د تعلیمي ادارو او عام المنفعه ځایونو د حمایت اوساتنې په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د کابل ادارې مشرانو، ځينو تعلیمي ادارو ته خبرداری ورکړی چې ګنې (خدای مه کړه) د اسلامي امارت مجاهدین په ځينو پوهنتونونو باندې د برید او ضرر رسولو پلان لري. اسلامي امارت په هیواد کې د تعلیمي ادارو، پوهنتونونو، لیسو، مکاتبو، مدارسو او نورو عام المنفعه ځایونو څخه حمایت، څارنه او د اړتیا په وخت […]

د کابل ادارې مشرانو، ځينو تعلیمي ادارو ته خبرداری ورکړی چې ګنې (خدای مه کړه) د اسلامي امارت مجاهدین په ځينو پوهنتونونو باندې د برید او ضرر رسولو پلان لري.
اسلامي امارت په هیواد کې د تعلیمي ادارو، پوهنتونونو، لیسو، مکاتبو، مدارسو او نورو عام المنفعه ځایونو څخه حمایت، څارنه او د اړتیا په وخت کې کلکه ساتنه کوي.
دا خبره ډيره بعیده ده چې خدای مه کړه د اسلامي امارت مجاهدین دې په کوم تعلیمي ځای باندې برید ته زړه ښه کړي او نه هم داسې کړنه اسلامي امارت، هیواد او راتلونکی ته کومه ګټه لري، بلکې برعکس اسلامي امارت هڅه کوي چې تعلیمي ادارې لا تقویه، پراخه او مصئونه وي.
داسې افواهات، پروپاګند او تشویش خپرول د کابل ادارې له شومو پلانونو څخه پرده پورته کوي.
شک نشته چې د کابل ادارې استخباراتو به د خپلو داعشي ملیشو او یا د خپلو شریرو کارمندانو په وسیله د داسې کومې بدې کړنې پلان طرح کړی وي، ترڅو د اسلامي امارت د مجاهدینو په اړه غلط ذهنیت خپور کړي.
خو اسلامي امارت د دې ترڅنګ چې یادو ټولو نهادونو ته له خپلې خوا کامل ډاډ او اطمینان ورکوي؛ بیا هم له هغو ټولو څخه غواړي چې د کابل ادارې شومو دسیسو ته متوجه و اوسي او د کابل ادارې له استخباراتي ارګان سره پوره احتیاط وکړي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۴/۳/۱۴۴۲هـ ق
۲۰/۸/۱۳۹۹هـ ش 2020/11/10م