نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دافغانستان اسلامي امارت دفرهنګي چاروکمېسیون سمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي سټوډیو(د کندوز په چهادره کي وحشت)تر نامه لاندي ویډيويي راپور نشرکړ. نوموړی راپور چي ۱۳دقیقې کیږي،د کندوز ولایت په چهادره ولسوالۍ کي دګډ دښمن له لوري په عامو ولسي وګړو د ترسره شوي وحشت او جنایت په هکله ترتیب شوی دی. بې رحمه […]
دافغانستان اسلامي امارت دفرهنګي چاروکمېسیون سمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي سټوډیو(د کندوز په چهادره کي وحشت)تر نامه لاندي ویډيويي راپور نشرکړ. نوموړی راپور چي ۱۳دقیقې کیږي،د کندوز ولایت په چهادره ولسوالۍ کي دګډ دښمن له لوري په عامو ولسي وګړو د ترسره شوي وحشت او جنایت په هکله ترتیب شوی دی. بې رحمه يرغلګرو او تالۍ څټو يې د کندز ولايت په چهادره ولسوالۍ کې ۴۶ کلي بمبارد کړل او بې توپيره يې مساجد، مدارس، مکاتب، باغونه او کورونه په مکمل ډول له خاورو سره خاورې کړي کړل. اشغالګرو او د کابل ادارې کوماندو عسکرو څه ورځې وړاندې يادې ولسوالۍ ته د عملياتو په موخه راغلي و چي د اسلامي امارت د مجاهدينو له سخت مقاومت سره مخ شول او درانه ځاني او مالي تلفات يې وګالل. د دې عملیاتو په لړ کې ۵ تنه امریکايي عسکر او تر ۲۱ پورې داخلي کمانډو عسکر، پولیس او اربکیان ووژل شول او زيات تعداد نور ټپيان شول. دغه راز په چاودنو کې د دښمن ۲ ټانکونه او یو عراده هایلکس موټر هم ویجاړ شول. کله چې د عملیاتو په پيل کې ۵ تنه امریکايي عسکر ووژل شول، د دښمن روحیات وغورځیدل نو يې په سیمه کې د عامو ولسي خلکو په وړاندې په وحشت لاس پورې کړ. د دښمن د دغو وحشتونو انځورونه او ویډيوګانې د الاماره جهادي سټوډيو له لوري په دې تازه نشر شوي ویډیويي راپور کې د ورکړل شویو لینکونو له لاري کتلی شئ.
[/table]
الاماره سټوډیو ټیلیګرام چینل
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.