نيکمرغه ژوند او وياړلی مرګ

د شهيد اميرالمؤمنين ملا اخترمحمد منصور د شهادت څلورم تلين په مناسبت:  عطاءالله مبارز الله تعالی انسان په دنيا کې د خپل عبادت لپاره پيدا کړی دی او ګوري چې بنده يې ژوند په څه ډول تېروي؟ له همدې امله دينې عالمان وايي چې دنيا د ازموينې او امتحان ځای دی، تر ټولو نېکمرغه او […]

د شهيد اميرالمؤمنين ملا اخترمحمد منصور د شهادت څلورم تلين په مناسبت: 

عطاءالله مبارز

الله تعالی انسان په دنيا کې د خپل عبادت لپاره پيدا کړی دی او ګوري چې بنده يې ژوند په څه ډول تېروي؟ له همدې امله دينې عالمان وايي چې دنيا د ازموينې او امتحان ځای دی، تر ټولو نېکمرغه او غوره شخص هغه دی چې ژوند د اسلام له قانون سره سم تېرکړي او د عمر په پای کې يې تر ټولو غوره مرګ په برخه شي.
د اسلامي ښوونو له مخې ژوند کې د نورو نيکو عملونو ترڅنګ د الله تعالی په لار کې جهاد خورا ډېر ارزښت لري، الله تعالی په قران کريم کې او رسول الله صلی الله عليه وسلم په مبارکو حديثونو کې د جهاد او مجاهد ډېر زيات فضيلتونه بيا کړي دي،الله تعالی د مجاهد په فضليت کې فرمايي:
لَا يَسْتَوِي الْقَاعِدُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ غَيْرُ أُولِي الضَّرَرِ وَالْمُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ فَضَّلَ اللَّهُ الْمُجَاهِدِينَ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ عَلَى الْقَاعِدِينَ دَرَجَةً وَكُلًّا وَعَدَ اللَّهُ الْحُسْنَى وَفَضَّلَ اللَّهُ الْمُجَاهِدِينَ عَلَى الْقَاعِدِينَ أَجْرًا عَظِيمًا[النساء:۹۵]
ژباړه: د مؤمنانو بى عذره ناست كسان او د الله په لار كې په مالو او ځانو جهاد كونكي سره برابر نه دي، په مال او ځان مجاهدينوته الله پردغو ناستو كسانو د خاصې درجى فضيلت وركړى دى. (كه څه هم) الله له هريوه سره د ښى بدلې لوز كړى، خو مجاهدينوته يې پرناستو دلوى اجر فضيلت وركړى.
شهيد اميرالمؤمنين ملا اخترمحمد منصور -تقبله الله- باندې الله تعالی دا دواړه ستر نعمتونه لورولي و، ټول ژوند يې د الله تعالی په لار کې په جهاد کې تير کړ، تنکی ځوان و، چې د شوروي ښکېلاکګرو لښکرو په وړاندې يې مبارزه پيل کړه، د هيواد له ازادۍ وروسته د شر و فساد په خلاف د اسلامي امارت تر قيادت لاندې په ميړانه ودرېد او چې کله مو په هيواد د امريکا په مشرۍ غربي اشغالګرو ناروا يرغل وکړ، نوموړي په ډېر اخلاص د جهاد سنګر ګرم وساته.
د مرحوم اميرالمؤمنين ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله تعالی له وفات وروسته يې په ډېر غوره تدبير سره د ځينې مصلحتونو له مخې د مرحوم ملاصاحب د مرګ خبر نږدې ۳کاله پټ وساته او ددې خبر له خپرېدو وروسته يې په خورا ښه ترتيب د اسلامي امارت صفونه له ګډوډي وژغورل او په ډېره لږه موده کې په سياسي او نظامي برخو کې بيساري پرمختګونه وکړل او په نړيواله کچه يې د اسلامي امارت د مطرح کېدو لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې.
د الله تعالی په لار کې د جهاد نېکمرغه ژوند څخه وروسته يې داسې وړيالی مرګ په نصيب شو، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم يې څو ځله ارززو کړې ده، په يو حديث شريف کې راځي: “لَوَدِدْتُ أَنّي أُقتَلُ في سبيلِ الله ثم أُحيا، ثمّ أُقْتَلُ ثم أُحْيا، ثم أُقَتل”. (مختصر صحيح الإمام البخاري:1/ 30)
ژباړه: زه دا خوښوم چې د الله تعالی په لار کې شهيد شم، بيا ژوندی شم، بيا شهيد شم بيا ژوندی شم بيا شهيد شم.
له نن څخه څلور کاله وړاندې د ۱۳۹۵ل کال د غبرګولي په لومړۍ نيټه د ګاونډي هيواد پولې ته څېرمه د امريکايي يرغلګرو د بې پايلوټه الوتکې په يو ناځوانمردانه بريد کې د شهادت لوړ مقام ته ورسېد او په تاريخ کې يې د اسلام د سرلوړی لپاره د سرښندلو غازيانو او شهيدانو په نوملړ کې د تل لپاره ځای وموند.
روح دې ښاد او ياد دې تل وي