په غور کي جهادي فعالیتونه،دالاماره سټوډيو ویډيويي راپور په دري ژبه نشر شو

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چاروکمېسیون سمعي او بصري څانګي مربوط الاماره جهادي سټوډیو(فعالیت جهادي درغور)تر عنوان لاندي په زړه پوري ویډيويي راپور چي په درې ژبه ترتیب شوی دی نشر کړ. نوموړی راپور چي نیم ۲۶دقیقي کیږي،د غور ولایت ته ځانګړی شوی دی. څو ورځې وړاندې د غور ولايت تيوره ولسوالۍ په بشپړه […]

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چاروکمېسیون سمعي او بصري څانګي مربوط الاماره جهادي سټوډیو(فعالیت جهادي درغور)تر عنوان لاندي په زړه پوري ویډيويي راپور چي په درې ژبه ترتیب شوی دی نشر کړ.
نوموړی راپور چي نیم ۲۶دقیقي کیږي،د غور ولایت ته ځانګړی شوی دی.
څو ورځې وړاندې د غور ولايت تيوره ولسوالۍ په بشپړه توګه د اسلامي امارت د مجاهدينو لخوا فتحه شوه، د ولسوالۍ د فتحې په عملياتو کې يې د دښمن تر ۴۶ پورې عسکر او پوليسو ووژل شول چې جسدونه يې تر ډيره په سيمه کې پراته وو، دغه راز له دښمن څخه ګڼ نقليه وسائط، سپکې او درنې وسلې، مهمات او نظامي لوازم د مجاهدینو لاس ته ورغلل.
د مجاهدينو د دې موفقو او برياليو عملياتو وروسته ناتوانه دښمن د يرغلګرو د الوتکو په توسط بې رحمانه بمباري وکړه چې له امله يې د بازار زياته برخه ويجاړه شوه.

له نظامي فعاليتونو علاوه په ياد ولايت کې د اسلامي امارت د نورو کميسيونونو لکه فرهنګي کميسيون، دعوت او ارشاد کميسيون، د تعليم او تربيې کميسيون، صحت کميسيون او ګڼې نورې ادارې خپل اړوند فعاليتونه په خورا منسجم شکل ترسره کوي چې تر اوسه پورې يې ګڼ خدمات خلکو ته وړاندې کړي دي.

دا او ډير نور څه د الاماره سټوډيو په دې تازه نشر شوي ویډيويي راپور کي د لاندي ورکړل شویو لینکونو له لاري کتلی او ښکته کولای شئ


[table]

اعلی کیفیت

کیفیت متوسط

    موبايل- فارمټ

[/table]

الاماره سټوډیو ټیلیګرام چینل