د مهترلام ښاروالۍ له خوا  د څه باندې شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړ شوی مسلخ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوو.

د دغه مسلخ د پرانیستې په مراسمو کې مهترلام ښاروال مولوي عبیدالله ثاقب د عامې روغتیا ریاست استازی د مهترلام ښاروالۍ پرسونل د ښار قصابانو او ښاریانو  برخه اخیستې وه. د مهترلام ښاروال مولوي عبیدالله ثاقب د معلوماتو له مخې چې د مهترلام ښار لپاره یې په ۵ جریبه ځمکه کې د څه باندې شپږ […]

د دغه مسلخ د پرانیستې په مراسمو کې مهترلام ښاروال مولوي عبیدالله ثاقب د عامې روغتیا ریاست استازی د مهترلام ښاروالۍ پرسونل د ښار قصابانو او ښاریانو  برخه اخیستې وه.
د مهترلام ښاروال مولوي عبیدالله ثاقب د معلوماتو له مخې چې د مهترلام ښار لپاره یې په ۵ جریبه ځمکه کې د څه باندې شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت د عصري مسلخ چارې بشپړې کړې.

هغه وویل، چې دغه جوړ شوی مسلخ د وخت اړتیا ته په کتو بېلا بېلې برخې لري چې ۴۰۰ متره احاطه او نورې اسانتیاوې پکې په پام کې نیول شوي او په شپږو میاشتو کې یې چارې بشپړې شوې.
په ورته مهال د لغمان ولایت قصابانو او ښاریانو  خوښي اوښوده چې ورځ تربلې په لغمان کې ټول خدمات د معیاري کېدو په لوري روان دي.
هغوې وویل،چې ددغه مسلخ په فعالیدو سره به له یوه لوري ټولنې ته صحي غوښه وړاندې اوله بلې لوري به ورسره په ښار کې د چاپیریال د خرابیدو مخنیوی هم شوی اوسي.
د مهترلام ښاروالۍ له لوري له دې وروسته په ښار کې هیچاته اجازنه نه ورکول کیږي چې له مسلخ پرته په بل ځای کې حلاله وکړي