جهادي خاطرې؛ څلور وفاداره وروڼه

مهاجر فراهي ١٣٨٧/ لمریز کال ځینې له حالاتو نا خبر او هغوی چې یواځي پر مادیاتو باور لري فکر کوي چې صلیبي نړۍ له هیواد نه د یوه تفاهم، معاملې او جوړ جاړي په پایله کې چې د قطر په دوحه کې د اسلامي امارت د مذاکراتي پلاوي او امریکایې لوري ترمنځ لاسلیک سو د […]

مهاجر فراهي

١٣٨٧/ لمریز کال

ځینې له حالاتو نا خبر او هغوی چې یواځي پر مادیاتو باور لري فکر کوي چې صلیبي نړۍ له هیواد نه د یوه تفاهم، معاملې او جوړ جاړي په پایله کې چې د قطر په دوحه کې د اسلامي امارت د مذاکراتي پلاوي او امریکایې لوري ترمنځ لاسلیک سو د امپراطوریو له ګورستان  نه ووتل.
      هغوی داسي انګیري چې ګواکې امریکا نه ماتیدونکی ځواک دی، د دنیا هیڅ قوت یې مقابه نشي کولای او نه هم دا شونې ده چې امریکا دي چاته په ګونډه سي.

        هغوی د روان اشغال په خلاف یا خو د افغانانو د بېدرېغه قربانیو نه نا خبر دي او یا هم سترګې پرې پټوي.

     نن زه غواړم تاسو ته د فراه ولایت د بکوا ولسوالۍ  د هغه څلورو وروڼو حقیقې داستان وکاږم چې یو په بل پسې یې خپلې تاندي ځوانۍ د رب حضورته نذرانه کړې، هغوی له رب سره سودا وکړه، خپل لوز یې پوره کړ، د صلیب د بې شمېره پیروانو ککري یې وریژولې.

هغوی د دنیا د ټولو رنګینیو نه بې پروا او په الهي مینه کې دومره غرق وه چې د دنیا هرڅه یې هېر کړل او د رب لقاء ته یې په ډېرې بې صبرۍ شیبې شمیرلي.

نور مو انتظار نه اوږدوم او راځم اصل داستان ته داڅلور اتلان د محترم حاجي ګلاب کاکا زامن په خټه نورزی او د بکوا د پراخې دښتي استوګن وخ، باید ووایو هیڅوک د امریکایې اشغال سره د جهاد او مبارزې په دوران کې د فراه او په ځانګړې توګه د بکوا د غوښنې برخې څخه سترګې نسي پټولای.

ددې څلورو سکنې وروڼو لومړنی یې
صادق الامین یا لومړنی وفادار وو، چې د اشغال له هماغه پیل نه یې د فراه په بکوا سیمه کې د شهید حاجي نیکه ملا عبدالرحمان اخوند او حاجي فاضل لالا سره جهادي خدمت پیل کړ، هغه په ډېرو غزاګانو کې برخه واخیستل او ډېر غلیمان یې د مرګ کومي ته ټېل ووهل د هغه شهید د زړه ورتیا یو څو نمونې تاسو ته راوړم.

یوه ورځ یې د ملګرو سره د نیمروز دلارام پر سړک د غلیم شوبلو او کمازانو ته بریک وواهه وار له مخې یې په موټر کې دوه ملګري شهیدان او یو بل ژوبل سو، وفادار شهید په تش لاس په عسکرو پسې و ځغستل ثقیل یې ترې تاو کړ او جګړه یې ورسره شروع کړه.

شهید ملا عبدالحق متقي چې خورا مخلص، زړه ور او د جګړې په تکتیک پوه انسان وو ددې جګړې په اړه به یې ویل: د تېر امارت د شمال د جګړو په شمول دومره سخت جنګ ما هیڅکله نه وو لیدلی.
      بل وخت ډېری مجاهدین چې شهید عثماني هم پکې وو د ګلستان ولسوالۍ نه بکوا ته راتلل د هرات کندهار پر حلقوي سړک امریکایانو  کمین وهلی وو نورو مجاهدینو ویل نه به ځو خو د وفادار شهید همدا ټینګار وو چې حتما پرې ورځو ځکه داسي نه ده چې یواځي د دوی مرمۍ کار کړي او زموږ مرمۍ دي نو په امریکایانو نه جګیږي.

     یو وخت په بکوا ولسوالۍ کې امریکایې بلیک هاک چورلکو هڅه وکړه چې پر وفادار شهید چاپه واچوي دده پر سراچه موټر یې ډزي وکړې یو ملګری یې ورشهید او دوه یې ژوبل کړل خو وفادار شهید په ډېره بیړه او زړه ورتیا یوه سرای ته پناه ور وړه پر چورلکو یې ځوابې ډزي وکړې او چورلکې ددې پرځای چې عسکر ډیسانټ کړي له سیمي و تښتېدلې.

