شهیدان شوي دي.

دجولای په ۲۹مه د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ د زرتالي او شینغولي په سیمو کې د ګډو ځواکونو په هوایې برید کې درې تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي.

د جولای په ۳۰مه یرغلګرو او داخلي عسکرو د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ په  ګندمک سیمه کې دچاپې په مهال شپږ تنه ملکي هیوادوال شهیدان او دوه تنه ژوبل کړي او یوه لیسه او درې کورونه یې تخریب کړي دي.

د جولای په ۳۰مه دفاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ د دون قلعه په سیمه کې دحکومتي عسکرو دهاوان په ډزو کې شپږ تنه ماشومان او میرمنې شهیدانې او زخمي شوې دي.

د جولای په ۳۰مه  دهلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ دنهرسراج  دپوهنتون په سیمه کې دیرغلګروپه  ډرون حمله کې شپږ تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،خبریال ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]