مونږ ته د یو افغان ژوند څومره اهمیت لري؟

حمزه الیاس نړیوالو به هر وخت پروپاګند کاوه، چې اسلامی امارت ته افغان وژنه خوند ورکوي او د یو افغان ژوند ورته هیڅ اهمیت نه لري. هر وخت یې ویل چي طالبان تروریستان دي. دوی په افغانستان کي وینه بهوي. دوی ته افغانان هیڅ اهمیت نه لري؛ بلکې د خپل منصب لپاره جنګیږي. غربي سوسیال […]

حمزه الیاس

نړیوالو به هر وخت پروپاګند کاوه، چې اسلامی امارت ته افغان وژنه خوند ورکوي او د یو افغان ژوند ورته هیڅ اهمیت نه لري. هر وخت یې ویل چي طالبان تروریستان دي. دوی په افغانستان کي وینه بهوي. دوی ته افغانان هیڅ اهمیت نه لري؛ بلکې د خپل منصب لپاره جنګیږي.

غربي سوسیال خورو به هم هر وخت دا پروپاګند کاوه، چې طالب دهشتګر دی، طالب تروریست دی، طالب بلا ده  او داسي نور …

نن طالب نړیوالو ته وښوده، چې طالب ته د یو افغان ژوند څومره مهم دی، د داسي افغان ژوند چې نه په حکومت کې دنده لري او نه د طالب سره کوم شناخت لري؛ بلکې د هېواد یو عام وګړی دی.

دا دوې ــ درې ورځې کېدې، په زابل کې د حیدر په نوم یو ماشوم په کوهي کې لوېدلی و، ټول هیوادوال حتی ټوله نړۍ یې د ژغورلو لپاره ناارامه وه.

پرون مو ولیدل چي د اسلامي امارت لوړ رتبه پلاوي (د اسلامی امارت دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب صاحب، د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی سلاکار او نور لوړ رتبه مشران له کابل څخه د دې ماشوم ژغورلو ته ورغلل. کله چې هلته ورسېدل، لومړی یې د ماشوم د ژغورلو لپاره دعاء وکړه. بیا یې مسلکي کسانو ته د کار سپارښتنه وکړه او خپله یې د کار څارنه کوله او آن تر سهاره یې شپه ورته روڼه کړه.

موږ دومره زړه سواند مشران لرو. مشرانو د دې ماشوم ژغورلو لپاره دومره کوښښ وکړ، لکه د دوی اولاد چې وي. له دې څخه معلومه شوه، چې دوی ته هر افغان ماشوم د خپل اولاد حیثیت لري.

تاسو قیاس وکړئ، چې موږ ته د یو افغان ژوند څومره اهمیت لري؟

په ټوله نړۍ کې وګرځئ، داسي وزیر دفاع به پیدا نه کړئ، چي هغه دې د یو ماشوم ژغورلو لپاره شپه روڼه کړي.

زه د دوی سوسیال خورو او د دوی په کمپونو کې ناستو کسانو ته وایم، چې د هغه ځایه په امارت پسې بد رد لیکي.

تاسو په تېر حکومت کې داسې وزیر دفاع درلودي؟ نه. هغه به د دې پر ځای چې د یو ماشوم ژوند وژغوري، قصدا به یې عام افغانان بمبارول او …

ستاسو وزیر دفاع خو پرېږده؛ بلکې هغه ستاسو بابا چي تاسو ورته زر کلن بابا لقب ورکړی و، هغه به ویل چي افغانان هر څومره کړېږي، هغومره زه په راحت یم.

هغه هم پرېږده! ستاسو یو ادنی مامور هم دومره رحم نه درلود؛ نو تاسو اوس خپله قیاس وکړئ، چي چا ته د افغانانو ژوند مهم او اهمیت لري؟

حکومت ته او که طالب ته!

فیصله پر تاسو …