امیر المؤمنین ملا اخترمحمد (منصور) د محراب ، سنګر او دفتر نوښتګر نابغه

شاهد (غزنیوال) څلور کاله وړاندي  په همدې شپو ورځو کې د اسلامي امارت امیر او د مقاومت نوښتګر مشر ملا اختر محمد منصور رحمه الله د یرغلګرو امریکایانو د یوه ناځوان مردانه برید په ترڅ کې شهید کړای شو. امیر المؤمنین شهید ملا اختر محمد (منصور) د محراب یو بي ریاء عابد، د سنګر متهور […]

شاهد (غزنیوال)

څلور کاله وړاندي  په همدې شپو ورځو کې د اسلامي امارت امیر او د مقاومت نوښتګر مشر ملا اختر محمد منصور رحمه الله د یرغلګرو امریکایانو د یوه ناځوان مردانه برید په ترڅ کې شهید کړای شو. امیر المؤمنین شهید ملا اختر محمد (منصور) د محراب یو بي ریاء عابد، د سنګر متهور مجاهد او په سیاسي فعالیت کې یو نوښتګر دیپلومات و. اميرالمؤمنین رحمه الله یو له هغه قیادي شخصیتونو څخه و چې د صلیبي یرغلګرو په خلاف مقاومت کې د مقاومت د بریالیتوب لپاره نه هیریدونکې کارنامې او نوښتونه تر سره کړې. د نوموړي دا نوښتونه د دې لامل شول چې د مقاومت لمن د هیواد ټولو ساحو ته پراخه او پر افغانستان د امریکایانو اشغال له چلینج سره مخ کړي. کولای شوای د امیر المؤمنین دا نوښتونه چې په داخلي او نړیواله کچه د مقاومت د بریالیتوب لامل ګرځیدلي په دوو برخو و ویشو. لومړی اداري یا داخلي برخه شهید امیرالمؤمنین د مقاومت د منظم والي ، مستحکم والي او متحد والي لپاره داسې لارې چارې عملي کړي چې په داخلي کچه یې د مقاومت لیکې له هرډول پراګنده ګي او تفرق څخه محفوظ کړ. نوموړي هغه مهال چې د امارت د یوه پر نفوذه قومندان او بیا تر هغه وروسته د امارت د مرستیال په حیث دنده لرله د مقاومت د ټولو تشکیلاتو لپاره یې یو لړ اصول او مقررات وضع کړل. په دې مقرراتو کې د هر مسؤل د مسؤلیت قانوني صلاحیت او په جهادي فعالیت کې د هغه د کار ساحه مشخصه شوې وه ، د همدې مقرراتو له مخې هم د مقاومت په لیکو کې د تشتت مخه ونیول شوه او هم هرچاته خپل وظیفوي مسؤلیتونه معلوم شول. همدا راز یې په مجموع کې د مقاومت د ټولو نظامي، امنیتي ، قضايي ، اداري او مالي فعالیتونو د کنټرول لپاره عمومي لائحه او یا د مقاومت د مسؤلینو لپاره د کار عمومي لارښود ترتیب کړ چې د ټول هیواد په کچه یې د مقاومت په عمومي وضعیت ډیر مثبت اغیز وکړ او د هغو ټولو بي نظمیو، ګډوډیو او یو لړ اشتباهاتو مخه یې ونیوله کوم چې د مقاومت په پیل کې په نا فهمي او لاعلمي کې تر سره شوې وو. د جهادي فعالیتونو د انسجام، نظارت او کنټرول لپاره دغه لائحه د دې لامل شوه چې د امارت لیکې له هغو ټولو ګډوډیو څخه وساتي کوم چې له افغانستان پرته د نړۍ په نورو سیمو کې مجاهدین ورسره مخ او د هغوي د جهاد د ناکامي او بدنامي سبب شوي. د همدې لائحې په برکت د امارت د ټولو مسؤلینو فعالیتونه منظم او کنټرول شول، د مقاومت په لیکو کې د بي اطاعتي مخه ونیول شوه