د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) په مشري د وزیرانو شوری غونډه وکړه

بسم الله الرحمن الرحیم د روان ۱۴۴۵ هجري قمري کال د جمادي اولی میاشتې په ۶ او ۷ نېټه په کندهار ولایت کې د عاليقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده (حفظه الله تعالی) په مشرۍ د افغانستان د اسلامي امارت د وزیرانو شوری غونډه وشوه. غونډه د قران کریم د څو مبارکو […]

بسم الله الرحمن الرحیم
د روان ۱۴۴۵ هجري قمري کال د جمادي اولی میاشتې په ۶ او ۷ نېټه په کندهار ولایت کې د عاليقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده (حفظه الله تعالی) په مشرۍ د افغانستان د اسلامي امارت د وزیرانو شوری غونډه وشوه.
غونډه د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه، وروسته عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) وزیرانو ته هر اړخیزه وینا وکړه او ويې ویل، ستاسو مسئولیتونه خورا درانه او د ښه خدمت په صورت کې د دنیا او اخرت د کامیابۍ ذریعه دي.
هغه زیاته کړه، اوسنی اسلامي نظام د افغان مجاهد ولس د بې سارو قربانیو په نتیجه کې رامنځ ته شوی چې په دې توګه د شریعت نفاذ او د ولس خدمت د مسئولینو لومړنۍ دنده بلل کیږي، په هر وزارت پورې د افغانستان د قریب څلویښت ملیونه ولس حقوق اړه لري، نو که خدای مکړه کوم مسئول غفلت کوي، د څلویښت میلیونه ولس حقوق ورسره ضایع کیږي.
موږ تاسو باید د خپل ولس قدر او خدمت وکړو، د دې لپار چې دې ولس له موږ سره ډيره وفا کړې ده، پام چې بې وفایي ور سره ونه کړئ، ټول ولس ته په یوه نظر ګورئ، ځکه چې تاسو اوس د یوې ولسوالۍ یا یوه ولایت مسئولین نه یاست؛ بلکې د ټول افغانستان مسئولیت په غاړه لرئ.
محترم امیرالمؤمنین وویل، هره دوره تیرېدونکې ده، موږ او تاسو باید کوښښ وکړو چې راتلونکو نسلونو ته ښه اصول، ښه لوایح او غوره اخلاق پریږدو.
هغه زیاته کړه، کوښښ کوئ چې د زور پر ځای د تشویق، ترغیب او نیکو اخلاقو له لارې خلک دین او اسلامي اخلاقو ته را وبولئ، د زور له لارې خلک مقابله در سره کوي خو په تشویق سره ملګرتیا او اخلاص در سره کوي.
عالیقدر امیرالمؤمنین توصیه وکړه چې د تېرو بدنامو مسئولینو له انجام څخه عبرت واخلئ، د علمي او جهادي دورې عادات درڅخه هیر او پاتې نه شي، د سلفو صالحینو اخلاق په ځانو کې را ولئ، که مسئولیت در وسپارل شو خوشحاله کیږئ مه، او که درڅخه واخیستل شو خفه کیږی مه.
ورپسې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر او د تجارت وزارت سرپرست محترم حاجي نورالدین عزیزي، ایران او پاکستان ته د خپلو وروستیو سفرونو راپورونه وړاندې کړل او د هیواد دصادراتو، وارداتو او ترانزيټ لپاره د بېلابېلو لارو په غوراوي خبرې وشوې، همدا راز په راروان ژمي کې د خوراک او سون موادو د تهیه کولو او پر وخت رسولو په تړاو لازم تصاميم ونیول شول.
وروسته د افغانستان بانک د رئيس محترم ملا هدایت الله بدري لخوا د افغانیو (کرنسۍ) د ارزښت ساتلو او ورسره تړلیو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې شول او په دې برخه کې د اسلامي امارت د رغنده پولي سیاست د لا تقویت او ور سره تړلو ټولو برخو کې د لا ښه شفافیت په تړاو لازم تصامیم ونیول شول.
همدارنګه هیواد ته د را ستنېدونکو مهاجرینو د وضعیت، خدماتو او ځای پر ځای کولو په اړه د ریاست الوزراء د اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشري جوړ شوي کمېسیون د خپل کاري راپور د وړاندې کولو تر څنګ د اسلامي امارت له لوري د نیول شویو تدابیرو تفصیل وړاندې کړ، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین له لوري ټولو وزیرانو ته هدایت وشو ترڅو د مهاجرینو خدمت ته لاهم د خپلو کارونو په سر کې ځای ورکړي.
ورپسې له ګاونډیو او نورو هیوادو سره د اړېکو د لا پراختیا او د شته ستونزو د حل په اړه په موجوده وضعیت او روان سیاسي فعالیت هم بحث وشو او د رغنده پالیسيو د تطبیق لپاره د بهرنیو چارو وزیر په سر پرستۍ د سیاسي کميسیون غړو ته د بهرنۍ او کورنۍ پالیسي او تګ لارې د چمتو کولو په اړه دنده وسپارل شوه.
ورپسي د هیواد د نوی نسل د ښې روزنې او په تعلیمي چارو کې د ښو خدماتو وړاندې کولو په بېلابېلو (دیني او عصري) برخو کې د علمي ظرفیت لوړولو د استادانو او شاګردانو د مشکلاتو د حلولو په تړاو تر بحث او مشورو وروسته لازم تصامیم ونیول شول. غونډه د دعايې په لوستلو سره پای ته ورسیده.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۸/۵/۱۴۴۵هـ ق

۱/۹/۱۴۰۲هـ ش ــ ۲۰۲۳/۱۱/۲۲ م