امیرالمؤمنین، چې زه یې پیژنم؛ ۸مه برخه

مهاجرفراهي موږ په اوومه برخه کې د امیرالمؤمنین د ځینو سپارښتنو یادونه وکړه، چې دادی دده د وینا نور مهم ټکې تاسو ته راوړو. محترم مشرتابه بیا هم موږ مخاطب کړو او داسي توصیه یې راته وکړه چې: تاسو باید خپلو کارونو ته پوره پاملرنه وکړئ، تاسو زما ترجمانان او ژباړونکي یاست نو باید سمه […]

مهاجرفراهي

موږ په اوومه برخه کې د امیرالمؤمنین د ځینو سپارښتنو یادونه وکړه، چې دادی دده د وینا نور مهم ټکې تاسو ته راوړو.

محترم مشرتابه بیا هم موږ مخاطب کړو او داسي توصیه یې راته وکړه چې: تاسو باید خپلو کارونو ته پوره پاملرنه وکړئ، تاسو زما ترجمانان او ژباړونکي یاست نو باید سمه ترجماني وکړئ.
زما پېغام خلکو ته ورسوئ،همدا راز د خلکو ستونزي او مشکلات زما پوري رارسوئ، په خپلو کارونو کې سهل انګاري مه کوئ، الله تعالی عجېبه ښه موقع په لاس درکړې دا فرصت غنیمت وګڼئ.

تاسو باید فرهنګې غونډې او مشاعرې جوړې کړئ دا اوسنۍ غونډي کافي او معیاري نه دي.
هڅه وکړئ چې د پردي ناوړه کلتور او فرهنګ مخه ونیسئ، دلته شل کاله دښمن د افغانانو ترمنځ د کرکې، نفاق او بدبختۍ تخم کرلی دی.
پرته له الله جل جلاله د هیچا پروا مه ساتئ که مو الله تعالی راضي کړ، نو مخلوق هم در څخه راضي کیږي او که الله تعالی درڅخه راضي نه وو، نو بیا د خلکو خوشاله کول هم بې ګټې دي.

محترم شیخ صاحب حفظه الله خپلو لارښوونو ته دوام ورکړ او د تاریخ د اهمیت په اړه وغږیده؛ ویې فرمایل: داستاسو دنده او مکلفیت دی، چې تاریخ ولیکئ تاریخ لوستل موږ ته د زړونو قوت راکوي لکه څرنګه چې موږ د صحابوو، تابعینو او نورو اسلافو تاریخونه لولو داموږ ته پر سختیو او کړاوونو د صبر او زغم تعلیم راکوي.
تاریخ زموږ راتلونکو نسلونو ته زموږ د قربانیو په اړه د معلوماتو تر لاسه کولو سرچېنه ده.

مشرتابه فرهنګې ملګري مخاطب کړه: تاسو باید د تېر شل کلن جهاد تاریخ ولیکئ، همداشان د روسانو په خلاف د افغانانو د جهاد حماسې او کارنامې ثبت کړئ دا ستاسو وظېفه ده او دا دنده په ښه توګه سرته ورسوئ.

مشرتابه په جدیت سره ملګرو ته وویل: تاسو د خبرو پرځای عمل ته زیاته پاملرنه وکړئ، زموږ او د نورو توپیر باید په دې کې وي ، چې موږ کمي خبري او زیات کار او عمل وکړو، که مو خبري تر عمل زیاتي وې، نو بیا زموږ او د نورو هیڅ تفاوت و نه شو.

د اسلامي امارت محترم زعیم نور هم مخکې لاړ او ویې ویل چې د خلکو سره نېک چلند او ښه رویه وکړئ، دوی باید ستاسو له اخلاقو نه اغېزمن شي، پر اولس ظلم مه کوئ ځکه د ظلم انجام خراب وي، زه هیچاته اجازه نه ورکوم چې خپل د منصب او مقام څخه بده استفاده وکړي.
قسم په الله که څوک د هر څومره لوړ منصب او څوکۍ خاوند وي او د چا سره ظلم او ناوړه چلند وکړي، هرو مرو یې عدالت او محکمې ته راکش کاږم او که محکمې فیصله پر وکړه دار ته به یې خېژوم.

مشرتابه په اصرار سره وویل: زه د اقتدار او څوکۍ په فکر کې نه یم په کومه ورځ چې پوه شم چې زه د الله امر او شریعت نه سم پلی کولی په هماغه ورځ به زه استعفا ورکوم او کار به پرېږدم.
ګورئ! دا اوسني مسؤلین زما وزیران او والیان دي کومه ورځ چې وغواړم زه یې تبدیلوم او د چا هیڅ پروا نه لرم؛ دوی تنها والیان او وزیر صاحبان دي، دوی د ګوندو او جبهاتو رئیسان او قومندانان نه دي چې زه یې په تغیر او تبدیل کې عاجز وسم ( د مشرتابه اشاره د کابل د ادارې چارواکو ته وه چې وزیران خو لا څه حتا د والیانو د تبدیلۍ واک یې نه درلود).
عالیقدر مشرتابه ادامه ورکړل: د هیواد په هر ګوټ کې که د چا سره ظلم او ناروا کېږي، الله تعالی به یې زما څخه پوښتنه کوي؛ ځکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث دی چې فرمایې: الآ کلکم راع او کلکم مسؤل عن رعیته ژباړه ( ستاسو هر یو شپون دی او د هر یوه څخه د ده د رمې (رعیت) په اړه پوښتنه کیږي )

نو تاسو به خامخا ماته حال راکوی زه حاضر یم چې د خلکو د مشکل د حل لپاره د هیواد هري برخې ته ولاړسم.
همدا راز یې وویل: باید د خلکو په وړاندي مسؤلین خپلې دروازې خلاصي وساتي، وزیران باید د مراجعینو سره مخامخ وویني، که ټولو ته رسېدګې نه سي کولای او یا کله ناکله امنیتي ګواښ احساسوي نو باید بل داسي په خبره پوه کس د مراجعینو سره ویني او د خلکو مشکلات تر وزیره پوري را ورسوي.

مشرتابه حفظه الله په دې اړه خپل یوه کېسه وکړه چې شخصا زه او یو بل ملګری د کوم وزارت دروازې پورې ولاړو او ورته ومو ویل: غواړو د وزیر صاحب سره ملاقات وکړو، هغوی راته وویل چې رابطه مو ورسره کړي، موږ ورته وویل نه رابطه مو نه ده ورسره کړي، نو هغوی راته وویل چې: هماهنګي ونه کړئ تاسو وزیر ته نه سئ ورتلی، امیرالمؤمنین حفظه الله وویل د ډېر زیات اصرار با وجود موږ ته د وزیر د دفتر خواته اجازه رانه کړل سوه.

نوربیا…..!