او د اداري فساد او له واکه د ناوړې ګټې اخیستنې ټول امکانات له منځه ولاړل. پورتني اداري لوائح یواځې دا نه چې تش د کاغذ په مخ ترتیب او عملي بڼه یې نه درلوده ، بلکې د هغو د تطبیق او عملي کولو لپاره یې د امارت په پوځي او اداري تشکیلاتو کې ځانګړې مراقب مسؤلین تعین کړل تر څو هغوی په ساحه کې د دغو لوائحو او مقرراتو له عملي کیدو نظارت وکړي او په اړه یې د امارت مشرتابه ته اطمنان ورکړي. همدا راز شهید امیر المؤمنین د مقاومت د لا ښه انسجام لپاره د امارت په تشکیلاتو کې وسعت راوست او د ځینو مهمو فعالیتونو لپاره یې نوې تشکیلاتي څانګې ایجاد کړي. د بیلګې په توګه د جذب و جلب او دعوت ارشاد کمیسیون چې له جګړې پرته یې د دښمن د پوځي ځواک په تضعیف کې ښه رول لوبولی ، همدا راز د ملکي تلفاتو د کنټرول او مخنیوي لپاره د سمع شکایات کمیسیون چې تر ډیره حده یې د ولسي تلفاتو مخه نیولې ، د دښمن په محابسو کې د اسیرو مجاهدینو د چارو د بررسي کمیسیون ، د جګړې د زخمیانو د معالجې د چارو کمیسیون او همداسې نورې اداري څانګې چې د امارت تشکیلات یې له خالص پوځي تشکیلاتو څخه د یوه منظم او جامع نظام تشکیلاتو ته ارتقاء ورکړه . دا خو په داخلي کچه د مقاومت د نظم او انسجام لپاره د شهید امیر المؤمنین فعالیتونه وو چې له شکه پرته یې د امارت په منظم والي او د هغه په پرمختګ کې خاص رول لرلی دی. د هغوی برکت دی چې دښمن له خپلو ټولو هڅو سره سره نه دی توانیدلی چې د مجاهدینو په منځ کې نفوذ وکړي او یاهم په خپلو پراخو تبلیغاتو سره مجاهدین بدنامه کړي. ځکه د مجاهدینو د اختلاف او بد نامي عوامل ټول د جهادي لائحې په عملي کولو سره مخکي ترمخکي له منځه وړل شوي. دوهم په سیاسي یا خارجي برخه کې د شهید امیر المؤمنین اصلاحي فعالیتونه یواځې د مقاومت په داخلي برخې پوري نه وو محدود ؛ بلکي په سیاسي برخې کې یې هم د توجه وړ کارونه کړي چې ښې لاسته راوړنې یې لرلې. نوموړي وروسته تر دې چې په پوځي لحاظ یې د مقاومت لیکې دومره پیاوړي کړي چې هغوی وکړای شول په عسکري لحاظ د امریکا په مشرۍ د ۴۸ هیوادونو پوځي ټلوالې او ناټو ته شکست ورکړي ، د امریکایانو په مقابل کې یې د مقاومت سیاسي او دیپلوماتیک اړخ ته مخه کړه. نوموړي د دې کار لپاره د مجاهدینو په منځ کې ورزیده ، خبیر او د سیاسي درک لرونکي اشخاص تعین او په کاروګمارل. دغه کسان چې مستقیما د شخص امیر المؤمنین تر هدایت لاندې په فعالیت لګیا وو د بهرنۍ نړۍ په تیره د افغانستان له نیږدي ګاونډیو هیوادونو سره دیپلوماتیک روابط بر قرار کړل. دې کار مقاومت ته دا ګټه ورسوله چې د امارت د نظامي برلاسي ترڅنګ یې په سیاسي لحاظ په نړۍ کې د هغه حمایت پراخ کړ او عملا د امارت سیاسي استازي وتوانیدل چې د چاپان، فرانسې ، ناروي او جرمني په شمول منځنۍ اسیا او یوشمیر نورو هیوادونو ته سفرونه وکړي او هلته په مطبوعاتي کنفرانسونو