د مهاجرینو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ا.ا.ا رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن آخند پیغام

الحمد لله و کفی الصلوة والسلام علی عباده الذین اصطفی اما بعد: قال الله تبارک و تعالی : الَّذِينَ آمَنُوا وَهَاجَرُوا وَجَاهَدُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ أَعْظَمُ دَرَجَةً عِنْدَ اللَّهِ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْفَائِزُونَ.( التوبه ۲۰) د افغانستان مسلمان او متدین ولس، د اسلامي امارت مسؤلینو، د غونډې ګډون والو او په ځانګړي توګه ټولو […]

الحمد لله و کفی الصلوة والسلام علی عباده الذین اصطفی اما بعد:
قال الله تبارک و تعالی : الَّذِينَ آمَنُوا وَهَاجَرُوا وَجَاهَدُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ أَعْظَمُ دَرَجَةً عِنْدَ اللَّهِ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْفَائِزُونَ.( التوبه ۲۰)
د افغانستان مسلمان او متدین ولس، د اسلامي امارت مسؤلینو، د غونډې ګډون والو او په ځانګړي توګه ټولو مهاجرو هېوادوالو ته السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
قدرمنو حاضرینو!
تر هر څه لومړی د الله تعالی شکر اداء کوم، چې موږ یې د اسلامي نظام د قیام او په افغانستان کې یې د دیني او ملي اساساتو د تحفظ او دفاع سپیڅلې لارې لپاره انتخاب کړي یو او د راستنېدونکو مهاجرینو د خدمت ویاړ یې را په برخه کړ، الله تعالی دې موږ او تاسې ته لا ډېر توفیق را نصیب کړي، تر څو په موفقیت سره د ټولو مسؤلیتونو له عهدې راووځو.
تاسې ټولو ته معلومه ده، چې په تېرو څلورو لسیزو کې دوه ځلي زموږ پر هېواد ناروا یرغل وشو او افغان ملت د خپل دین، عقیدې، استقلال، ملي حاکمیت او ارزښتونو د دفاع په هدف په خورا مېړانه او اخلاص د اشغالګرو پر وړاندې د هجرت، جهاد او مبارزې لاره ونيوله.
د جهاد او مبارزې په دغه سخت مسیر کې زموږ میلیونونه هېوادوال شهیدان، زخمیان، معیوب او مهاجر شول، خو د دغو تکالیفو او ستونزو د ګاللو په نتیجه کې لله الحمد نن زموږ له هېواده اشغالګر شړل شوي او هېواد مو خپله د افغانانو په واک کې دی او په ټول قلمرو کې یې تر واحد قیادت لاندې خپلواک اسلامي نظام حاکم شوی دی، لله الحمد.
ګرانو مهاجرو وروڼو او خویندو!
لکه څنګه چې د جهاد او هجرت لاره د تکلیف او مشقت له اړخه سخته ده، همدومره یې فضیلت هم ډیر دی او د الله تعالی په نزد خورا لوړ مقام او اجرونه لري. مهاجر وروڼه او خویندې هغه که هیواد ته راستانه شوي او یا لاهم له هېواده بهر په نورو هیوادونو کې میشت دي، دوی واقعا د ستر اعزاز او قدردانۍ وړ دي، زه د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدو عالي کمیسیون له رهبري او اعضاوو څخه مننه کوم، چې په تېرو څو میاشتو کې یې د راستانه شویو مهاجرینو ستونزو ته پر وخت رسیدګي کړې او د سرپناه، خوراک، څښاک، صحت، انتقال او نورو برخو کې یې له خپلو مهاجرو وروڼو سره مرستې کړې دي.
په حقیقت کې د نظام ټوله بدنه د خپلو راستنيدونکو مهاجرو هېوادوالو په خدمت بوخته ده، چې دا د دې ښکارندویي کوي، چې اسلامي امارت د خپلو خلکو په ځانګړي توګه د مهاجرینو د ستونزو حل ته متعهد دی او دا خپله دیني او ملي وجیبه بولي.
دغه راز له ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول سرمایه دارانو او شتمنو هېوادوالو څخه هیله کوم، لکه څنګه چې یې په تېرو څو میاشتو کې خپلو مهاجرو وروڼو ته خپله غیږه خلاصه کړې، لا ډېر له هغوی سره په هره برخه کې چې په توان کې یې وي، خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي، د کورونو په کرایو او نورو احتیاجاتو کې سهولت او رعایت ورسره وکړي او لاسنیوی یې وکړي.
محترمو حاضرینو!
باید یادونه وکړم، کومو هېوادونو چې کلونه کلونه یې زموږ مهاجرو هېوداوالو ته ځای ورکړی و، موږ ترې مننه کوو. زموږ ولس احسان فراموشه نه دی او د دوی کوربه توب ته د قدر په سترګه ګوري.
خو په عین وخت کې زموږ هیله دا ده، چې د مهاجرینو لویې او بشري موضوع ته دې له سیاسي لیدلوري او د آني ګټو او تصمیمونو له زاویې نه کتل کېږي، د فشار په ډول دې نه کارول کېږي، د راستنېدو پروسه دې په ابرومندانه او تدریجي توګه مخته یووړل شي، تر څو خدای مه کړه د بشري فاجعې او په اوږدمهال کې د هېوادونو ترمنځ د کرکې او بدبینۍ باعث ونه ګرځي.
د مهاجرینو د نړیوالې ورځې په مناسبت موږ پر ټولو اړخونو، د نړۍ په هېوادونو او د ملګرو ملتونو اړونده سازمانونو باندې غږ کوو، چې په افغانستان کې د مهاجرینو موضوع له پامه ونه غورځوي.
بشري عاطفه او خواخوږي دا ایجابوي، چې یاد شوې مراجع هم په افغانستان کې او هم له افغانستان څخه بهر د افغان مهاجرینو ستونزو ته رسېدګي وکړي. د هغوی د جبري اخراج مخه ونیسي، د هغوی د نیولو، بندیانولو، د مالونو د ضبط او یا ورته د نورو خنډونو جوړولو د مخنیوي لپاره موثرې او عملي هڅې وکړي. دغه راز په هېواد کې د ننه د مهاجرینو سره د لومړنیو مرستو، د هغوی انتقال، اسکان، هغوی ته د کار پیدا کولو او د ژوند د امکاناتو مهیا کولو په برخه کې باید خپل مکلفیت اداء کړي.
په پای کې له ټولو هغو هېوادونو، سازمانونو، خیریه بنسټونو او شخصیتونو څخه مننه کوم چې له مهاجرینو سره یې په دې سختو شرایطو کې مرستې وکړې او لا یې هم مرستې دوام لري همدارنګه یو ځل بیا ټولو هېوادوالو په خاص ډول مهاجرینو وروڼو ته ډاډ ورکوم، چې اسلامي امارت د یوه مسؤل نظام په حیث د دوی ترڅنګ ولاړ دی او په ټول توان سره به یې خدمت کې وي ان شاء الله تعالی.
والسلام
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء
الحاج ملا محمد حسن آخند