امیرالمؤمنین، چې زه یې پيژنم؛ څوارلسمه برخه

مهاجر فراهي زه د یوه مسلمان په توګه عقیده او باور لرم چې پرته له انبیاوو کرامو هیڅوک معصوم نه دي، همداشان د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم دا وینا هم د سر په دواړو سترګو راته قبوله ده چې فرمایې (خیر امتی قرنی ثم الذین یلونهم ثم الذین یلونهم) ژباړه: زما په امت […]

مهاجر فراهي

زه د یوه مسلمان په توګه عقیده او باور لرم چې پرته له انبیاوو کرامو هیڅوک معصوم نه دي، همداشان د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم دا وینا هم د سر په دواړو سترګو راته قبوله ده چې فرمایې (خیر امتی قرنی ثم الذین یلونهم ثم الذین یلونهم) ژباړه:
زما په امت کي زما پېړي (اصحابان) تر ټولو غوره ده، بیا هغه (تابعین) چي ور پسي دي بیا هغه (تبع تابعین) چي ور پسي دي.

تاریخي اسناد په ډېر صراحت ګواهي ورکوي چې د خلفاء راشدینو را وروسته ورځ تر بلي د مسلمانانو د حاکمانو او واکمنانو په شخصي ژوندانه، د اولس او رعیت سره په چلند، د منصب او اقتدار سره د حرص په زیاتېدا، تقوا،زهد او دیني اساساتو ته په ژمنتیا کې ډېر لوی تفاوت رامنځته شوی.
او دا هم باید ومنو چې په ټوله کې د اسلامي امت د پیروانو احساس، لید لوری، او ژمنتیا د خپلو اسلامي اقدارو په وړاندي زیاته کمه شوي، نن سبا چې پر مسلماني نړۍ کومه بده ورځ راغلي اصل علت یې همدا دی چې موږ خپلو ارزښتونو ته شا ګرځولې.

په ځانګړې توګه په تیرو سلو کلونو کې د اسلامي امت د پاشلو، وېشلو او بېلاري کولو لپاره بلها د سیسې او توطیې په کار اچول شوي، غرب د مسلمانو پرګنو پر اذهانو دومره کار وکړ چې اوس ورته هغه مصطلحات او ترمینالوژۍ لکه جهاد، امت،امامت،امارت، خلافت شریعت، ولاء او براء، امیرالمؤمنین، حدود او قصاص، اسلامي اخوت، او لسګونه نور مصطلحات چې یو وخت اسلامي امت او مسلمانو ولسونو د خپل بقا، پایښت، درنښت، وقار، ښېرازۍ، د دنیوي او اخروي فلاح کیلۍ اوکونجۍ بللې اوس هماغه څه ورته پردي، مهمل ارتجاع، افراطیت، ترهګري، وروسته پاتیتوب، سخدریځي، خوب، خیال او محال ښکاري.
د مسلمان امت ځوانانو ته نیشنلیزم، قومیت، عصبیت، سمتپالنه، ډیموکراسي، سیکولریزم، کیپیټلیزم، کمونیزم، فیمینیزم، الحاد او نور ګڼ پردې او غربي نظریې او ايډیالوژۍ دومره سینګارشوي او تکرار شوي چې اوس فکر کوي همدا پوچ مفاهیم زموږ د ښېرازۍ، پرمختګ او استقلال اصل رازونه دي.

زموږ د مسلماني نړۍ زیاتره واکمنان د غرب او شرق تر فکري اغېز لاندي او عملا یې په ټولو چارو کې په پلونو روان دي. خپل د واک، اقتدار او نیکمرغۍ تامین او خوندیتوب یواځي د غرب د کړو وړو په خپلولو کې ویني.

په داسي یوه وضعیت کې رشتیا هم ډېرو ته د اسلامي امارت دريځ، د مشرانو کړني او د اسلامي نظام د تطبیق عملي پروسه ډېره نا اشنا او حیرانوونکې وي.

که موږ د قحط الرجال په اوسني دور کې د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه او زعیم پر شخصیت او کرکټر وږغېږو، نو واقعا هغه مواصفات، ځانګړني او مدیریت چې د یوه مسلمان واکدار، حاکم او مشرتابه لپاره اړین او ضروري وي هغه تر ډېره حده د امیرالمؤمنین په شخصیت کې موجود دي.

د افغانستان اسلامي امارت اوسنی زعیم شیخ هبة الله اخونزاده حفظه الله د علمي کړیو تر منځ د خورا ښه شهرت څخه برخمن دی، هغه د حدیثو استاد او زیات شمېر د حدیثو فاضلان ترې فارغ سوي، ګڼ شمېر کتابونه یې لیکلي، په سیرت او تاریخ کې پراخه مطالعه لري.
هغه د قوي هوډ څښتن او ډېر مدبر مشر دی، هغه د دنیا له سیاست او په نړۍ کې د لویو ځواکونو ترمنځ د روانو رقابتونو، سیالیو، سیمییزو حساسیتونو او لانجو په اړه پوره معلومات لري.
مشرتابه په ډېر جدیت د خپل نظام ټولي چاري څاري، هغه د باندنیو هیوادونو سره د اړیکو او تعامل په برخه کې ټولي چاري له نزدې تعقیبوي.
یوځل په یوه مجلس کې چې د اسلامي امارت مرکزي ویاند محترم ذبیح الله مجاهد هم موجود وو د کوم بهرني هیواد په اړه یوه اعلامیه امیرالمؤمنین حفظه الله تر نقد لاندي ونیول چې ګواکې متن یې کمزوری او باید لږ په قوت او جدیت غبرګون ښودل سوی وای هدایت یې داوو چې موږ باید داسي موضوعاتو ته پوره ځېر و اوسو.

د امیرالمؤمنین شخصیت تر ډېره حده جامع شخصیت دی، هغه خپل پر رعیت، اولس، مسلمانانو او مجاهدینو نهایت زړه سواند او مهربانه دی، همېشه په مجلسونو او غونډو کې د خلکو سره د ښه چلند او نیکې رویې سپارښتنه کوي، د خلکو پر ازار او اذیت ډېر ځوریږي. مشرتابه همېش مجاهدین د مظلومانو او بې وسو د ښېرا او آه څخه ډاروي، هغه په اکثرو مجالسو کې درسول اکرم صلی الله علیه وسلم ددې حدیث یادونه کوي چې کله یې معاذ یمن ته د والي په توګه لیږه نو داسي یې ورته وفرمایل
 《اتق دعوة المظلوم، فإنها ليس بينها وبين الله حجاب》
معاذه! د مظلوم د ښېرا څخه ځان وساته، ځکه دده د ښېرااو د الله ترمنځ حجاب نسته.
عالیقدر امیرالمؤمنین په دنیاوي ژوند کې د هیڅ راز تکلف او ترفه پلوی نه دی، بلکې ساده او بې الایشه ژوند ته ترجیح ورکوي. هغه هیڅکله د بیت المال له مال څخه د خپل ځان او کورنۍ لپاره د امتیازاتو غوښتنه نه ده کړي.
د اسلامي امارت د زعیم او د هیواد د لومړي درجه شخص په حیث یې د اوسني او مخکني شخصي ژوند ترمنځ هیڅ کوم بارز تفاوت نه محسوسیږي، هغه د هیڅ ډول رسمي تشریفاتو پلوی نه دی او نه هم چاته اجازه ورکوي چې څوک دي دده په وړاندي داسي کوم حرکت وکړي.

نور بیا….!