‏د فلسطين په تړاو جوړ شوي کنفرانس ته د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزير بشپړه وینا

‏ګران ورور حسن امیر عبداللهیان، د ایران ا.ج د بهرنیو چارو وزیر، ښاغلو وزیرانو، پوهانو او د دې مهمې ناستې ګډونوالو، السلام علیکم اجازه راکړئ چې لومړی د ایران ا.ج. د بهرنیو چارو له وزارت څخه مننه وکړم چې مونږ ته یې دا فرصت راکړ چې په دې مهمې او دردناک ترینې سیمه يیزې، اسلامي […]

‏ګران ورور حسن امیر عبداللهیان، د ایران ا.ج د بهرنیو چارو وزیر،
ښاغلو وزیرانو، پوهانو او د دې مهمې ناستې ګډونوالو،
السلام علیکم
اجازه راکړئ چې لومړی د ایران ا.ج. د بهرنیو چارو له وزارت څخه مننه وکړم چې مونږ ته یې دا فرصت راکړ چې په دې مهمې او دردناک ترینې سیمه يیزې، اسلامي او انساني موضوع باندې تاسي سره خپل نظر شریک کړم.
درنو همکارانو!
مونږ په داسې حال کې دلته راټول یو، چې ښايي دا اوس زما د خبرو په دوران کې هم د غزې مظلوم ځوانان وژل کيږي، مېندې يې دردېږي او حتی ماشومان خپل پلرونه او مېندې له لاسه ورکوي.
نن دقیقا ۷۸مه ورځ ده چې د غزې د خلکو عام وژنه او نسل وژنه روانه ده؛ خو هغه نړیواله ټولنه چې ټول وخت د بشر حقوقو، انساني ارزښتونو، عدالت او آزادۍ چغې وهي، نن يواځې د دې وحشي عمل ننداره کوي.
متأسفانه چې مونږ ډېرو لویو تناقضاتو په عصر کې ژوند کوو!
په داسې حال کې چې ځینې هېوادونه د سیاسي دلایلو له امله او یا د بشر د حقوقو د جزي نقض په بهانه په نورو هېوادونو تحریمات وضع کوي، د هغه رژیم د جرایمو په اړه غلي دي، چې د یو ملت په نسل وژنه کې یې د انسانیت ټول حدود او معیارونه له پامه غورځولي دي.
د بشر د حقوقو او نورو بشري موضوعاتو د لسګونه کنوانسیونونو په موجودیت کې په تېرو ۷۸ ورځو کې شل زره انسان ووژل چې د دوی نیمه برخه ماشومان او ښځې دي هېڅ ونه کړل اما همدغه کنوانسیونونه بیا په نورو د سیاسي ګټو لپاره د وسیلو په توګه استفاده کېږي.
درنو حاضرینو!
آیا له دویمې نړیوالې جګړې زیږېدونکی نړیوال نظم، له دې تناقضاتو سره د ۲۱مې پېړۍ انساني غوښتنو ته ځواب ویلی شي؟
آیا ممکنه ده چې په دغو دوه ګونو او څوګونو معیارونو د ۲۱مې پیړۍ د انسان عقل سره لوبې وشي؟
زه فکر نه کوم چې په دغو دوه ګوني او څو ګونی چلند به د اوسنۍ زمانې بیدار انساني وجدان ته قناعت ورکړای شي. مونږ یو داسې نوي نړیوال نظم ته اړتیا لرو چې بنیاد یې په عدالت او برابرۍ ایښی وي، داسې نظم چې له هيڅ انساني حق څخه سترګې پټې نه کړي او نه هم له یادو ارزښتونو سیاسي استفاده وشي.
داسې نظم چې نړۍ ته د سولې، ثبات او عدالت ارمغان راوړي.
مونږ وغواړو، که ونه غواړو، ووایو که ونه وایو، په دغو تناقضاتو انساني‌ وجدان نه شو ویده کولای. په غزه کې د فلسطینیانو قتل عام لپاره صهیونستي رژیم ته په خلاص لاس اجازه ورکول د دې تناقض څرګند مثال دی. په داسې حال کې د روان نړیوال نظم تغیر یو ضروري عمل دی.
دا لویه مسخره ده، چې کله افغانستان له څلورو لسیزو بهرنیو لاسوهنو او جګړو وروسته د امنیت او ثبات په طرف پېشرفت کړی، د بشر له حقوقو د سیاسي استفادې له امله له نړیوالو بندیزونو سره مخ کېږي.
څرنګه انسان کولای شي د دغو دوه ګونو معیارونو په منطق پوه شي؟
د ا. ا.ا. چې د افغاني ټولنې له منځ څخه راټوکېدلی نظام دی، د خدای په کومک او د خپل مجاهد او قهرمان ملت په مبارزې وتوانېد، چې د امریکا شل کلن اشغال ته د پای ټکی کېږدي، د فلسطین د مسلمان ملت درد ښه احساسولی شي.
مونږ چې له کلونو راهیسې د نړیوالو حاکمانو د تناقضاتو قربانیان یو، له بل هر ملت څخه ډېر د خپلو فلسطیني مسلمانانو په درد او غم کې ځان شریک بولو.
د فلسطین قضیه یواځې د فلسطین خلکو پورې محدوده نه ده بلکې عربي، اسلامي او انساني قضیه ده. هر هغه څوک چې په عدالت، آزادۍ او انساني ارزښتونو باور لري، نشي کولای د صهیونستي رژیم په اوسنیو ظلمونو غلی پاتې شي.
قدرمنو حاضرينو!
د ا.ا.ا د اسلامي امت د یوې نه بېلېدونکې برخې په حیث د صهیونستي رژیم روان ظلومونه او د فلسطین د خاورې اشغال رد کړی دی، د فلسطین د خلکو مبارزه د دیني نصوصو او نړیوالو حقوقو په اساس مشروع او قانوني مبارزه ګڼي. ا.ا. د اسلامي‌ نړۍ له مؤثرو هېوادونو څخه د فلسطین د بې ګناه خلکو وژلو ته د پای ټکي ایښودلو په برخه کې د مؤثر رول تمه لري. اسلامي نړۍ باید په ګډه، صهیونستي رژیم د روانو ظلمونو یواځینی مسؤل جهت وګڼي.
اسلامي نړۍ باید په یو غږ د فلسطین د آزادۍ غږ پورته کړي او پرېنږدي، چې سیاسي مسائل ځینې هیوادونه له دې ابتکاره پاتې کړي. د ایران ا.ج ننی ابتکار د قدر وړ دی.
مګر د دې اړتیا شته چې د سیمې نور هیوادونه هم لاس په کار شي تر څو وتوانېږو د فلسطین د مظلوم ملت د نسل وژنې مخه ونیسو. دا کوښښونه باید تر هغه دوام پیدا کړي؛ تر څو چې د فلسطین مسئلې ته داسې دایمي او عادلانه حل نه وي پیدا شوی, چې له مخې یې فلسطینیان د داسې دولت خاوندان شي, چې د فلسطین په تاریخي ځمکې باندې حاکم وي.
ا.ا.اله خپل توان سره سم له اسلامي نړۍ سره په دې انساني اواسلامي مسئله کې همکارۍ ته تیار دی.
زه یوځل بیاد ایران له خارجه وزارت څخه مننه کوم چې موږ ته یې دلته دخبرو فرصت برابر کړ.
اوترڅنګ يې ستاسې دټولو له پاملرنې څخه هم ډېره مننه کوم.
وآخر دعواناان الحمدلله رب العالمین