د وفادار شهید یوه بله کارنامه داوه چې د جوین ولسوالۍ ته پر یوې پوستې د عملیاتو لپاره تللې وه لومړی د دې لپاره چې د پوستې موقعیت په نښه کړي متقي شهید، متین شهید او عثماني شهید یې له ځان سره په موټر کې روان کړي وه او هلته یې د مسافرو په نوم د پوستې د عسکرو سره مجلس کړی وو، اوبه یې څېښلې وي او ترې راغلي وه چې وروسته د دوی تر تګ بیا عسکر پرې پوه سوي وه او همالته په جګړه کې په ١٣٩١/٨/٢٠/ له اتلسو تنو مجاهدینو سره په شهادت ورسید.

     دویم ورور یې اتل استشهادي محمود شهید وو چې د استشهاد په وخت کې یې عمر اتلس کاله وو، الله تعالی خورا ښه اخلاق، تقوا او دیانت ورکړی وو، د هلمند په موسا کلا، سنګین ګرشک، همداراز دلارام او بکوا ولسوالیو کې یې په جهادي فعالیتونو کې برخه اخیستې وه.

د هغه تنده پرته له دې چې ځان د الله د امر د تطبیق په خاطر ټوټه او په سرو لمبو کې لولپه کړي په بله څه نه خړوبېدل نو همدا وه  چې په ١٣٨٧/١/٢٥/ لمریز کال موسا کلا ولسوالۍ کې یې پر یوه ظالم قومندان استشهادي برید وکړ او د ګڼو عسکرو سره یې ځای په ځای وواژه، او دده مبارک روح هم د علیین په لور الوت وکړ.

    دریم وفادار استشهادي مجاهد قاري محمد انور نومېده هغه خورا عابد، متواضع، خاموش او تقواداره انسان وو تر وړې دورې یې درسونه لوستلې وه، کرۍ شپه به یې رب ته ژړل، د شهادت شوق یې په سېنه کې ټوپونه وهل.

      د هغه ملګرو کېسه کړل چې یو وخت یې زموږ سره مشکات شریف وایه کله چې به د جهاد او سیرت بیان کېده نو وفادار شهید ته به په همدې حالت کشف کېده او بیت الله شریف به یې لیدل.

یوه بل ملګرې یې کېسه کړل چې وفادار شهید یوه ورځ تر لاس ونیولم یوځای یې راته په ګوته کړ او ویل یې همدې ځای کې مي رسول الله صلی الله علیه وسلم په خوب کې ولیده چې نصیحت یې راته کاوه.

یوځل یې ورور روح الامین مولوي صاحب چې فعلا د فراه ولایت د خاکسفید ولسوالۍ ولسوال دی د استشهادي مجاهدینو مرکز ته پسې ورغلی وو چې کورته یې راولي خو قاري محمد انور شهید ځان نوو په لیدلی  او د راتلو نه یې ډډه کړي وه، بل وخت بیا کورته راغلی وو نو د یوې میاشتې تیرولو نه پس بیرته مرکز ته تللی وو.

     بالآخره قاري محمد انور شهید ته د دوه کلن انتظار وروسته نوبت رسیږي او د کابل په ښار کې په یوه ډلېیز استشهادي برید کې د ډېرو غلیمانو د وژلو وروسته د شهادت لوړ مقام ته رسیږي. نحسبه کذالک انا لله وانا الیه راجعون.

       څلورم وفادار چې په رشتیا د شجاعت، متانت، زړه ورتیا، ثبات او استقامت غر وو، هغه د ډېرو خلکو په زړونو کې ځای درلود، هغه د جګړې په اصولو پوه او یو مدبر قومندان وو، په کومو عملیاتو کې چې به وفادار شهید ګډون لاره ټول ملګري به ډاډه وو.
هغه په بې شمېره لویو او وړو عملیاتونو کې ونډه لرل، هغه د شوبلې تکړه چلوونکی وو، کله ناکله خوبه یې د دښمن پر ځواکونو مخامخ شوبله ور ځغلول او عسکر یې ترې لاندي کول.

وفادار شهید د فراه، هلمند، نیمروز او کندهار  په ګڼو عملیاتونو کې برخه لرل.

کله چې د کندهار مسؤلینو د فراه له مجاهدینو کومک وغوښت وفادار شهید هم د بکوا د قطعې د مسؤل په توګه په دې جګړه کې شرکت وکړ، چې وروسته د فراه د مجاهدینو د قطعې مرستیال وټاکل سو.
ټولو ته معلومه ده چې فراهي مجاهدینو د کندهار د سیمو په نیولو کې څومره کوټلې او پرېکنده جګړې وکړي چې په دې فتوحاتو کې د وفادار شهید مهمه ونډه شامله وه.

   بالآخره د صبر، استقامت، متین او فولادي عزم شخصیت اتل وفادار د غلیم سره په مخامخ جګړه کې د کندهار ولایت پنجوایې ولسوالۍ د سنګ حصار سیمه کې په ١٣٩٩/٣/٢٢/ لمریز کال د شهادت لوړ مقام ته ورسید، روح یې ښاد او نوم یې تل ځلاند.