د لوګر حج اوقاف رئیس د څرخ ولسوالۍ له علماوو سره وکتل. څرخ په ولسوالۍ کې  د لوګر ولایت د ارشاد حج اواوقافو ریس محترم مفتی صاحب فضل کریم احمد په مشری جلسه دایره شوه. یاده غونډه چې دڅرخ ولسوالي  دامنيه قومندانۍ په تالارکې جوړه شوې وه د لوګر ولايت دارشاد حج او اوقافو رياست […]

د لوګر حج اوقاف رئیس د څرخ ولسوالۍ له علماوو سره وکتل.

څرخ په ولسوالۍ کې  د لوګر ولایت د ارشاد حج اواوقافو ریس محترم مفتی صاحب فضل کریم احمد په مشری جلسه دایره شوه.

یاده غونډه چې دڅرخ ولسوالي  دامنيه قومندانۍ په تالارکې جوړه شوې وه د لوګر ولايت دارشاد حج او اوقافو رياست درئيس په شمول دڅرخ ولسوالۍدحج او اوقافو مدیر ,د ١٨ جامع جوماتونو خطیبانو  اویوشمیر علماء کرامو هم ګډون درلود  غونډه د قرانکریم په څو مبارکو ایتونو په لوستلو سره پيل شوه.

مولوي فضل کريم احمد  دغونډې ګډون والو ته  دخطيبانو دمسؤليت  دخطابت د شاليد ، اودخطبې  داهميت په اړه تفصيلي خبرې وکړې او همدراز د ا،ا،ا د ارشاد حج اواوقافو وزارت درهبری سپارښتنې یې هغوی ته واورولې.

وروسته دمجلس  ګډونوالو په نوبت سره  ياد مجلس اهم او ګټور وباله اوغوښتنه يې درلوده چې  داسې مجلسونه زيات شې څکه دټولنې داصلاح ،دخلکو اونظام ترمنځ   دتړاو سبب کېدلی شي.

دغه  مجلس دمولوي تازه ګل مبارک لخوا په دعاء سره پای ته ورسېد.

‏2021‏/11‏/5