افغانستان نور د امن کور دی

حمزه الیاس په افغانستان کې په تېرو څلوېښتو کلونو کې ډېرې جګړې، ټپیان او شهیدان وشول. د دې ټولو لامل نړیوالې استخباراتي ادارې او سازمانونه (ISI, CIA او …) وو. نړیوال د څو لاملونو له امله نه غواړي، چې افغانان په کرار شي: لومړی: نړیوال په افغانستان کې سوچه اسلامي نظام او د یوه بیرغ […]

حمزه الیاس

په افغانستان کې په تېرو څلوېښتو کلونو کې ډېرې جګړې، ټپیان او شهیدان وشول. د دې ټولو لامل نړیوالې استخباراتي ادارې او سازمانونه (ISI, CIA او …) وو.

نړیوال د څو لاملونو له امله نه غواړي، چې افغانان په کرار شي:

لومړی: نړیوال په افغانستان کې سوچه اسلامي نظام او د یوه بیرغ تر سیوري لاندې د افغانانو راټولېدل نه غواړي.

دویم: الحمد لله افغانستان د خزانو سرچینه ده، نړیوال نه غواړي چې افغانان ترې ګټه واخلي او په خپلو پښو ودریږي؛ بلکې دوی غواړي چې افغانان تل نورو ته محتاج وي.

درېیم: افغانستان د خپل موقعیت له مخې د آسیا زړه بلل کیږی؛ یوازي د آسیا زړه نه، بلکې د ټولې نړۍ سوداګریزه لار  هم ده.

که د نړۍ هر قدرت افغانستان تر خپلې ولکې لاندې راولي؛ نو هغه به پر ټولو آسیا ولکه ولري. له همدې امله د نړۍ ستر قدرتونه افغانستان په کرار نه پرېږدي.

څلورم: افغانستان یو غني هېواد دی؛ خو له بده مرغه په څلوېښتو کلونو کې داسې واکمنان نه دي تېر شوي، چې د هېواد او هېوادوالو ته ژمن او وفادار پاتې شي؛ بلکې اشغال ته یې زمینه برابره کړې وه.

که د افغانستان ناخوالو ته له دینې اړخه وګورو؛ نو راته جوته به شي، چې د الله تعالی امتحان درې مرحلې لري:

۱- د یوې شېبې امتحان/ د یوې ورځې امتحان

۲- د اوو ورځو او اتو شپو امتحان

۳- د څلویښتو کلونو امتحان

دا هم په افغانستان کې د جګړې یو لامل بلل کېدلای شي. الحمد لله افغانانو دا درې واړه مرحلې تیرې کړې دي. اوس مو الله تعالی ته امید شته، چې افغانان به پر کرار شي او افغانستان به نور د امن کور شي.

الحمد لله اوس په افغانستان داسې واکمنان حاکم سول، چې خپل هېواد او هېوادوالو ته ژمن او وفادار دي او هېڅکله به نړیوالو ته اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه وکړي. بلکې نړیوالو ته یې داسې بېلګه وړاندې کړه، چې په شپږو میاشتو کې د وژنې کومه قضیه نه ده ثبت سوې.

نړیوالو ته مو دا پیغام دی، چې نور افغانان په اورو کې ونه سوځوي، نور دې افغانان سره پرېږدي. بیا به تاسو وګورئ، چې افغانان څنګه هېواد جوړوي او څنګه د نړۍ سره سیالي کوي؟

بیا به نړیوال داسې حیران ورته پاتي سي، لکه څنګه چې اوس پاتی دي!

افغانستان نور د امن کور دی!

کاروان صاحب څومره ښه ویلي:

مرغان دې راشي زموږ لپو کې دې ځالې وکړي

غر مو نښتر نه لري، کلی مو چنار نه لري

سوله، امن، هوساينه او خپلواک افغانستان.