کندز: د یوناما دفتر له مشرتابه سره مشورتي او تعارفي ناسته وشوه

تيره ورځ شنبه د کندوز ولایت د غونډو په تالار کې ترسره شوه چې د کندوز داطلاعاتو او فرهنګ رئیس مطیع‌الله روحاني په شمال ختیځ زون کې د یوناما دفتر له مشرسره په یولړ موضوعاتو خبرې وکړې. لومړی د اطلاعات او فرهنګ رئيس د یوناما مشرتابه ته د ښه راغلاست ترڅنګ خوښې څرګنده کړه چې […]

تيره ورځ شنبه د کندوز ولایت د غونډو په تالار کې ترسره شوه چې د کندوز داطلاعاتو او فرهنګ رئیس مطیع‌الله روحاني په شمال ختیځ زون کې د یوناما دفتر له مشرسره په یولړ موضوعاتو خبرې وکړې.
لومړی د اطلاعات او فرهنګ رئيس د یوناما مشرتابه ته د ښه راغلاست ترڅنګ خوښې څرګنده کړه چې یوناما دفتر یوځل بیا په دې ولایت کې خپل فعالیت پیل کړی او له خپل اړخه یې ورته د هر ډول همکاریو ترسره کولو ډاډ ورکړ۔ زیاته یې کړه چې اسلامي امارت له ټولو اړوندو مرسته کوونکو موسسو څخه غواړي چې د افغانستان په تېره بیا د شمال ختیځ زون د رنځیدلو وګړو سره د مرستې کولو لپاره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس همدارنګه په دې ولایت کې د رسنیو د ښه فعالیت په اړه هم نوموړي ته معلومات ورکړل.

دغه راز په شمال ختیځ زون کې د یوناما دفتر رئیس ښاغلي بوجیدار دیمیتروف او ورسره مل پلاوي یې د کندز امنیتي وضعیت په ښه ارزولو سره وویل چې خوښ دی اوس مهال کندز کې ښه امنیت او ثبات راغلی او خلک په آرامه فضا کې خپل عادي ژوند مخته وړي. نوموړي زیاته کړه چې رسنۍ او فرهنګي څانګو ته دلا ودې ورکولو په موخه به نور پرمختګونه هم ترلاسه شي او یوه اندازه شته ستونزې به هم د دولت په همکارۍ لېرې شي.

د یادولو وړ ده چې کندز کې د یوناما سیاسي دفتر د دې زون د شمال ختیځو ولایتو لپاره فعالیت لري چې دغه لړۍ یې له پخوا جاري ساتلې ده او اوس مهال د افغانستان اسلامي امارت ترڅنګ ددې زون اوسیدونکو ته د خدمت لپاره ژمن دی.
۱۴۰۰/۹/۹