امیرالمؤمنین، چې زه یې پيژنم؛ دیارلسمه برخه

مهاجر فراهي هوکې ! د لوی اختر ورځ ده مشرتابه خپلو خبرو ته دوام ورکوي، په زرګونو وګړي غوږ غوږ دي او د خپل امیر خبري په ډېر شوق اوري، څه فکر کوئ د دوی په اذهانو کې به څه تیریږي، دوی مخامخ د خپل زعیم شمېرلې وینا اوري په داسي حال کې چې ددې […]

مهاجر فراهي

هوکې ! د لوی اختر ورځ ده مشرتابه خپلو خبرو ته دوام ورکوي، په زرګونو وګړي غوږ غوږ دي او د خپل امیر خبري په ډېر شوق اوري، څه فکر کوئ د دوی په اذهانو کې به څه تیریږي، دوی مخامخ د خپل زعیم شمېرلې وینا اوري په داسي حال کې چې ددې امیر د مرګ اوشهادت کیسې یې په ځلونو د دښمن پلوو رسنیو څخه اورېدلي.
حتا همدا اوس هم ځیني ناپوه او جاهل اشخاص یې په اړه ډول ډول پروپاګند کوي په داسي حال کې چې په افغاني ټولنه کې د هر افغان قام، قبېله، وطن او سیمه مشخصه وي او هیڅکله د کوم چا هویت، اصلیت او د خېل او نسب لړۍ پټه نه پاتې کیږي.

پوهیږئ دا کوم ځای دی؟ هو داد کندهار ښار لویه عیدګاه ده، داهغه منبر دی چې کابو دوه نیمي لسیزي وړاندي د اسلامي امارت بنسټګر ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله هم له دې ځایه خلکو ته د اختر خطبه اورول، ماته ښه یاد دي چې په قمري حساب پوره پنځویشت کاله او ١٥ ورځي وړاندي مي په همداسي یوه ورځ ١٤١٩/ هجرې قمري کال کې همدلته کندهار کې په مظهرالعلوم فضلیه مدرسه کې چې د کندهار په زاړه ښار کې یې موقعیت لاره د حدیثو وروستی کال وو او لمونځ مو د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په امامت کې اداء کړ.

په هر حال راځم اصل هدف ته د اسلامي امارت زعیم اولس، مسؤلین او مجاهدین مخاطب کړل او ویې فرمایل: اوس چې اسلامي نظام راغلی موږ په یوه لوی امتحان کې راګیر یو هغه داچې اسلامي نظام ساتو او که د خپلو نفسي خواهشاتو پسې ځو.

محترم مشرتابه د الله تعالی شکر اداء کړ او ویې ویل: په ټول هیواد کې هیڅه بې اطاعتي نسته او ټول مسؤلین اطاعت کوي، خو دا اطاعت د زور نه دی بلکې د زړو او رضا اطاعت دی.

رشتیا هم د امیرالمؤمنین خبره ډېره جالبه ده
که موږ د اسلامي امارت په تشکېلاتي جوړښت، د لوړپوړو چارواکو والیانو، وزیرانو، قومندانانو او حتا ځینو ټيټ رتبه مسؤلینو د ادلون بدلون پروسې ته ځیر سو نو واقعا زیاته حیرانوونکې ده، مشرتابه په یوه فرمان وزیران او والیان بدلوي پرته له دې چې څوک دي اعتراض او سرغړونه وکړي.

حتا زه په دې باور یم که احیانا د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله بې له دې چې د مسؤلینو سره مشوره وکړي او په یوه فرمان د کابینې ټول غړي، والیان، قومندانان او رئیسان بدل رابدل کړي، نو بېله کوم اعتراض، مخالفت او سرغړوني به یې ټول په امنا او سلمنا قبول کړي او هیڅوک به پکې د ادنا خپګان اظهار و نه کوي، چې دا، په حقیقت کې ددې سپیڅلې صف په حقانیت دلالت کوي او داچې افراد یې تر شخصي ګټو ور ها خوا ډېر عالي افکار لري او هدف یې د الله تعالی پر ځمکه د الله تعالی د مقدس کتاب قرآن عظیم د احکامو تطبیق او عملي کول دي.
لوی او متعال څښتن جل جلاله ته دي لا متناهي شکرونه او ستاینې وي چې په داسي نیکو خصلتونو یې زموږ د صف او نظام ملګري نازولي دي.
څرنګه چې زموږ دښمنان چې تېر شل کلونه یې دلته پر هیڅ راز وحشت صرفه نه ده کړي او لا هم لګیا دي چې په بېلابېلو پلمو اسلامي امارت ته ستونزي او مشکلات وزیږوي، نو مشرتابه په دې وینا کې خپل هیوادوال، درانه ولسونه او مسوولین مخاطب کړل او ویې ویل: تاسو د هیچا د تبلیغاتو او دسیسو تر اغېز لاندي مه راځئ او ثابت قدم و اوسئ.
د مشرتابه خبره رشتیا هم پخه او په تول برابره ده ځکه که خدای مکړه زموږ نظام او مسوولین د غلیمانو د پروپاګند او توطیو تر تاثیر لاندي راځي، نو بیا موږ نه شو کولای خپل اهداف تعقیب کړو او د خپلو شهیدانو او یتیمانو د هیلو یو ممثل اسلامي نظام ولرو.

مشرتابه د خپلو خبرو په دوام کې واضح کړه؛ که څوک ګیلې او ملاحظات لري زموږ سره دي شریکوي په دواړو سترګو به یې منو، مشرتابه حفظه الله بیا هم په ډاګه کړه چې موږ باید د اولس قربانیو ته د قدر په سترګه وګورو، همداشان یې مسوولینو ته سپارښتنه داوه چې د خلکو خدمت دي وکړي.

په مکرر شکل د افغانستان د اسلامي امارت د زعیم ټینګار داوو چې باید پر یتیمانو باندي شفقت وکړل سي او د دوی د اړتیاوو پوره کولو ته ځانګړې پاملرنه موجوده وي.
په ټوله کې د امیرالمؤمنین د وینا پېغام خورا واضح، څرګند او رسا وو، په خبرو کې یې له ورایه صداقت او ژمنتیا معلومېدل، او داچې په هیڅ حالت کې حاضر نه دی چې د اسلامي شرېعت د انفاذ او د هیواد د علیا منافعو پر سر له کوم لوري سره جوړ جاړی وکړي، د چا تر اغېز او فشار لاندي راسي او یا هم د شریعت د احکامو د تعمیل په برخه کې له چا سره معاملې کولو ته زړه ښه کړي.
په ټولو برخو کې یې دریځ خورا قاطع او نه بدلیدونکی وو، د هیواد د ترقۍ، پرمختګ، ځان بسیاینې، د اولسونو د سوکالۍ او ښېرازۍ ارمان یې نه پټاوه او په دې برخه کې یې د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو پېغام د ځان سره لاره.
هغه په پای کې یو ځل بیا د افغانستان شریف ملت او د نړۍ ټولو مسلمانو پرګنو ته د اختر مبارکې وویل او لوی رب ته یې دعا وکړه چې د خلکو د خدمت مصدر وګرځي.

نوربیا….!