نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
۳۹ کاله وړاندې په همدې ورځ د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو پر افغانستان وحشیانه یرغل وکړ. په افغانستان د سرو لښکرو د یرغل په مهال د وخت شوروي اتحاد همداسې د نړۍ د لاندې کولو عزائم لرل لکه نن چې یې د امریکا متحده ایالات لري. هغوی د ختیځې اوروپا تر لاندې کولو وروسته […]
۳۹ کاله وړاندې په همدې ورځ د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو پر افغانستان وحشیانه یرغل وکړ.
په افغانستان د سرو لښکرو د یرغل په مهال د وخت شوروي اتحاد همداسې د نړۍ د لاندې کولو عزائم لرل لکه نن چې یې د امریکا متحده ایالات لري.
هغوی د ختیځې اوروپا تر لاندې کولو وروسته د افغانستان له لارې جنوبي آسیا په تیره د هند ګرمو اوبو ته ځان رسول غوښتل، خو د هند ګرمو اوبو ته تر رسیدو وړاندې په افغانستان کې د افغانانو د مقاومت د وینو په توفان کې داسې لاهو شول چې آن د مسکو په څنګ کې یې د منځنۍ آسیا اشغال کړي هیوادونه ټول له ولکې ووتل.
افغان مجاهد ولس نن په داسې حال کې د ماتي خوړلو شورویانو د یرغل ۳۹ کلیزه تقبیحوي چې د الله تعالی په نصرت او د خپل ۱۷ کلن جهادي مقاومت په برکت یې یرغلګر امریکایان نن کټ مټ له هغه برخلیک سره مخ کړي لکه تیري کوونکي شورویان چې یې مخ کړي وو، د هغوی پوځي زور یې ور اوبه کړی، په سیاسي او تبلیغاتي لحاظ یې له فضیحت سره مواجه کړي او د خپل تاریخ په ترټولو اوږده جګړه کې یې له افغانستان څخه د وتلو او پاتې کیدلو لاره تري ورکه کړي.
که واقعیت ته وکتل شي نو پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د وحشیانه یرغل ۳۹ کلیزه د امریکایانو لپاره یو غوره درس دی چې امریکايي چارواکي باید ډیر څه تري زده کړي، په افغانستان کې د شورویانو له شکسته عبرت واخلي او له آزمویل شویو افغانانو سره نور باید د زور آزمویلو خیال له سره وباسي.
اسلامي امارت په داسې حال کې چې د شوري اشغال په نتیجه کې پر افغانانو د سرو لښکرو په لاس تر سره شوی وحشت په تر ټولو کلکو تورو غندې د هغوي په مقابل کې د خپل مسلمان مجاهد ملت جهاد او مبارزه تمجیدوي او ورباندې ویاړي.
او له همدې مناسبت نه په استفادې سره امریکايي یرغلګرو ته یوځل بیا د تعقل او منطق له لاري له افغانستان څخه د وتلو او له اینده افغانستان سره دزور آزمایلو پر ځای داصولي دپلوماتیکو او اقتصادي رابطو سپارښتنه کوي.
د افغانستان اسلامي امارت
۲۰/۴/۱۴۴۰هـ ق
۶/۱۰/۱۳۹۷هـ ش ــ 2018/12/27م
دیدگاهها بسته است.