جنګي جنایت، د امریکایي پروفیسر له نظره ..!!

لیکنه :  موسی فرهاد    Professor Kevin Barrett  فروفیسور کیون برټ 57 کلن سپین پوستی امریکایی دی، د Madison میډیسون په ښار کې ژوند لري، د سان فرانسیسکو San Francisco او میډیسون Madison په مشهورو پوهنتونو کې استاذ او وتلی لیکچرار پاتی شوی. نوموړي په لویدیځ کې په رښتیا ویلو او سپینو خبرو کولو سره زیات […]

لیکنه :  موسی فرهاد   

Professor Kevin Barrett  فروفیسور کیون برټ 57 کلن سپین پوستی امریکایی دی، د Madison میډیسون په ښار کې ژوند لري، د سان فرانسیسکو San Francisco او میډیسون Madison په مشهورو پوهنتونو کې استاذ او وتلی لیکچرار پاتی شوی.

نوموړي په لویدیځ کې په رښتیا ویلو او سپینو خبرو کولو سره زیات شهرت موندلی دی. خو هغه مهال یې لا زیات د خلکو پام ځان ته واړاوه چې د Truth Jihad ریښتیني جهاد په نوم کتاب یې ولیکه.

نوموړی همیشه پرداسی موضوعاتو لیکچرونه ورکوي چې لویدیځ د اسلامي نړۍ او مسلمانانو پر وړاندي ولي بي عدالتي او نا انصافي کوي…؟!

څه موده وړاندي یې د یو مصری الأصله امریکايی مسلمان 30- کلن طارق مهنّا Tarek Mehanna  په اړه ، چې په امریکا کې د القاعده سره د تړاو په اتهام ونیول شو او بیا په ۱۷ کاله بند محکوم شو ؛  د هغه قاضی ته یو سرخلاصی لیک ولیکل چې په هغه کې یې د نورو سپینو خبرو ترڅنګ د افغانستان د قضیې په اړه هم څرګندوني کړي دي .  دغه قاضي چې George A. O’Toole,  جورج اِ وُتول نومیږي ؛ په امریکا کې په ډېر متعصب او سخت زړي انسان سره شهرت لري .

په ډېره معمولي خبره هغو خلکو ته د اعدام یا عمر قید سزاء اوروي ،چې په اصطلاح د ترهګرۍ په تړاو دوسیه ولري .  طارق مهنا ته یې صرف په دې خبره ۱۷کاله سزاء واوروله ، چې القاعده ته منسوب یو کتاب یې له عربي نه انګریزي ته ژباړلی وو .

موږ به په دې وړه لیکنه کې د نوموړي د خط ځیني ټکي د لوستونکو د مالوماتو لپاره را نقل کړو :

پروفیسور کیون برټ  لیکي :

ښاغلی جارج اوتول !

کوم شخص (طارق مهنا) ته چې تا کومه سزاء اورولي او مجرم مو ګرزولی ؛ زه غواړم چې په راتلونکو ټولټاکنو کې هغه ته خپله رایه ورکړم .

او له تا څخه غوښتنه لرم چې په کوم جرم چې دې هغه سزاء کړی ؛ ماته هم فورا همغه سزاء راکړه . زه علی الاعلان وایم چې هغه هیڅکله مجرم نه دی ، هغه د خپل حق آواز اوچت کړی . زه په ډاګه د هغو ټولو خبرو ذمه داري اخلم ، د کومو په وجه چې تا هغه مجرم بللی . زه د هغه له ټولو خبرو سره اتفاق کوم .

طارق مهنا چې د کوم کتاب ترجمه کړي ، هغه خو کوم جرم نه دی کړی ، هغه خو فقط له خلکو غوښتنه کړي چې د جنګي مجرمینو مقابله وکړي ، هغه مجرمین چې د دوي پر وطن او خاوره یې تیری کړی .

لهذا که ته ماته اجازه راکړي چې زه ستا په وړاندي په ښکاره اعتراف وکړم، چې زه د دې جرم ارتکاب په غاړه اخلم .  بلکي زه له ټولو انسانانو غواړم چې د سترو جنګي مجرمینو پرخلاف د سر په بیه ودریږي .

زه په خاص ډول د افغانستان له هر وګړي څخه تأکیدا غوښتنه کوم چې د هغو جنګي مجرمینو پرضد وسله پورته کړي ، چاچې د دوی پر سرزمین یرغل کړی او یا یې د یرغلګرو مرسته کړي ده .

