د ځوان نسل فکري روزنه!

حمزه الیاس الحمدلله امریکا او د دوی متحدینو په افغانستان کې تاریخي ماتې وخوړه، ټول زبر ځواک یې له خاورو سره خاورې شو؛ خو شل کلن اشغال ډېرې ناخوالې تر شا پرېښودې، د دې ناخوالو له څخه یوه هم فکري جګړه ده، دا جګړه له هغه وخته پیل شوې، کوم وخت چې رب ذوالجلال حضرت […]

حمزه الیاس
الحمدلله امریکا او د دوی متحدینو په افغانستان کې تاریخي ماتې وخوړه، ټول زبر ځواک یې له خاورو سره خاورې شو؛ خو شل کلن اشغال ډېرې ناخوالې تر شا پرېښودې، د دې ناخوالو له څخه یوه هم فکري جګړه ده، دا جګړه له هغه وخته پیل شوې، کوم وخت چې رب ذوالجلال حضرت آدم علیه السلام خلق کړ او ملایکو ته یې د سجدې کولو امر وکړ، ملایکو حضرت آدم علیه السلام ته سجده وکړه؛ خو شیطان علیه اللعنة له سجدې کولو انکار وکړ، الله جل جلاله په قرآن عظیم الشان کې فرمایې: واذ قلنا للملئکة اسجدوا لآدم فسجدوآ الا ابلیس ابی واستکبر وکان من الکفرین. نو کله چې شیطان انکار وکړ، رب ذوالجلال له خپل دربار څخه ورټی، نو شیطان وعده وکړه؛ که زما وس ورسیږي، ستا یو بنده به د جنت بوی رانه ونه حس نه کړي.

وروسته رب متعال جل جلاله حضرت آدم علیه السلام ته امر وکړ، چې ته او ستا زوجه جنت ته داخل شئ او ورته یې وفرمایل: ولا تقربا هذه الشجرة فتکونا من الظلمین.
شیطان په دې وخت کې فکري جګړه پیل کړه، آدم علیه السلام ته راغی او ورته ویې وویل: ته دې رب له دې ونې څخه ځکه منع کړی یې، چې د تل لپاره په جنت کې ژوندی پاتې نه شې، له دې ونې څخه خوراک وکړه، تل به په جنت کې استوګن شې، کله چې حضرت آدم او بي بي حواء علیهما السلام له دې ونې خوراک وکړ، رب ذوالجلال دوی له جنت څخه وایستل.

نو فکري جګړه د بشر له پیدایښت څخه پیل شوې ده، په یوه روایت کې داسې راغلي دي، چې په دوولسمه پېړۍ کې یو جرمني لوړ پوړی چارواکی د مسلمانانو سره په مخامخ جګړه کې ونیول شو، جرمني لوړ پوري چارواکي ته د خپل بند په موده کې دا معلومه شوه، چې هېڅکله به مسلمانان په مخامخ جګړه کې ماته ونه خوري؛ مسلمان که ماته خوري، هغه فکري جګړه ده.

کله چې کفارو د نظامي جګړې تر څنګ فکري جګړه پیل کړه؛ نو مسلمانان له هغه راهیسې مغلوب شوي او آن تر اوسه مغلوب دي، په تېرو دوو لسیزو کې امریکا او متحدینو یې په افغانستان کې د نظامي جګړې تر څنګ فکري جګړه هم پر مخ بیوله، خو متأسفانه د نظامي جګړې له پای ته رسېدو سره یې لا هم فکري جګړه روانه ده، بلکې تر پخوا لا ګړندۍ شوې ده.

د نظامي جګړې له امله ویران شوي بېرته رغول لسیزې وخت نیسي؛ خو د فکري جګړې له امله ویران شوي فکرونه رغول به پېړۍ پېړۍ وخت ونیسي، غربیانو ځوان نسل ته دا په ذهن کې ورکړې، چي څوک کلین شیف او نیکټایي وکړي، ښځه له کور څخه بهر پرېږدي (بې پردې یې کړي) او د خلګو مخ ته یې fashion show ته راوباسي، د نامحرمو خلکو سره په کاري دفترونو کې کار وکړي؛ بس همدا پر مختګ دی، د دې تر څنک یې دا هم په فکر کي ورکړي، چې ښځینه ته دې هم د نارینه غوندې حقوق ورکړل شي او ډیموکراسي، نیشنلزم (قوم پرستي) ته لار هواره سي.

موږ او تاسو یې وینو چې اشتهارونه یې جوړ کړي، د خپل حق غوښتلو لپاره مظاهرې کوي، کوم چې غربیانو ورښودلي، خو افسوس چې فکري جګړې ډېر تش په نوم مسلمانان په خپل غېږ کي اخیستي او د نړیوالو څخه د امتیاز تر لاسه کولو لپاره د ډیموکراسي اشتهارانو بدرګه کوي، موږ او تاسې باید داسې سوچ او فکر و نه لرو، چې اشغال ختم شو نور به کرار کښېنو، نه؛ هېڅکله نه اصلي جګړه خو اوس پیل شوه او دا جګړه د تېري جګړې په پرتله خطرناکه او مضره ده، ځکه چې د نظامي جګړې جګړه ماران معلوم عسکر دي؛ خو د فکري جګړې عسکر بیا عام اولس دی.

د نظامي جګړې اشغال شوي کورونه او ودانۍ دي؛ خو د فکري جګړې اشغال شوي بیا عامه ذهنیتونه، تدریسي کتابونه، ښوونځي، پوهنتونونه او داسې نور دي، موږ او تاسې باید هر وخت فکري جګړې ته تیاری ولرو او دا هڅه وکړو چې د افغانانو شل کلن اشغال شوي ذهنونه له فکري او کلتوري اشغال څخه ازاد کړو، زما په اند له دې اشغال څخه د خلاصون یوه مهمه لار د رسنیو او میډیا تر لاسه کول دي؛ خو افسوس چې موږ د دې خطرناک ناورین مخه نه نیسو، بلکې لا وده ورکوو، د نورو په ناکامۍ خوشالېږو او تر خپل وس پورې بېځایه پوچ تبلیغات کوو.

راشئ! د دې پر ځای چي یو بل ته کوهی وکنو، باید لاسونه سره ورکړو او په ګډه د فکري جګړې مخه ونیسو، ځوان نسل ته فکري او عقیدوي روزنه ورکړو، دې اسلامي معاشرې ته اسلامي کلتور او عنعنات راوړو او له انحراف څخه یې وژغورو.