بنګله دېش: کښتۍ کې د اور لګېدنې له امله لسګونو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ورکړل شویو راپورونو له مخې، بنګله دېش کې یوې مسافر وړونکې کښتۍ کې د اور لګېدنې له امله لسګونو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، د معلوماتو له مخې، تر اوسه د ۳۷ کسانو د وژل کېدو او له سلو تنو ډېرو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي دي. دا خورا خونړۍ پېښه د بنګله […]

د ورکړل شویو راپورونو له مخې، بنګله دېش کې یوې مسافر وړونکې کښتۍ کې د اور لګېدنې له امله لسګونو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، د معلوماتو له مخې، تر اوسه د ۳۷ کسانو د وژل کېدو او له سلو تنو ډېرو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

دا خورا خونړۍ پېښه د بنګله دېش له پلازمېنې ۲۵۰ کېلو متره لرې سوګاندها سیند اړوند جالوګاتي ښارګوټي کې را منځ ته شوې، په دغې درې منزله کښتۍ کې کابو ۵۰۰ کسانو سفر درلود چې ناڅاپه اور پکې ولګېده او ګڼو کسانو له پېښې وروسته اوبو ته ټوپ کړل.

د ځایي چارواکو د څرګندونو له مخې، تر دا مهاله د ۳۷ کسانو لاشونه راوېستل شوي، چې ځینې د لګېدلي اور له امله او ځینې نور بیا په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي دي، عیني شاهدانو ویلي، ډېری کسان وتوانېدلي چې د لامبو وهلو په مرسته ځانونه وژغوري.

ځایي امنیتي چارواکو ویلي، ښایي اور لومړی د ماشین په خونه کې لګېدلی وي او له هغه وروسته په خورا چټکۍ سره نورو برخو ته خپور شوی وي، خو تر اوسه لا هم د اور لګېدنې لامل نه دی جوت شوی.

د معلوماتو له مخې، مړه شوي او ټپیان په سیمه کې نږدې روغتون ته انتقال شوي، چې په ټپیانو کې د ځینو کسانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی، چارواکو وېره څرګنده کړې چې ښایي د مړو شویو کسانو په شمېر کې ډېروالی راشي.