له هري ممکني وسیلي دې کار واخلي ، دغه جنګي مجرمین دي ګرفتار کړي ، که یې نیولای نشي ، نو د عام وژني د وسلي په ګډون دې له هیڅ رنګه وسلي څخه ډډه نه کوي او د تیري کوونکو په مقابل کې دي وجنګیږي ، دوی دې په زور له خپل هیواده او خپلي خاوري وشړي .

زه ټولو هغو خلکو ته همدا مشوره ورکوم ، د چا پرخاوره او حقوقو چې نورو تجاوز کړی دی .  که پر امریکا بل څوک راځي برید پري کوي ، زه امریکایي ولس ته هم دا مشوره ورکوم او خپله هم همدا کار کوم .

قاضی صیب! جورج اِوتول !

حقیقت دا دی چې پر امریکا لا له وړاندي د صهیونیستانو قبضه ده ، پکار دا وه چې امریکایانو لا پخوا وسله پورته کړي وای او د صهیونیزم له ولکې یې ځان آزاد کړی وای .

جناب جج صیب!

په دې سزاء سره تاسو ښایی د امریکي قانون سپکاوی کړی وي ، دا کوم جرم دی چې د کتاب پر ژباړلو مو هغوی ته دومره سزاء ورکړه ؟  ښایی تاسو د دې سزاء ورکړي وي چې هغه سوریی ته سفر کړی و او د مسلمانانو له حاله یی ځان خبر کړی ؤ .؟!

تا ته معلومه ده جناب قاضی صیب جورج اوتول …!

زه څو ځله په دې موخه ډېرو اسلامي او نورو هیوادونو ته تللی یم ، لکه مراکش ، ګوایتی مالا ، کاناډا ، فرانسه ، ترکي او ډېرو نورو ته ، چې وګورم او په دې ځان پوهـ کړم چې څنګه هلته هغه خلک چې پر آزادۍ ، حریت او حقوقو یې تجاوز شوی ؛ دوی د ځان دفاع کوي ،.؟!

زه چې کوم ځای ته هم تللی یم او هلته می له خلکو سره لیدنه کتنه شوي ؛ هغوی ته مي واضحه کړي ده ،چې د بین المللي قوانینو له مخي د یرغمل شده خلکو نه یوازي دا حق ده چې د خپلي آزادۍ لپاره مبارزه وکړي ؛ بلکي ورباندي فرض ده چې د تیري په مقابل کې به دریږي .

دا خبره می په ترکیه کې په هغه غونډه کې خلکو ته په خطاب کې هم وکړه ،چې د تیري ګرمۍ په موسم کې هلته تللی وم . او په هغه غونډه کې یو داسی ترکی افسر هم موجود و چې  د امریکي د ایف بی آی د ډایریکټر هم رتبه  ؤ .

بیله شکه چې همدا خبره نړیوال قانون هم کوي ، چې تجاوز او یرغل ترټولو بدترین جنګي جرم دی ، او د هغه په مقابل کې دریدل ، عین د قانون پلی کیدل دی .

جناب جج صیب !  که حقیقت ته وګورو ، طارق مهنا مجرم نه دی ، هغه د بین المللي قانون سره سم قدم پورته کړی ، د ظلم خلاف یې آواز اوچت کړی ، خلک یې د خپلو حقوقو او آزادۍ څخه دفاع ته رابللي . اصلاً مجرم ته یي !  تا د ډېر غټ جرم ارتکاب کړی چې هغه دي مجرم ګڼلی ،  تا د ظالم ننګه کړي .  زه بیا تکراروم چې د نورو پر آزادۍ ، او د نورو پر هیوادونو یرغل کول ترټولو بدترین جنګي جنایت دی .

د پروفیسر ډاکټر کیون برټ ، په اوږده لیک کې ډېري نوري خبري هم شته چې ما یی فقط هغه برخه را نقل کړي چې اړینه مې ګڼله .  دغه امریکایی پروفیسر چې د بین المللي حقوق پوهـ دوکتورا لري ؛  په ښکاره وایی چې د نړیوال قانون له مخي پر افغانستان د امریکا یرغل یو جنګي جنایت دی ، یرغل کوونکي جنایتکاران دي ، او هغه څوک چې ورسره مرسته کوي ؛ ټول د جنګي جرم مرتکبین دي .

باید چې په وړاندي یې له هرډول وسیلې څخه کار واخیستل شي . دا نه یوازي د افغانستان د خلکو حق جوړیږي ، بلکي ورباندي لازمه ده چې د خپلي آزادۍ او خپل حق دفاع ته لاس ترزني پاتي نشي . ..!

پای ….!