کندز: د الکوزی خیریه بنسټ له لورې له سل بیوزلو او اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

مسولین وايي، په دغو مرستو کې اوړه، وريجې، غوړي، لوبیا، نخوت، وچ چای، بوره او داسې نور خوراکي توکو شامل و او له سروې وروسته په یادو کورنیو ویشل شوي دي. د الکوزي خیریه بنسټ تېره ورځ د خپلو مرستو په دوام دا ځل د کندز له سل بېوزلو او اړمنو کورنيو سره د خوراکي […]

مسولین وايي، په دغو مرستو کې اوړه، وريجې، غوړي، لوبیا، نخوت، وچ چای، بوره او داسې نور خوراکي توکو شامل و او له سروې وروسته په یادو کورنیو ویشل شوي دي.
د الکوزي خیریه بنسټ تېره ورځ د خپلو مرستو په دوام دا ځل د کندز له سل بېوزلو او اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
ددغه بنسټ مسولین وایي، دغه مرستې له هغو سل تنو بېوزلو کورنيو سره وشوې، چې د الکوزي خیریه بنسټ د سروې ټیم له لورې له وړاندې سروې او تیره ورځ یې پرې وویشل شوې.
ددوي په خبره په دغو مرستو کې اوړه، وریزې، غوړي، لوبیا، نخود، وچ چای، بوره او ددې ورته نور خوراکي توکي شامل و، چې په ترلاسه کولو یې تر ډیره بریده د یادو کورنیو اقتصادي ستونزې هم ورسره راټیټي شي.

بلور ته بیا دغه بیوزله کورنیو چې له دغه بنسټ څخه یې مرستې ترلاسه کړي، خوښي څرګنده وي او د هیواد له سوداګرو او شتمنو کسانو څخه د لا زیاتو مرستو غوښتنه کوي.
له دې وړاندې هم د الکوزي خیریه بنسټ په کابل، کندهار، ننګرهار، هرات، خوست، ګردیز، مزار او په پلخمري کې له ۱۳ زره او ۵۰۰ بیوزلو او اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته کړې وه او مسولین یې په لا دوام ټينګار کوي.