کې په ګډون کولو سره د امارت سیاسي تګلاره نړیوالو ته ابلاغ کړي. د شهید امیر المؤمنین دغه دیپلوماتیک فعالیت دښمن له سختي وارخطايي سره مخ کړ، ځکه دښمن پوهیده چې په دیپلوماتیکه ساحه کې د مقاومت بریا په نړیواله کچه په افغانستان کې د امریکا شکست منعکس کوي ، هماغه و چې امریکایان د دې په لټه شول چې د مقاومت د مبتکر قیادت په له منځه وړلو اقدام وکړي. شهید امیر المؤمنین چې په داخلي لحاظ د امارت له پوځی فعالیته مطمئن و شخصا یې د امارت د سیاسي پرمختګ لپاره په خپله کار شروع کړی او په ډیر کم وخت کې یې یو شمیر بهرنیو هیوادونو ته سفرونه وکړل. خو امریکايي او منطقوي استخباراتو د مبتکر امیر المؤمنین هر ډول فعالیت او تحرکات ډیر په دقت څارل. که څه هم چې شهید امیر المؤمنین لکه څومره چې په سنګر کې د دښمن څار او مراقبت ته متوجه و په هماغه اندازه په خپل سیاسي فعالیت کې هم ډیر محتاط او د دښمن هر ډول تحرک ته متوجه و. خو الهي تقدیر و چې امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور ډیر فرصت تر لاسه نه کړي چې په خپلو موفقانه هلو ځلو سره د امارت سیاسي بخش لا تقویه او یرغلګر دښمن ته په دې برخه کې هم داسې ماتې ورکړي لکه په نظامي برخه کې یې د هغوي مجهز ځواک له شکست سره مخ کړی و. هماغه وه چې د ۱۴۳۷ هجري قمري کال د شعبان د میاشتي په ( ۱۵نیټه ) چې د ۲۰۱۶ م کال د می د میاشتې له ( ۲۱) سره سمون خوري د امریکايي الوتکې لخوا په نښه او د شهادت لوړ مقام ته ورسیده . انا لله و انا الیه راجعون . سره له دې چې د اسلامي امارت په قیادت کې د شهید منصور صاحب د مشرتابه دوره ډیره کمه وه ، مګر په هماغه محدوده دوره کې یې داسې مؤثر ابتکارات رامنځته کړل چې د هغو له برکته د امارت په لیکو کې دومره انسجام راغلی و چې د ده تر شهادت ۲۴ ساعته وروسته د امارت لپاره نوي امیر په داسې ترتیب تعین شو چې هیڅ شخص یې هم له تعین سره مخالفت ونکړای شوای. که څه هم چې له پوځی لحاظه د شهید امیر المؤمنین شهادت ډیره ستره خلا وه چې د مقاومت د مشر تابه په سطحه رامنځته شوه ، خو د ده له لوري مخکي ترمخکي پوځي انسجام مجاهدین له داسې یوې ورځې سره عادت کړی شوي وو چې که یوه ورځ دی د مقاومت په قیادت کې نه وي هم هغوی به له هیڅ ډول ګډوډي او بي نظمي پرته د یرغلګرو خلاف جهادي مقاومت په منظم ډول پرمخ بیايي. ځکه نوموړي د جهادي چارو د پرمخ وړلو لپاره داسې مقررات وضع کړي وو چې هغوی ته په رجوع کولو سره د مجاهدینو ترمنځ نه د کوم اختلاف امکان موجود و او نه هم د زعامت او قیادت په سر خپل منځي منازعه. الله تعالی دي د جهاد او سیاست پر دې نوښتګر مشر رحمتونه وکړي ، امثال دي الله په امت کې ډیر کړي او پاکې وینې دې د جهاد د کامیابي او هیواد د خپلواکي لامل وګرځوي … امین یارب العالمین. هرګز نمیرد آنکه دلش زنده شد بعشق ….. ثبت است برجریده عالم دوام ما