افغانان په نيمه پېړۍ کې د دوو ښکېلاک ګرو څخه د خپل هیواد آزادۍ اخیستونکي دي

صفي الله ”احساس“ تقریباً پوره ۴۳ کاله وړاندي په همدې ورځ افغانانو د خپل غیور او قوي هوډ په مټ او د الله تعالی په مرسته سره شوروي یرغل داسي ‏مات او په ګونډو کړ لکه څرنګه چې یې ۶ میاشتي مخکي امریکایي وحشي یرغل مات او په تېښته کړ. افغانانو تل د خپل غیور […]

صفي الله ”احساس“

تقریباً پوره ۴۳ کاله وړاندي په همدې ورځ افغانانو د خپل غیور او قوي هوډ په مټ او د الله تعالی په مرسته سره شوروي یرغل داسي ‏مات او په ګونډو کړ لکه څرنګه چې یې ۶ میاشتي مخکي امریکایي وحشي یرغل مات او په تېښته کړ.

افغانانو تل د خپل غیور او باتور مټ په مرسته د نړۍ هر هغه یرغلګر او داړونکی ښامار چې په افغانستان باندي یې تېری کړی، د سر په کوپړۍ کې یې اوبه ورکړې او ورته یې داسي د عبرت درس ورکړی چې ‏تاریخ به یې د هماغه مات شوي یرغلګر هر راتلونکي نسل ته د درس او عبرت په څېر ور یادوي.

افغانان داسي غیور، باتور او قهرمان ولس ده چې د دین او هیواد د دفاع او رفاع په موخه په خپل پوره توان د هر جابر په وړاندي په داسي حال کې ټینګه او متینه مبارزه کوي چې له هره لحاظه مستغني او ‏په مادیاتو یې هیڅ تکیه نه وي بلکه همېشه یې په مادیت د ایمان بریا ثابته کړې. افغانانو ته د خپلو نیکونو او نېکو مشرانو داسي مېړنی او غیرتي تاریخ مخي ته پروت ده چې راتلونکی او حالي نسل یې همېشه په رڼا کې مخته روان دی او د همدې سپېڅلي او مېړني تاریخ له رڼا څخه په الهام اخیستني سره تل بریالی او په هر ډګر کې ګټونکی ثابت شوی.