ای شهید امیرالمؤمنینه!

سید شریف: څلور کاله وړاندې په همدې ورځ( دجوزا لومړۍ نیټه) داسلامي امارت زعیم امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور صاحب دیرغلګرو په ډرون برید کې شهید شو. انا لله وانا الیه راجعون! شهید امیرالمؤمنین منصور تقبله الله داسلامي امارت په رهبرۍ، تنظیم، پیاوړتیا او پراختیا کې خورا لوی او نه هېریدونکی رول ولوباوه، له […]

سید شریف:

څلور کاله وړاندې په همدې ورځ( دجوزا لومړۍ نیټه) داسلامي امارت زعیم امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور صاحب دیرغلګرو په ډرون برید کې شهید شو. انا لله وانا الیه راجعون!

شهید امیرالمؤمنین منصور تقبله الله داسلامي امارت په رهبرۍ، تنظیم، پیاوړتیا او پراختیا کې خورا لوی او نه هېریدونکی رول ولوباوه، له همدې امله دښمن ډيره هڅه وکړه چې زموږ  دغه مخلص او مدبر رهبر جرحه کړي او په تعقیب یې د ځان په وړاندې جهادي بهیر ټکنی کړي.

د منصور صاحب دنیابت او زعامت پر مهال اسلامي امارت په نظامي او سیاسي ډګرونو کې د پخوا په پرتله پیاوړی شو، آن دښمن هم اعتراف وکړ چې اسلامي امارت داسي یو حقیقت او قوت دی چې پر وجود یې سترګې نشي پټیدلای.

دښمن ته دمنصور صاحب فعال او جرار شخصیت د زغملو نه و، له فعالیت او موقف څخه یې ډاریده،له مختلفو لارو یې د نوموړي د ترور هڅې وکړې، خو کومه نتیجه به یې ور نه کړه،بالاخره د سپینې ماڼۍ د تور پاچاه( اوباما) په مستقیمه قومانده د افغان ولس دخپلواکۍ امام( منصور صاحب) په نښه او شهید کړل شو.

د منصور صاحب تر شهادت وروسته امریکایي مطبوعاتو ولیکل چې (منصور) دامریکا سره دښمنۍ کې ډیر شدید او فعال و، پر امریکایي ځواکونو یې ډیر خونړي بریدونه رهبري کړي وو او داسي پلانونه یې درلودل چې پر امریکایي ځواکونو نور ورته بریدونه هم وکړي.

منصور صاحب یو بیان کې ویلي چې:( موږ ته تر ژوند خپل اهداف لومړیتوب لري، که موږ ژوندي نه یو خیر دی، خو مهمه داده چې زموږ مبارزه روانه وي)

منصور صاحب خپل قول په عمل کې ثابت کړ، ځان یې کباب- کباب کړ، خو دامارت خپلواک دریځ یې دچاه د فرمایش قرباني نه کړ. نن دادی دمنصور صاحب له شهادت څخه څلور کاله وروسته نه یوازي داچې داسلامي امارت په مشري دافغان ولس مبارزه روانه ده، بلکې تر پخوا لا پیاوړې او پراخه شوې هم ده.

ای شهید امیرالمؤمنینه! نن که ته زموږ په منځ کې نه یې، خو داسلامي امارت واحد صف لا پیاوړی شوی، مبارزه یې پراخه شوې او که خدای جل جلاله کول نژدې ده چې زموږ لوی ارمان او هدف( دګران هیواد خپلواکۍ او د اسلامي نظام قیام) پوره شي. ان شاءالله العزیز

شهید منصور صاحب څو بعدیز شخصیت درلود، سړی نشي کولای په یوه لیکنه کې دنوموړي مواصفات او موفقیتونه بیان کړي، منصور صاحب د یو تکړه قوماندان او جنرال په توګه په نظامي ډګر کې د ښې پوهې، تجربې او لاسته راوړنو څښتن و، خو پر دې سربیره یې له پیچلو سیاسي مسائلو سره د یو ورزیده ډیپلوماټ په څېر چلند کاوه او جهادي صف یې په داسي ډول مدیریت کاوه چې ددښمن هغه هڅې او هیلې یې( چې اسلامي امارت کمزوری کړي او یا انشعابونه پکې رامنځته کړي) په اوبو لاهو کړې.