فراه ولایت د پرچمن ولسوالي د ولسوال تر رهبرۍ لاندې اداري غونډې جوړه شوه

  ۲۷ / رمضان المبارک / ۱۴۴۳ ۰۸ / غوایی / ۱۴۰۱ نن پنج شنبه، فراه ولایت د پرچمن په والسوالي کې د ولسوال ښاغلي فدا محمد “سعاد” په رهبرۍ د ده په کاري دفتر کې اداري غونډه په داسې حال کې ترسره شوه، چې د امنیه قوماندان مرستیال ښاغلي فیروز، کنډک مسؤل ښاغلي حاجی […]

 

۲۷ / رمضان المبارک / ۱۴۴۳
۰۸ / غوایی / ۱۴۰۱

نن پنج شنبه، فراه ولایت د پرچمن په والسوالي کې د ولسوال ښاغلي فدا محمد “سعاد” په رهبرۍ د ده په کاري دفتر کې اداري غونډه په داسې حال کې ترسره شوه، چې د امنیه قوماندان مرستیال ښاغلي فیروز، کنډک مسؤل ښاغلي حاجی نوراني، د کنډک د ارکان مدیر ښاغلي سخي جانان، جینایي مدیر ښاغلي مولوي توکل، د تروریزم مسؤل ښاغلي محمد عارف “عدالت” او نورو ګڼو ملکي او نظامي مسؤلینو هم ګډون درلود.

د پرچمن ولسوالي، ولسوال ښاغلي “سعاد” د ناستې ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، دوی ته د کوچني اختر د را رسیدو او د اختر په ورځو کې د درنو هیوادوالو، په ځانګړې توګه د عبادت کونکو لپاره د غوره او ډاډمن امنیت نیولو په خاطر لازمې سپارښتنې وکړي، ده وویل، چې له نننۍ نیټې څخه نیولې بیا د اختریزو مراسمو تر اخیرنۍ نیټې پورې باید خپل امنیت او امنیتي چارو ته سل سلنه پاملرنه او هڅه وکړئ، ده زیاته کړه، چې په هره هغه حوزه کې، چې د اختر لمونځ ادا کېږي، باید امنیتي چارې یې له نن څخه پیل شي، ښاغلي “سعاد” د امنیتي حوزو ټولو مسؤلینو ته امر وکړ، چې د اختر په ورځو او شپو کې د کورونو له تګ څخه ډډه وکړئ، که الله مه کړه، د کوم مسؤل اړوند امنیتي حوزه کې کومه ستونزه رامنځته شوه، نو مسؤلیت یې د اړوند کس پر غاړه ده، دا ځکه چې دښمن په یو ډول نه په بل ډول د نا ارامۍ او زموږ د درنو هیوادوالو د ځورولو کوښښ کوي.

بل خوا د امنیتي حوزو د مسؤلینو له خوا د امنیت او امنیتي چارو په برخه کې د هر ډول چمتوالو ډاډ ورکړل شو او د یو لړ بحثونو او نظرونو له وړاندې څخه وروسته لازم چمتوالي ونیول شول.