‏د امنيت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه ‌لیک په اړه د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الثاني ۱۷ د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له دې ناخوښي څرګندوي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دایمي غړو ترمنځ د نظر اختلاف سره سره ۲۷۲۱ شمېره پرېکړه‌لیک تصویب شو، چې له مخې يې د ملګرو ملتونو له سرمنشي څخه غوښتنه شوې چې افغانستان لپاره بل ځانګړی استازی […]

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الثاني ۱۷

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له دې ناخوښي څرګندوي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دایمي غړو ترمنځ د نظر اختلاف سره سره ۲۷۲۱ شمېره پرېکړه‌لیک تصویب شو، چې له مخې يې د ملګرو ملتونو له سرمنشي څخه غوښتنه شوې چې افغانستان لپاره بل ځانګړی استازی وټاکي. د یادولو ده، چې امنیت شورا د دوو دایمي غړو له خوا د ځانګړي همغږي کوونکي د ارزونې په تړاو د لا زیات وخت، بحث او وضاحت غوښتنې سره سره او د افغانستان حکومت سره له مشورې پرته یاد پرېکړه‌لیک تصویب کړ.

د افغانستان حکومت یو ځل بیا تکراروي چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي ماموريت (یوناما) په فعال موجوديت کې د افغانستان لپاره د یوه بل اضافي ځانګړي استازي ګومارنه یوه غیر ضروري چاره ګڼل کېږي، ځکه چې ځمکني واقعیتونه ښيي چې افغانستان په شخړه کې ښکېل هېواد نه دی او اوسمهال پکې داسې یو مرکزي حکومت واکمن دی چې د هيواد ګټې ساتلی او مکلفیتونه یې ترسره کولای شي او دا وړتيا لري چې د دوو اړخیزو او څو اړخيزو میکانیزمونو له لارې مسایل مدیریت کړي. د يادولو ده چې ځانګړو استازو د افغانستان او نړۍ په نژدې تاریخ کې نه یوازې دا چې کومه شخړه نه ده اواره کړې، بلکې د پردیو نسخو د تحمیل له لارې يې وضعیت لا کړکېچن کړی دی.

په داسې حال کې چې موږ د ملګرو ملتونو له خوا له افغانستان سره د لا پیاوړې او پراخې ښکیلتیا د ټولو مثبتو هڅو هرکلی کوو، زمونږ کړنلاره به په نهایت کې د افغانستان د خلکو نه بدلیدونکي دیني عقایدو، کلتوري ارزښتونو او ملي ګټو پر بنسټ ولاړه وي. په دې اساس، د ملګرو ملتونو له سازمان څخه غوښتنه لرو چې د افغانستان اړوند هر ډول پریکړو کي موجود واقعیتونه په نظر کې ولري او پریکړې یې د کوم لوري تر اغیز لاندي رانشي.